۱۳ پاکستاني په بېلابېلو حملو کې ووژل شول

د سټاف راپور

لاهور-- رسنیو راپور ورکړ چې په وروستیو وختونو کې د ۷ تنو جنایتکارانو او ۲ تنو امنیتي منسوبینو په شمول ۱۳ تنه په پاکستان کې ووژل شول.

دنیا تلوېزیون راپور ورکړ چې په موټرسایکل سپرو کسانو د اګست په ۱ په کوېټه کې په یوه رکشه ډزې وکړې او دوه تنه هزاره ګان یې په کې ووژل.

جیونیوز د جولای په ۳۱مه د پنجاب ایالت د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د ادارې (CTD) د ویاند له قوله راپور ورکړ چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ادارې لږ تر لږه ۷ تنه ترهګر چې په یوه ممنوع ګرځول شوي ګروپ پورې یې تړاو درلود په شیخوپوره ولسوالۍ کې ووژل.

ډان راپور ورکړ چې نامعلومو ترهګرو د جولای په ۳۰مه د مومند ایجنسۍ په صافي تحصیل کې د مومند رایفلز (ټوپک لرونکیو) یو غړی د په لاس جوړې چاودونکې وسیلې په کارولو سره، او د جولای په ۳۱مه د لیویز ځواک یو چارواکی په کوېټه کې په ډزو سره وواژه.

ډان د سرحدي قول اردو د ویاند له قوله راپور ورکړ چې چارواکو د جولای په ۳۰مه د بلوچستان ایالت په کوېټه او سنجاوي سیمه کې د یوې ممنوع ګرځول شوې ډلې لږ تر لږه ۱۳ تنه شکمن اورپکي او لاره برابروونکي ونیول.

ازادۍ راډېو د ځایي چارواکو له قوله د اګست په لومړۍ نېټه راپور ورکړ چې اورپکو په وروستیو وختونو کې د خیبر پښتونخوا ایالت په چترال ولسوالۍ کې دوه تنه شپانه چې د کیلاش د اقلیت ډلې غړي ول ووژل او ۵۰۰ اوزې یې ترې غلا کړې.

د راپورونو له مخې، دغه پېښه د جولای په ۲۹مه وشوه. د چترال مرستیال کمېشنر اسامه احمد وړایچ ډان ته وویل چې اورپکي د افغانستان له خوا نه را اوښتي ول، او زیاته یې کړه چې دوه تنه نور شپانه تښتېدلي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500