کراچۍ -- جیونیوز د جولای په ۲۱مه راپور ورکړ چې نیمه نظامي عسکرو په وروستیو وختونو کې په سیند ایالت کې په ترسره کړیو عملیاتو کې ۵۳۳ تنه شکمن مجرمان او ترهګر ونیول.
عسکرو په یوه بیانیه کې وویل چې په توقیف شویو کسانو کې د ممنوع ګرځول شویو تنظیمونو ۳۴ تنه شکمن فعالان هم شامل ول.
عسکرو وویل چې د حملو په ترڅ کې درې تنه عسکر ووژل شول.
دنیا تلوېزیون د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې د ځواک (ANF) له قوله وویل چې د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې ځواک (ANF) د جولای په ۲۰مه د لاهور په نړیوال هوایي ډګر کې داسې یو سړی ونیو چې په هغه د لګېدلي تور له مخې هغه غوښتل چې دوه کیلو ګرامه هیرویین اروپا ته ولېږدوي.