په کوېټه کې پولیس افسر ووژل شو؛ ۳۷ تنه د خیبرپښتونخوا په سېلاوونو کې ووژل شول

د سټاف راپور

اسلام اباد -- نامعلومو بریدګرو د جولای په ۴ مه په کوېټه کې یو بل پولیس افسر وواژه، له بلې خوا په خیبر پښتونخوا کې سختو اورښتونو لږ تر لږه ۳۷ کسان ووژل.

ایکسپریس ټریبیون د کوېټې د پولیسو له قوله ولیکل چې پولیس افسر ملک مشتاق په داسې حال کې چې په جومات کې یې لمونځ کاوه د ټوپک په ډزو ووژل شو.

ایکسپریس ټریبیون د جولای په ۴ مه راپور ورکړ چې مشتاق د کوېټې له څخه د ډېرو هغه پولیس افسرانو له جملې څخه وو چې له جنورۍ راهیسې په ډزو یا بمي چاودنو کې وژل شوي دي.

ازادۍ راډېو د جولای په ۴ مه راپور ورکړ چې د خیبر پښتونخوا په چترال ولسوالۍ کې ناڅاپي سېلاوونو د جولای په ۲مه او ۳ مه لږ تر لږه ۳۳ کسان ووژل.

د چترال مرستیال کمېشنر عثمان وړایچ وویل چې ۱۳ تنه نور پاکستانیان وروسته له هغه ورک شول چې سېلاو د ارسون کلی وېووړ.

په هغو ۳۳ تنو کې چې په خیبر پښتونخوا کې مړه شوي دي دوه بهرني انجنیران او دوه پاکستاني کارکوونکي هم شامل دي چې په خیبر پښتونخوا کې په تربیله بند کې د سختو اورښتونو په نتیجه کې د یوه چت د را لوېدلو په پېښه کې ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500