تروريزم

د اورپکو له شکنجې څخه ژوندی پاتې شوی پاکستانی شخص د ویرې نه بغير د ژوند کولو هوډ لري

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

دا عکس چې د جولای په ۱۹مه اخیستل شوی شهباز تاثیر په لاهور کې ښیي چې د خپل مرحوم پلار سلمان تاثیر، چې د پنجاب صوبې پخوانی ګورنر و، د یو عکس سره تصوير وباسي. پداسې حال کې چې تاثیر تقريباََ د پنځو کالو لپاره د اسلامپالو وسله والو لخوا شکنجه شوی او زنداني شوی. نوموړی وایي چې دا ترې هیر شوي و چې د خندا کولو احساس څنګه دی. تاثیر په ۲۰۱۱ کال کې وتښتول شو او په ۲۰۱۶ کال کې خوشی شو. [آمنه یاسین/ای اېف پي]

دا عکس چې د جولای په ۱۹مه اخیستل شوی شهباز تاثیر په لاهور کې ښیي چې د خپل مرحوم پلار سلمان تاثیر، چې د پنجاب صوبې پخوانی ګورنر و، د یو عکس سره تصوير وباسي. پداسې حال کې چې تاثیر تقريباََ د پنځو کالو لپاره د اسلامپالو وسله والو لخوا شکنجه شوی او زنداني شوی. نوموړی وایي چې دا ترې هیر شوي و چې د خندا کولو احساس څنګه دی. تاثیر په ۲۰۱۱ کال کې وتښتول شو او په ۲۰۱۶ کال کې خوشی شو. [آمنه یاسین/ای اېف پي]

لاهور -- پداسې حال کې چې تاثیر تقريباََ د پنځو کالو لپاره د اسلامپالو وسله والو لخوا شکنجه شوی او زنداني شوی، شهباز وایي دا ترې هیر شوي و چې د خندا کولو احساس څنګه دی. هغه اوس د ویرې نه بغير د ژوند کولو هوډ لري.

هغه، چې د یوې مشهورې سوداګریزې او سیاسي کورنۍ زوی دی، د ۲۰۱۱ کال په اګست کې د هغه اغوا په پاکستان کې یو له خورا مشهورو پېښو څخه وه.

۳۹ کلن تاثیر ای اېف پي ته په یوې مرکه کې وویل، "زما په یاد دي چې دا احساس څومره ناشنا و. "ما د ډېر وخت لپاره خندا نه وه کړې."

د هغه کتاب "په نړۍ کې ورک شوی" په تېر نومبر کې خپور شو، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان سره د پاکستان په پوله کې تاوتریخوالی او زور زیاتی مخ په زیاتیدو و.

تاثیر څو میاشتې وروسته له هغې په لاهور کې له خپل کور څخه وتښتول شو کله چې د هغه پلار سلمان -- چې د پنجاب صوبې د هغه وخت ګورنرو -- او د یو ساتونکي له خوا په دې خاطر په ډزو ووژل شو چې د هېواد د توهین رسالت په سختو قوانینو کې یې د بدلون ملاتړ وکړو.

سلمان د ​آسيه بي بي، چې د اسلام په سپکاوي تورنه عيسايڼه ښځه وه، ​ملاتړ کړی و، چې د هغې کېس په ټوله نړۍ کې خپور شو او ګورنر او د هغه کورنۍ يې د اسلامپالو افراطيانو په لاس کې راګيره کړه.

نشه شوی، پټ ساتل شوی، قاچاق شوی

د ​​ازبکستان اسلامي غورځنګ (آی اېم يو)​​ تاثير تښتولی و. د ازبکستان اسلامي غورځنګ هغه ډله ده چې په پاکستان کې يې د څو لوړ پوړو بریدونو پړه په غاړه اخیستې، چې پکې د ۲۰۱۴ کال د کراچۍ په هوايي ډګر برید شامل دی چې په درجنونو کسان پکې وژل شوي ول.

تاثير ته کیټامین نشه ورکړل شوه، په بورقه کې پټ کړی شو او د لاهور او میر علي چې په شمالي وزیرستان ضلعه کې د افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د وسله والو د اوږدې مودې پټنځای پاتې شوی دی -- ترمنځ د سړک په غاړه د چیک پوستونو له لارې قاچاق شو.

د پاکستان پوځي استخباراتو وویل، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، چې د سیمې په وحشي ډلو کې ده، د هغه په سر د زیاتو پیسو او د نږدې ۳۰ بندیانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه -- چې دا هغه غوښتنې وې چې نه شوې پوره کېدی.

د تاثیر کتاب د هغه لومړنی تښتونکی -- محمد علي -- د یو غمجن واکمن په توګه بيانوي. د هغه په امرونو د تاثير نوکان راویستل شول او خوله یې وتړل شوه.

تاثير وویل، "دوی زما شکنجه کول په خورا وحشتناکه ډول پېل کړل او ویډیوګانې يې جوړې کړې."

ویډیوګانې د هغه کورنۍ ته ولیږل شوې، یو داسې عمل چې تاثير د "خورا غیر انساني او خورا سپک" کار په توګه بیان کړو.

"تاسو یو کس نه ځوروئ؛ تاسو ډېر خلک ځوروئ."

یو وخت تاثیر په زنځیرونو وتړل شو او د شپږو مياشتو نه د زياتې مودې لپاره ورته یوازې د وزې غوړ او ډوډۍ ورکړل شوه.

هغه وویل، "ما نور دا احساس نه کولو چې زه انسان يم، او انساني احساسات مې نه لرل، او له داسې احساساتو څخه نابلده شوم."

"ما د یو ځناور په څیر احساس کولو."

په ۲۰۱۵ کال کې، يو ازبکي ګروپ په افغانستان کې د نورو یاغیانو سره ټکر وکړو او ورک شول. فاتحينو تاثير په توقیف کې ونيولو.

څو میاشتې وروسته، د ۲۰۱۶ کال په فبرورۍ کې، هغه خوشی شو وروسته له هغې چې د هغه تښتونکی پوه شو چې د دوی یو لوړ پوړي مشر مخکې د پاکستان له حکومت سره مرسته کړې وه چې د ازبک وسله والو څخه د هغه د خوشې کېدو په اړه خبرې اترې وکړي.

د یوې هفتې لپاره، هغه د افغانستان له اروزګان صوبې څخه د پاکستان په سویل لویدیځ کې یو ښار ته سفر وکړو، چېرې چې هغه خپلې مور ته د سړک غاړې رستورانت څخه تلیفون وکړو.

"لومړی شی چې ما يې غوښتنه کړې وه د پیسو تلیفون و، او (مالک) وویل چې 'د پیسو تلیفونونه د دوو، درېو کلونو راهيسې ختم شوي دي.'"

'ډېر وخت به واخلي'

په اتفاق سره، تاثير په هغه ورځ خوشی شو کله چې د هغه د پلار قاتل پهانسي کړی شو: ۲۹ فبروري ۲۰۱۶.

د تاثير په کورنۍ بریدونو د پاکستان په ټولنه کې د توهين رسالت د قوانینو په اړه اختلافات افشا کړل چې هغه وايي نور يې پراخه کړل.

هغه وویل، "زه ګورم چې په دې (د توهين رسالت خلاف) افراطي ډلو کې ځینې... اوس په سیاسي ګوندونو کې بدل شوي دي." "او دا ما اندیښمن کوي."

"زه نه غواړم (زما ماشومان) په یوه بې زغمه ټولنه کې لوی شي. زه غواړم دوی وکولی شي پوښتنې وکړي... پرته له دې چې ووژل شي."

هغه وویل، "دا به د پاکستان لپاره ډېر وخت واخلي" چې يوه داسې ټولنه جوړه شي چې د فکر او مذهب د تنوع زغمونکی وي.

په هرصورت، هغه وايي چې د هېواد د ځینو لویو ستونزو سرچینې -- "اورپکۍ، افراطیت او مذهبي افراطي ډلو" -- لږ مشروع ځواک لري او یو اقلیت دی.

هغه وویل، "شاید زموږ د مذهب له امله (پاکستانیان) یو محافظه کاره خلک وي. خو دا پدې معنا نده چې موږ افراطیان یو."

"موږ د نړۍ د خورا لږو هېوادونو په څېر د اورپکۍ، او افراطي اورپکۍ، له امله ځپل شوي یو."

د ګرفتارۍ پرمهال د خپلې عقيدې د ساتلو سربېره، تاثير د امنیتي وړاندیزونو پراساس په پاکستان کې د خوشې کېدو راهیسې په یو جومات کې پښه نه ده کېښودې.

بیا هم، هغه وايي چې هغه نه غواړي هېواد پریږدي او هوډ لري چې په ویره کې ژوند ونه کړي.

هغه وویل، "تاسو یوازې یو ځل ژوند کوئ، او تاسو باید په خپله خوښه ژوند وکړئ."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500