تروريزم

په شمالي افغانستان کې د ازبکستان د سخت دريځو فعاليتونو له کبله خطره لوړه شوې ده

ماکسيم ايني سيوف لخوا

يو افغانی مزدور د می په ۲۸ مه د بګرام په ایرپورټ کې د يو موټر په شيشه کې ښکاري. څارونکي وايي، افراطیان شمالي افغانستان په وسطي ايشيا کې د نشه يي توکو د سمګلنګ لارو ته د نږديوالي له کبله د افراطيانو لپاره په زړه پورې هدف ګڼې. [برينډن سميالوسکي/ای ايف پي]

يو افغانی مزدور د می په ۲۸ مه د بګرام په ایرپورټ کې د يو موټر په شيشه کې ښکاري. څارونکي وايي، افراطیان شمالي افغانستان په وسطي ايشيا کې د نشه يي توکو د سمګلنګ لارو ته د نږديوالي له کبله د افراطيانو لپاره په زړه پورې هدف ګڼې. [برينډن سميالوسکي/ای ايف پي]

تاشکند - ازبکستان په شمالي افغانستان کې د زيات افراطيت شتون په اړه نړيوالي ټولني ته خبرداری ورکوي او د نورو وسطي ايشيايي هیوادونو سره امنیتي همکارۍ ته پياوړتيا ورکوي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدل عزیز کامیلوف په يورپ کې د امنيت او همکارۍ تنظيم (OSCE) د وزیرانو د شورا په ۲۳مه غونډه کې چې د دسمبر په ۸ مه په هامبورګ کې جوړه شوه، وويل چې په افغانستان کې روان فعالیتونه د وسطي ايشيايي سيمې لپاره يو ګواښ دی.

د دغو خبرداريو په ځواب کې، د وسطي ايشيا هېوادونه او افغانستان کار کوي چې خپل سرحدونو خوندي وساتي او عام افراطي ګواښ له منځه يوسي.

د وسله والو تر مینځ جګړه

په شمالي افغانستان کې د افراطي فعالیتونو د زياتوالي يوه وجه د وسله والو ډلو په منځ کې کورنۍ جګړه ده.

د امام بخاري جماعت وسله وال د نومبر په ۲۱مه خپله وسله په یونامالومه ځای کې ښیي. [ماکسيم ايني سيوف لخوا د یو افراطي ویډیو سکرین شاټ]

د امام بخاري جماعت وسله وال د نومبر په ۲۱مه خپله وسله په یونامالومه ځای کې ښیي. [ماکسيم ايني سيوف لخوا د یو افراطي ویډیو سکرین شاټ]

د څو کلونو لپاره، د ازبکستان اسلامي غورځنګ (IMU)، په هغه ازبکستاني وسله والو باندې مشتمل دی کوم چې د خپل هېواد نه تښتېدلي دي h, د طالبانو او القاعدې د يو ملګري په توګه په افغانستان او پاکستان کې فعاليت کوي.

په ۲۰۱۵ کال کې د دغه تحريک کمانډر، عثمان غازي، د داعش سره د وفادارۍ اعلان وکړو. د دغه کال په وروستيو کې، طالبانو د افغانستان په زابل صوبه کې په جګړه کې د ازبکستان اسلامي غورځنګ ختم کړو. د دغه وخت راهیسې د غازي په باره کې څه پته نه ده لګيدلې.

د دې کال په جون کې، د ازبکستان اسلامي غورځنګ د چوپتيا يو څو میاشتې وروسته، یوہ ډله چې ځان د آی ايم يو (IMU) د پاتې غړو په توګه ظاهروي په سوشل ميډيا باندې رامنځته شوه او وايي چې دا اوس د طالبانو سره بيرته يوځای کيږي.

له بلې خوا، يوه بله وسله واله ډله، چې زياتره د بېلابېلو هېوادونو ازبکانو باندې مشتمله ده، د امام بخاري جماعت (IBJ) د سوریې حکومتي ځواکونو سره د کلونو راهیسې جنګيږي.

د آی بي جې، چې د سوریې په ادلب صوبه کې د داعش تر څنګ جګړه کړې وه، په ورته ډول په جولای کې د طالبانو سره د وفادارۍ اعلان وکړو.

د ازبکستان اسلامي غورځنګ نه چې څه کسان پاتي شوي دي هغه له مخکې نه په افغانستان کې فعاليت کوي، خو د راپورونو له مخې، آی بي جې افغانستان ته راځي ځکه چې وسله وال په سوريه کې د شکست سره مخامخ دي. د وسله والو د وتلو مطلب دا دی چې په افغانستان کې نور هم زيات وسله وال شته.

په دغه وخت کې، داعش -- د ازبکستان اسلامي غورځنګ يو وړوکی ملګری او اوس بيا يو دښمن -- کوشش کوي چې په افغانستان کې خپلې پښې مضبوطي کړي خو طالبان هغوی يو خپل دښمن ګني او ژمن دي چې هغوی ختم کړي.

څارونکي چمتو دي

په افغانستان کې د امنيتي حالت په اړه د اقوام متحده د سيکيوريټي کونسل د دسمبر ماهانه رپورټ له مخې، چې د نومبر په ۳۰ مه خپور شو، افغان او ایتلافي ځواکونو هغه سيمه کومه چې د داعش د افغان ډلې د کنټرول لاندې وه زياته برخه ترلاسه کړې ده.

د څارونکو لکه د اقوام متحده په شان له مخې، که څه هم، د داعش دا ناتواني چې د ننګرهار صوبې نه بهر خپلو فعاليتونو ته پراختيا ورکړي، په ټول هيواد کې د آی بي جې او د ازبکستان اسلامي غورځنګ وسله والو ته پټنځايونه برابروي. دغه وسله وال سوریې ته تښتېدلي وو او دوی په خپلو هېوادونو کې بيرته بريدونه ترسره کولی شي.

د اقوام متحده د سيکيوريټي کونسل اناليټيکل سپورټ اينډ سينکشنز مانيټرينګ ټيم د اکتوبر په ۴ مه په افغانستان کې د امنيتي حالت په اړه په اووم رپورټ کې وويل، د مثال په توګه، په هلمند صوبه کې ګڼ شمېر قومي ازبک او تاجک وسله وال موجود دي.

د اقوام متحده ټيم وليکل، "افغان چارواکي په دې باور لري چې کيدی شي دوی د کتابت امام بخاري ډلې [IBJ] غړي وي، کومو چې د طالبانو د غورځنګ د نوي مشر سره بیعت وکړو ... دغه وسله وال پخوا د سوریې عربي جمهوریت نه افغانستان ته تلي وو." "لوړپوړې افغان چارواکي فکر کوي چې په افغانستان کې د دغو جنګياليو د شتون وجه دا وه چې د هيواد په شمال او شمال ختيځو سيمو کې په صوبو کې د ملګرو یو نيټ ورک جوړ کړي او تجربه تر لاسه کړي او په امکاني توګه بېرته خپلو هیوادونو ته د تللو لپاره تياری وکړي."

اقوام متحده د اکتوبر په مياشت کې خبرداری ورکړو چې "د تروریستو نيټ ورکونه چې په افغانستان کې اوس فعاليت کوي ثابتوي چې خطر صرف د افغانستان پورې محدود نه دی." "په موجوده حالاتو کې دوی دا توان لري چې په ډيرو سیمو او همدا راز په نړیوال ټولنه کې خپله موجودګي يقيني کړي."

د ترهګرو احتمالي ځاله

د وسطي ايشيا هیوادونه او شمالي افغانستان -- چې د درې د وسطي ايشيايي هېوادونو سره ګډه پوله لري -- د هجرت کونکو وسله والو لپاره يو ښه ځای جوړيدی شي، چې د دغه هيوادونو لپاره به يوه خطره وي.

د تاشکند يو سياسي کارپوه، عميد اساتلايوف کاروانسرا ته وويل، "شمالي افغانستان د افراطيانو لپاره يو ښه سيمه ده ځکه چې دا په وسطي ايشيا کې د نشه يي توکو لارو او همدا شان د ازبکستان او تاجکستان هغه لويې آبادۍ ته نږدی ده چې د ازبکستان او افغانستان پولې ته نږدې ژوند کوي."

دغه لويه آبادي کیدی شي چې وسله وال په دې جوګه کړي چې د دغه آبادۍ سره يوځای شي او په هغې کې خواخوږي پيدا کړي.

د ايشيا فاونډيشن د ۲۰۱۲ کال سروې له مخې، د افغانستان د آبادۍ نهه فيصده آبادي ځان د ازبک او تاجک په توګه ظاهروي. تاجک ۳۳ فيصده دي.

اساتلايوف وويل: "د آی بي جی په شان تنظيمونه په سوریه او عراق کې په ټولنه کې [د عربيانو په منځ کې] مرسته ترلاسه نه کړه او خپل ملګري يې صرف د بهر نه بهرتي کړل." "که هغوی په [خپلو قومي ډلو] کې کار کړی وی، نو دا تنظیم به ډير زيات خطرناک ثابت شوی وو."

د سیمه ییز وسله والو تر منځ همغږي

افغانستان ته د وسطي ايشيا وسله والو راتللو په اړه د خبريدو له کبله، په دغه سيمه کې چارواکي هڅه کوي چې يوه عامه ستراتيژي جوړه کړي.

د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او د آزاد ریاستونو دولت مشترکه (CIS) استخباراتي ادارې ماهرينو په بیشکیک کې د دسمبر په ۷ مه مشورې وکړې.

د سي آی ايس د تروريزم ضد مرکز مطبوعاتي دفتر د وينا له مخې، "د دغې غونډې اصلي موضوع ... امنيت ,و. په دې کې په دی موضوع خبره وشوه چې په سيمه کې بهرني وسله وال ترهګر بېرته څنګه راځي او دا چې څرنګه به په وسطي ايشيا کې د استخدام د فعالیتونو مخنیوی وکړی شي."

په اکتوبر کې دغه تنظيم هوکړه وکړه چې په تاجکستان کې په راتلونکې مۍ او جون کې د ترهګرۍ ضد ګډ مشقونه ترسره کړي.

هم په دغه وخت کې، افغانستان او د دې ګاونډیان يو شمير پوځي، دیپلوماتیکي او بنيادي ګامونه پورته کوي چې وسله والو ته ماتې ورکړي.

د مثال په توګه، په اکتوبر کې، په تاشکند کې ازبکيانو او افغان چارواکو په يوې معاهدی باندې دستخط وکړو چې هغوی به د يو بل افراطیان او نور جنايتکاران يو بل ته سپاري.

د شمالي افغانستان په فارياب او جوزجان صوبو کې، ترکماني اقليت د ځان د دفاع "اربيکي" بريګيډ جوړ کړو. ترکماني اقليت د طالبانو او نورو افراطي ډلو سره جګړه کوي.

افغان ځواکونه په عين حال کې په منظم ډول عملیات ترسره کوي چې وسله وال وژني يا يې د خپلو پټنځايونو، کوم چې دوی په شمال کې جوړ کړي دي، نه اوباسي.

په ورځني عملياتو کې، په پراخه کچه کوششونه په شفق ۱ او ۲ عملياتو باندې مشتمل دي. په دغه عملياتو کې اخرني عمليات د دسمبر په ۹ مه شروع شول.

د راپورونو له مخې، شفق ۱، چې په مارچ کې ترسره شو، په کندهار، زابل، اروزګان او دايکنډي صوبو کې لسګونه وسله وال وژلي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند جنرل دولت وزيري کاروانسرا ته وويل، افغان ځواکونه په استقامت سره په شمال کې د ازبک وسله والو چې د افغانستان او د ګاونډي هیوادونو د امن او ثبات لپاره يوه خطره ده، سره جنګيږي.

[د کابل نه اعزاز الله په دغه رپوټ کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 5

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د وسله والو داخلي نښتې د افغانستان په شمال کې د افراطي فعالیتونو د زیاتیدو یو لامل د وسله والو ډلو ترمینځ داخلي جنګونه دي. ولې دوی په خپل مينځ کې جګړه کوي د دوی د عايداتو سرچینه څه ده

ځواب

په افغانستان کې وضعیت بدليږي ۱ - طالبان حقاني ازبک ملېشه هر یو د قوت ترلاسه کولو ليوالتيا لري ۲ - ټرمپ وتل غواړي ۳ - غني یو مخالف لري --- ټول به لوټ مار وکړي ۴ - غني د هندوستان ډیر حمايت کوي د پاکستان لپاره به ښه وي چې انتظار وکړي او وګوري

ځواب

ازبک وسله وال په افغانستان کې د ازبکستان د خپلواکۍ راهیسې ژوند کوي!

ځواب

دډیورین کرښه یوه مرداړه پلیته کرښه ده پښتنو ته هیڅ کله هم دمنل وړ نه ده داسی دبل په ایشاره غرضي لیکني هیڅ مشروعیت نه شي ورکولی اوس مي یقین شو سی پښتانه هم خرسیږي مخکي مي دا ویل سي صرف دمجبوري له امله کرايه کیږي خو خر سیږي هم او هغه هم په پنجابي باندي

ځواب

نبي خیل وایي چې پښتانه یوازې د مجبورۍ له امله ګمارل شوي، خو په پنجابیانو هم پلورل کیږي.
کوم پنجابيان؟
د پاکستان پنجابيان - څومره احمقانه تبصره ده
هندي پنجابیان --- دا هم بکواس ښکاري

ځواب