اسلام اباد - په پاکستان کې د تاوتريخوالي په جلا جلا پېښو کې لږ تر لږه اته تنه شکمن ترهګر د شهباز تاثير يوه تښتوونکی په ګډون او څلور امنیتي کارکوونکي وژل شوي دي.
ډان خبري اژانس خبر ورکړی چې ناپېژاندو وسلوالو د اکتوبر په ۱۶مه د جنوبي وزیرستان په انګور اډه سيمه کې پر افغانستان پولې د پاکستان امنيتي پوستې بريد وکړ چې دوه پاکستاني عسکر په کې ووژل شول. سرچينې زياته کړه چې دا بريد د افغانستان د پکتیکا ولایت برمل سيمې څخه پيل شو.
د ايجنسۍ ايډمنسټريشن چارواکو ډان ته وويل، په مومند ايجنسۍ کې د اکتوبره په ۱۶مه دوه جلا جلا بمي چاودنو کې يو امنيتي کس وژل شوی او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
د ډان خبرې اژانس له مخې، د تاوتریخوالي په بله پیښه کې ناپېژاندو وسلوالو د اکتوبر په ۱۵مه د کراچۍ شمالي ناظم اباد سيمه کې يو پوليس وژلی دی.
CTD ډان ته وويل، د پنجاب پوليسو د تروریزم سره د مبارزې ادارې (CTD) د اکتوبر په ۱۵مه د شپې په شيخوپوره کې په ډزو کې د منع شوې تحریک طالبان پاکستان لږ تر لږه شپږ شکمن ترهګر وژلي دي.
د جيو خبرې اژانس خبر ورکړ چې په شکمن کسانو کې د شهباز تاثیر تښتونکی هم شامل وو. شهباز تاثیر د پنجاب د پخواني والي سلمان تاثیر مرحوم زوی دی.
د ډان خبرې اژانس د اکتوبر په ۱۷مه راپور ورکړی چې په کوټه کې د کومبنګ عملياتو په ترڅ کې دوه نور شکمن کسان وژل شوي او ۱۱ نیول شوي دي. دغه شکمن کسان دوه ورځې مخکې د ايف سي درې کسانو په وژنه کې لاس لرلو.