ټولنه

په بلوچستان کې پښتنو قبایلو د سي پېک پروړاندې په احتجاج کې لويه لاره بنده کړه او کار یې ودروو

د عبدل غني کاکړ لخوا

د بلوچستان په بوستان سیمه کې د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز د لوېدیځې لارې يو منظر. [عبدل غني کاکړ]

د بلوچستان په بوستان سیمه کې د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز د لوېدیځې لارې يو منظر. [عبدل غني کاکړ]

کویټه -- په بلوچستان کې ځايي پښتنو قبایلو تېره هفته یوه کلیدي لویه لاره بنده کړه او له هغه وخت راهیسې یې په بوستان سیمه کې د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز پروژې (سي پېک) باندې ساختماني کار ودرولی دی ترڅو خپلې اندیښنې څرګندې کړي.

د افغانستان او ایران سره په پوله د معدني وسايلو نه ډک بلوچستان په جغرافيايي توګه د پاکستان په څلورو صوبو کې ترټولو لويه صوبه ده، خو د دې تقريباََ اوه ملیونه اوسیدونکي له اوږدې مودې راهیسې شکایت کوي چې دوی د دې د ګیس او معدني دولت سمه برخه نه ترلاسه کوي.

چین د ۵۴ ملیارده ډالرو پروژې لاندې په دې سيمه کې سرمايه کاري کوي، او د خپل لرې لویدیځ شنجيانګ سیمې او د پاکستان د ګوادر بندر تر منځ املاکو، بجلۍ او ټرانسپورټي اړیکو ته وده ورکوي.

د سي پېک لویدیځ لاره له ۲۹۳ کیلومترو څخه ډېره لاره پوښي او د اوږدې مودې راهیسې يې د بلوچو او پښتنو ملتپالو ګوندونو په څېر ډلو کې اندېښنې رامینځته کړي دي.

د ځايي پښتنو قبيلو احتجاج کوونکي د جنورۍ په ۱۹مه د پشين ضلعې په بوستان سيمه کې په اېن-۵۰ ملي لويه لار باندې احتجاج کوي. [فايل]

د ځايي پښتنو قبيلو احتجاج کوونکي د جنورۍ په ۱۹مه د پشين ضلعې په بوستان سيمه کې په اېن-۵۰ ملي لويه لار باندې احتجاج کوي. [فايل]

پښتنو قبایلو د جنورۍ په ۱۹مه په بلوچستان کې ملي لویه لار د دغه پروژې پر ضد د احتجاج په دوران کې د څو ګهنټو لپاره بنده کړه او د سه شنبې د ورځې (د ۲۵مې جنورۍ) پورې په سړک باندې کار لا هم بند و.

یو ځايي قبایلي مشر فرمان خان وویل، "زموږ په سیمو کې د سي پېک پروژې لاندې د پرمختیایي کارونو په نوم د ملیاردونو روپیو په ارزښت کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي."

په بلوچستان کې د سي پېک د لارې یوه لویه برخه په بوستان کې د خان له ځمکې څخه تیریږي.

خان وویل، "موږ د احتجاج په توګه د دې لویې پرمختیايي پروژې کار بند کړی دی. حکومت زموږ ستونزو ته هیڅ پام نه کوي."

هغه وويل، "دا زموږ لپاره د ژورې اندېښنې خبره ده چې وفاقي حکومت زموږ په خاوره کې د دومره سترې پروژې د پيلولو په وخت کې ځايي قومونه په اعتماد کې نه دي اخيستي."

هغه وويل، پښتانه قومونه د سي پېک لپاره په خپلو ملي ګټو جوړجاړی نشي کولی. "که حکومت پرمختګ غواړي، نو لومړی باید زمونږ په سیمو کې د دې پروژې د پرمختیايي کارونو په اړه زموږ اندېښنې حل کړي."

هغه زیاته کړه، "موږ د نورو سیمه ایزو قومونو سره په تماس کې یو او د پرمختیایي کارونو په اړه د خپلو اندېښنو لپاره یوه ګډه تګلاره جوړوو."

سخت ظلم

قبایلي مشران وايي، حکومت هڅه کوي چې د سی پېک لپاره د بلوچستان په ځینو برخو کې د قبایلو ځمکې په ټیټه بیه ضبط کړي.

ملک سرور خان، چې د بلوچستان د سي پېک په کمېټۍ کې د پانيزۍ سيمې استازيتوب کوي، پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د پرمختګ مخالف نه يو، خو موږ نشو کولی د پرمختګ په نوم خپلې ګټې قربان کړو."

هغه وویل، "په بوستان او نورو قبایلي سیمو کې، د سي پېک په لاره کې ځمکې د ځايي پښتنو قومونو ملکیت دی. حکومت هڅه کوي چې دا ځمکې په ټیټه بیه واخلي ترڅو چین ته ګټه ورسوي، چې دا یو لوی ظلم دی."

خان وویل، د يادې ځمکې ارزښت د هغه قیمت څخه ۸۰۰ فيصده ډېر دی چې حکومت یې وړاندیز کوي.

هغه زیاته کړه، "موږ په دوامداره توګه ټولې هغه پرېکړې ردوو چې زموږ [د ځایي قبیلو] اندیښنو ته له پام کولو پرته شوې وې."

خان یادونه وکړه، "له یوې خوا، حکومت سي پېک د هېواد د اقتصادي ثبات لپاره د يو مهم عنصر په توګه يادوي، او له بلې خوا، ځایي خلک د اقتصادي بې ثباتۍ سره مخ کوي."

په کویټه کې د سیمه ایزو چارو شنونکي ندیم خان وویل، "اړوند چارواکي په قصدي ډول د هغوی د ځمکو په اړه د پښتنو قومونو اندېښنو ته هیڅ پام نه کوي. دا ډول جرمي غفلت کولی شي مسله نوره هم خرابه کړي."

هغه زیاته کړه، "که چېرې حکومت په بلوچستان کې د سي پېک په لویدیځه لاره کې په روانو احتجاجونو کې د زور څخه کار واخلي، نو له مخکې نه د ناکراره صوبې وضعیت به نور هم خراب شي."

هغه وويل، قومونه خبرو اترو ته چمتو دي؛ له همدې امله، دا د وخت اړتیا ده چې دا مسله د نورې شخړې پرته حل شي. "حکومت په پاکستان کې د پښتنو د خاورې ستراتیژیکي اهمیت له پامه نشي غورځولی."

هغه وويل، "د وفاقي او صوبايي حکومتونو هغه تګلاره چې په بلوچستان کې يې د بهرنۍ سرمايه کارۍ لپاره لاره هواره کړې ده، د ډېر حده پورې تضاد لري."

"په بلوچ اکثریت سیمو کې هم د صوبې په پرمختیایي برخه کې د چین د مخ په زياتېدو او غیر معمولي نفوذ په اړه پوښتنې راپورته کیږي."

پوښتنې لا هم شتون لري

په بلوچستان کې ګڼو پخوانیو لوړپوړو حکومتي چارواکو له چین سره د سي پېک تړون په اړه خپلې پوښتنې راپورته کړي دي.

عبدالملک بلوچ، چې له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۵ پورې یې د صوبې د وزير اعلی په توګه دنده ترسره کړې وه، د جنورۍ په ۵مه وویل چې مرکزي حکومت هڅه وکړه چې هغه د دې معاملې په اړه په تیاره کې وساتي.

هغه د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل، "موږ په دوامداره توګه د سي پېک تړونونو په اړه له پامه غورځول شوي وو."

په عېن حال کې، د پاکستان صدر عارف علوي د جمعې په ورځ د ګوادر دوره کړې وه چېرته چې هغه په دغه منصوبه د پرمختيايي کارونو د وروستي پرمختګ په اړه معلومات ترلاسه کړل.

بلوچ بېلتون غوښتونکو مخکې د سي پېک په پروژو د څو بریدونو ادعا وکړه -- او د چین د نفوذ په وړاندې د ځایي احساساتو څخه ګټه پورته کوي.

احتجاج کوونکو په تېر کال کې د ځايي خلکو او چينايي کښتيو لخوا په ژور سمندر کې د غیرقانوني کب نیولو او د سي پېک پروژو لپاره په امنیتي پوستونو کې د ځایي خلکو د ځورونې د اختتام غوښتنه وکړه.

د پاکستان د جماعت اسلامي د ځايي مشر مولانا هدايت الرحمان په مشرۍ احتجاج کوونکو هم د اوبو او برېښنا د کمښت د ختمولو غوښتنه وکړه او په ګوادر کې يې د احتمالي باړ لګولو پروړاندې مخالفت څرګند کړو چې موخه يې د هغو بلوچ بېلتون غوښتونکو څخه د چين له خوا تمويل شوې پروژې خوندي کول دي چې د سي پېک مخالفت کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پښتانه او بلوچان باید په شریکه په سیمه کې د پنجاب د استعمار مخه ونیسي. دغه دواړه عظیم قومونه دې اول په سوله ییز ډول د پنجاب د استعمار مخه ونیسي او که په امن ناک ډول دا کار نه کیږي بیا دې توپکونه پسې راواخلي او پنجابیان دې تر پنجابه او چینایات پیت پوزي دې تر چین پورې وزغلوي.

ځواب