تروريزم

نامعلوم شخصيات د تحريک طالبان پاکستان کنټرول ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې د مشرتابه کړکیچ زياتيږي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د پاکستان د مدني ټولنې یو فعال د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ ۱۶ مه په اسلام آباد کې د یو احتجاج په دوران کې يو پلی کارډ په لاس کې نيولی دی چې د تحریک طالبان پاکستان د مشر ملا فضل الله تصوير لري. فضل الله په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې وژل شوی و. [فاروق نعیم/ ای اېف پي]

د پاکستان د مدني ټولنې یو فعال د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ ۱۶ مه په اسلام آباد کې د یو احتجاج په دوران کې يو پلی کارډ په لاس کې نيولی دی چې د تحریک طالبان پاکستان د مشر ملا فضل الله تصوير لري. فضل الله په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې وژل شوی و. [فاروق نعیم/ ای اېف پي]

پېښور -- شنونکي وايي چې د تحریک طالبان پاکستان منع شوي ډله د مشرتابه د بحران سره مخامخ ده ځکه چې دغه وسله واله ډله د دې ډلې د مشرۍ لپاره زياتره نامعلومو کسانو ته پام کوي.

په پېښور کې میشت امنیتي شنونکي خادم حسین وویل، د تحریک طالبان پاکستان مشران په عامو خلکو کې ریښې نه لري او پرځای د شخصي نفوذ او ځواک پر اساس کس غوره کيږي.

هغه وويل، د سیاسي یا ټولنیزو سازمانونو برعکس چې مشران په کې د خپلو زياتو هڅو له کبله ستر مقام ترلاسه کوي، تحريک طالبان پاکستان هغه کسان خپل مشران ټاکي چې د خلکو د ویرولو او په وحشت کې د اچولو ځواک لري.

حسین وویل، د هغه سیاستدانانو برعکس چې د ځواک په لټه کې دي، د تحریک طالبان پاکستان کمانډران د مشرتابه د توان او د ښې ایډیالوژۍ لپاره اړتیا نه لري.

په پېښور کې میشت امنیتي شنونکي بریګيډير (ريټايرډ) محمود شاه وویل، په وسله والو ډلو کې د مشرانو لپاره اصلي وړتیا د عامو خلکو د ویرولو په برخه کې د دوی د بېرحمۍ کچه ده.

هغه وویل، "تحریک طالبان پاکستان یا نورې وسله والې ډلې د دې لپاره مشهورې دي چې دوی خپل مشران د وړتيا پر اساس نه بلکې د ويرې د هغه کچې په بنياد ټاکي چې دوی يې لري."

شاه وویل، دوی د خپلو دښمنانو -- لکه دیني عالمان یا قومي مشران چې د دوی خلاف ودريدلي ول -- د سرونو پرې کولو او د سرتیرو او یا د جاسوسانو وژلو په واسطه ترهګري خپروي او عام خلک په اطاعت باندې مجبوروي.

نامعلومه شخصيات

د مولانا ولي محمد، عرف عمري، ټاکل ترټولو وروستی مثال دی چې څنګه نامعلومو کسانو په تحريک طالبان پاکستان کې لوړ مقامونه ترلاسه کړل.

محمد، چې د فبرورۍ په میاشت کې په افغانستان کې د شهریار محسود لهوژلو وروسته د تحریک طالبان پاکستان مشر جوړ شو، د تحریک طالبان پاکستان د پخوانیو مشرانو بیت الله محسود او حکیم الله محسود نږدې ملګری و او د دې ډلې د ځانمرګي برید د څانګې مشر و. دواړه محسودان يو څو کاله مخکې وژل شوي ول.

که څه هم، د شمالي وزیرستان دغه اوسیدونکی اوس هم یو نسبتاََ نامعلومه شخصیت دی.

په ۲۰۱۴ کال کې د ترهګرۍ پرضد د پاکستاني پوځ د ضرب عضب عملیاتو وروسته، د تحریک طالبان پاکستان مشرتابه افغانستان ته وتښتېده. هلته، د متحده ایالاتو د هوایي بریدونو یا د ځایي امنیتی ځواکونو سره په نښتو کې خپل مشران له لاسه ورکوي.

تحريک طالبان پاکستان د فبرورۍ په ۶ مه تاييد کړه چې شيخ خالد حقاني، چې د دې ډلې د مشاورتي شورا غړی و، او قاري سیف الله پېښوری، يو بل مشر، د جنورۍ په ۳۱ مه په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي وو.

د ټي ټي پي ډیر مشران د تیرو کلونو په اوږدو کې نالوستي پاتې شوي او د وسله والې ډلې د مشرانو په توګه د جوړيدو نه مخکې په مختلفو دندو کې بوخت وو.

د تحريک طالبان پاکستان پخوانی مشر ملا فضل الله، چې په جلال اباد کې وژل شوی و، د پوليو واکسین پرضد کمپاین پیلولو نه مخکې د لفټ آپریټر و، او بیا وروسته په ۲۰۰۷ کال کې د تحريک طالبان پاکستان سوات مشر جوړ شو.

نېک محمد وزیر، چې په جنوبي وزیرستان کې لومړی وسله وال کمانډر و، په ترانسپورت سکتور کې مزدوري کوله. هغه د پنځو کالو لپاره دیني مدرسې ته لاړو خو په بشپړ ډول بې سواده و، او په ۲۰۰۴ کال کې په هوایي برید کې ووژل شو.

شاه وویل، "دا اصلي لامل دی چې تحريک طالبان پاکستان متحد نه شي پاتې کيدی، ځکه چې دا شبکه په ډیرو ډلو کې تقسيم شوې چې توان نه لري چې په پاکستان او افغانستان دواړو کې د امنیتي ځواکونو خلاف مزاحمت وکړي."

په پېښور کې میشت د امنیتي چارو شنونکي اجمل خان وویل، "په پاکستان کې، تحريک طالبان پاکستان شتون نه لري چې خپله اجنډا پرمخ پروړاندې بوځي."

هغه وویل چې هغه کسان چې د وسله والو ملاتړ کوي، د ویرې له کبله داسې کوي او د هغوی په مرګونو باندې ماتم نه کوي کله چې دوی ووژل شي.

خان وویل، د مشرتابه کړکېچ دغه ډله دړې وړې کړې او دا په دوامداره توګه کم شهرت لرونکي کسان د مشرانو په توګه ټاکي.

په اسلام آباد کې د ترهګرۍ متخصص ميجر (ريټايرډ) جمشيد اياز خان، وويل، "تحریک طالبان پاکستان د دې لپاره مشهوره ده چې هغه کسانو ته د مشرتابه رول وړاندې کوي چې ډیر وسله وال کسان او سرچينې لري چې د خپل غیرقانوني حاکمیت لپاره تخریبي فعاليتونه ترسره کوي او خلک ويروي."

هغه وویل، نورې ترهګرې ډلې د مشرتابه په اړه ورته نظر لري.

هغه د مثال په توګه د منګل باغ نوم واخيستو، چې د لشکر اسلام امیر و او بې سواده د لارۍ پخوانې ډرايور و.

خان وویل، "د نورو وسله والو مشرانو په څیر، منګل باغ هیڅ تعلیم نه لري، نه څه مقام یا څه بل خاصيت لري ... د هغه یوازینۍ وړتیا ترهګري وه."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 5

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سم بيان

ځواب

ښه کار

ځواب

د منلو وړ نه

ځواب

ریښتیا

ځواب

موافق يم

ځواب