امنیت

د ملا فضل الله د مرګ نه وروسته د ټي ټي پي 'لوبه' پای ته رسيدلې ده

د محمد آهل لخوا

ملا فضل الله (په منځ کې)، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وژل شوی پخوانی مشر، په دې تصوير کې ښودل شوی چې د تحریک طالبان پاکستان د راتلونکي مشر عمر رحمان ښې اړخ ته دويم) سره نږدې ناست دی. تحريک طالبان پاکستان په يو بيان کې په تير دسمبر کې په پیښور کې د زراعتو په روزنيز انسټیټیوټ باندې د برید مسوولیت په غاړه اخيستې و. [د محمد آهل نه په مننه]

ملا فضل الله (په منځ کې)، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وژل شوی پخوانی مشر، په دې تصوير کې ښودل شوی چې د تحریک طالبان پاکستان د راتلونکي مشر عمر رحمان ښې اړخ ته دويم) سره نږدې ناست دی. تحريک طالبان پاکستان په يو بيان کې په تير دسمبر کې په پیښور کې د زراعتو په روزنيز انسټیټیوټ باندې د برید مسوولیت په غاړه اخيستې و. [د محمد آهل نه په مننه]

پيښور -- شنونکي وايي چې د تحریک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله مرګ د ترهګرو ډلو خاتمه رامنځته کړې ده.

فضل الله، چې په غیرقانوني ريډیو باندې د نفرت د بیانونو له کبله د ملا ريډیو په نامه هم مشهور و، د جون په ۱۵ مه د افغانستان په کونړ صوبه کې په مروره ډسټرکټ کې په هوایي برید کې ووژل شو. هغه دغلته کې له هغه وخت راهيسې پټ پاتې شو کله چې په ۲۰۰۹ کال کې په وادي سوات کې د پاکستاني پوځ لخوا په راه نجات عملياتو کې له خپل کلي څخه تیښتې ته مجبوره کړو.

د افغانستان صدر اشرف غني د جون په ۱۵ مه په يو ټويټ کې وويل، "ما د پاکستان د وزير اعظم [ناصر الملک] او د پوځ ستر مشر قمر جاوید باجوه سره خبرې وکړې او د ملا فاضل الله د مرګ تايد مې وکړو. د هغه مرګ د افغانستان د امنیتي ادارو په مشرۍ کې د نړيوال ځواکونو د کوششونو نتيجه ده."

دا ډله تقسيم شوې ده

حتی د فضل الله د مرګ نه مخکې، چې د ډلې په وروستي مشهورو مشرانو کې و، ټي ټي پي د ډیرو لوړ پوړو مشرانو د مرګونو له امله د ستونزو سره مخامخ وه.

دا سکرين شاټ، چې د ۲۰۰۸ د ویډیو نه اخیستل شوی دی، ملا فضل الله ښيي چې په وادي سوات، پاکستان کې د ژورنالیستانو سره خبرې کوي. ټي ټي پي د ۲۰۱۳ د نومبر په ۷ مه د پخواني مشر د مرګ نه وروسته ملا فضل الله د يو نوي مشر په توګه وټاکلو. [ ای ايف پي]

دا سکرين شاټ، چې د ۲۰۰۸ د ویډیو نه اخیستل شوی دی، ملا فضل الله ښيي چې په وادي سوات، پاکستان کې د ژورنالیستانو سره خبرې کوي. ټي ټي پي د ۲۰۱۳ د نومبر په ۷ مه د پخواني مشر د مرګ نه وروسته ملا فضل الله د يو نوي مشر په توګه وټاکلو. [ ای ايف پي]

د تحریک طالبان پاکستان نوی مشر عمر رحمان د ملي شناخت کمپیوټرايزډ کارډ (سي اين آی سي) ښودل شوی دی. [د محمد آهل نه په مننه]

د تحریک طالبان پاکستان نوی مشر عمر رحمان د ملي شناخت کمپیوټرايزډ کارډ (سي اين آی سي) ښودل شوی دی. [د محمد آهل نه په مننه]

په ۲۰۱۳ کال کې د هغه نه د مخکې مشر، حکيم الله محسود، مرګ فضل الله تهيوه تقسيم شوي ډله وسپارله. دا ډله په شمالي او جنوبي وزيرستان کې په محسود ډلې او نورو اورپکو ډلو باندې مشتمله ده.

د فضل الله د مرګ سره، تحریک طالبان پاکستان عمر رحمان (چې د استاد رحمت، فتح او استاد جي په نامه هم پيژندل کيدو) او د تحریک طالبان پاکستان نايب امیر (ډپټي) او د فضل الله نږدې ملګری و، د هغه نه وروسته مشر وټاکلو.

داسې ښکاري چې رحمان، ۴۵ کلن، چې په سوات کې د کوز شور مټې اوسيدونکی دی، په ۲۰۰۴ کال کې په جنرل پروېز مشرف باندې په يو ناکامه بريد کې ښکیل و. په ۲۰۰۹ کال کې په سوات ډسټرکټ کې د پاکستان د پوځ د عملياتو د پيلولو نه وروسته، رحمان، د فضل الله په څیر، افغانستان ته وتښتیدو، چيرته چې هغه مخکې د افغان طالبانو سره د امريکې د پوځ په وړاندې جنګ کړی و.

د تحریک طالبان پاکستان ډپټي په سوات کې په ترهګريز فعالیتونو کې ښکیل و، چې په دې کې د هدفي بریدونو لپاره اوه کسيزې ډلې "خاکسار" جوړیدل شامل دي. په پیښور کې د تروریزم پرضد د مبارزې ادارې له مخې، هغه د ۲۰۰۸ کال راهیسې د تروريستي فعالیتونو له کبله پولیسو ته مطلوب دی او د هغه په سر د ۱.۵ ميليونو روپو ( ۱۲،۰۰۰ آمريکايي ډلره) انعام مقرر شوی دی.

د سي ټي ډي له مخې، رحمان په پیښور کې په تير دسمبر کې په زرعي روزنیز انسټیټیوټ کې د تروريستي حملې پلان جوړونکی و.

دا به زیات اختلافات رامنځته کړي

شنونکي وايي چې د فضل الله مرګ به په تحريک طالبان پاکستان کې بې اتفاقي رامنځته کړي او نورې ډلې به جوړې شي، ځکه چې رحمان به توان ونه لري چې دغه تروريستي ډلې ته نوی ژوند ورکړي.

د څارونکو له مخې، ډیر لاملونه به دا ډله تقسيم کړي.

لومړی، تمه کيږي چې د ټي ټي پي ځینې غړي به دا ډله پريږدي، ځکه چې رحمان، د خپل پخواني مشر فضل الله په څیر، د سوات اوسيدونکی دی او د قبایلي سيمو، چې د ډیرو ټي ټي پي یاغيانو د زیږیدلو ځای دی، سره تعلق نه لري.

دویم، رحمان، چې له مخکې نه د تحریک طالبان پاکستان په ډلو باندې اثر نه لري، په افغانستان کې په تيښته دی او د خپل ژوند د بقا لپاره لږې سرچینې لري.

په پاى کې، د تروریزم سره د مبارزې لپاره د پاکستان او افغانستان ترمنځ زياته همکاري د تحریک طالبان پاکستان لپاره یو جدي ګوزار دی.

بریګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې په پيښور کې د امنيت شنونکی او د فاټا د امنيت پخوانی سيکريټري دی، وویل، "د ټي ټي پي لوبه پای ته رسیدلې ده." هغه زياته کړه، "زه فکر نه کوم چې نوی امیر، عمر رحمان، توان لري چې د تحریک طالبان ډلې يو ځای کړي ځکه چې فضل الله هم توان نه لرلو چې په هغوی کې اتحاد رامنځته کړي. رحمان به د هغه په څير کار ونه کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، نوی کمانډر ښایي توان ولري چې په سوات کې کنټرول ترلاسه کړي، خو هغه به ونه کړې شي چې تحريک طالبان پاکستان متحد کړي ځکه چې دا له مخکې نه کمزوری شوی او جنګیالي په تيښته دي.

هغه وويل، "دا آسانه نه ده چې دوی د تیرو وختونو په څير کنټرول ترلاسه کړي او بريدونه ترسره کړې ځکه چې په افغانستان کې د کونړ په غرونو کې د سرچينو پرته د پټ ځای نه د جنګیاليانو کنټرولولو مطلب دا دی چې د تحریک طالبان پاکستان لپاره لوبه پای ته رسیدلې ده."

د وحشت له لارې کمزوری اتحاد

د پیښور يونيورسټۍ یو پروفيسر او د قبایلي چارو او د ترهګرۍ ضد ماهر، سيد حسين شهید سهروردي، پاکستان فارورډ ته وویل، "ملا ريډیو د یووالي نښه وه، او د هغه ظالمانه چلند ډله متحد ساتله."

هغه وويل، "د [فضل الله] مهمه لاسته راوړنه په پیښور کې په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په آرمي پبلک سکول کې قتل عام و. په دغه برید کې نږدې ۱۵۰ کسان، زياتره ماشومان، وژل شوي ول."

سهروردي وويل، د فضل الله مرګ د تحریک طالبان پاکستان لپاره "یو لوی ګوزار" دی.

هغه وويل، "په رحمان کې د قابليت او د ليډرشپ د خصوصياتو نشتوالی دا مطلب لري چې هغه به د يو شمير مخالفينو د چيلنجونو سره مخامخ شي، چې په تحریک طالبان پاکستان کې به نورې اورپکي ډلې رامنځته کړي." هغه زیاته کړه چې ضرب عضب عملیاتو له مخکې نه د تحریک طالبان پاکستان کمانډ مات کړی دی."

هغه وويل، "زه فکر کوم چې عمر به توان ونه ولري چې اغيزمن عمليات پيل کړي او له دې امله د هغه ليډرشپ به د هغه د همکارانو د چيلنجونو سره مخامخ شي، چې دا به د ټي ټي پي د ويجاړيدو لامل وګرځي."

د تحریک طالبان پاکستان لپاره ډیرې ستونزې

په افغانستان کې د پاکستان پخوانې سفیر، رستم شاه مهمند، وویل، پاکستانيان د جنګ نه تنګ راغلي دي او د تحریک طالبان پاکستان د اهدافو سره کمه خواخوږي لري او يا د هغې په اړه پوهه نه لري.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، فضل الله له خلکو څخه لږ ملاتړ ترلاسه کړی و او همدغه حالت به د رحمان وي. رحمان به د مالي مرستې پرته ژوندې پاتې نه شي.

هغه وويل، "ټي ټي پي د ګډوډۍ په حالت کې دی؛ دا د جګړې لپاره جګړه کوي او اوس په افغانستان کې د خپل ژوند د بقا لپاره پټ دی." "هغه مرسته، چې دې به د فضل الله په وخت کې په افغانستان کې د مذهبي عناصرو نه ترلاسه کوله، پای ته رسيدلې وه، او دا به په راتلونکو ورځو کې نوره هم کمه شي او د تحریک طالبان پاکستان لپاره به زياتې ستونزې رامنځته کړي."

هغه وويل، رحمان به د خيبر پښتونخواه سره د فاټا د يو ځای کيدو او د حکومتي نظام د پياوړتیا له امله په خپل تګ راتګ کې د زياتو پابندو سره مخ شي.

مهمند وویل، هغه کسان کوم چې د خپل معیشت په اړه اندیښمن دي، هغوی به د رحمان نه ځان لري وساتي ځکه چې هغه هیڅ نه لري.

بريګيډير (ريټايرډ) سعد محمد، چې په اسلام آباد کې د امنيت مشر شنونکی دی، وویل، په ټي ټي پي کې بیلابیلو برخو دا ډله کمزوري کړې ده، خو له شکست يې نه دی ترلاسه کړی. "د هر شکست سره به دا نوره هم کمزوري شي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د تحریک طالبان ويجاړيدل يوه ښه خبره ده او دا به ژر ويجاړه شي، خو دا به خطرناکه هم وي." "يا به دا زياته وحشيانه چلند اختيار کړي، او یا به دا د یو بل تنظیم لکه داعش سره یوځای شي."

هغه وویل چې د تحریک طالبان پاکستان ويجاړيدل به "په افغانستان کې مصالحت رامنځته کړي."

د کمزوري تحريک طالبان پاکستان راتلونکی ښه نه دی او په دې کې "یووالی يوه ستونزمنه خبره ښکاري، خو ناممکنه نه ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زمونږ د پاکستان فارورډ خبرونه ډیر خوښ دي.

ځواب

ما هم د دې په باره کې ليکل کړي دي، خو تاسو په افغانستان او فاټا کې د کوم جنګ په باره کې خبرې کوئ. دې جنګ ته د نړۍ لخوا ورکړل شوی نوم د تروريزم په وړاندې جنګ دی خو دا د تروريزم په وړاندې جنګ نه دی بلکې دا د ويرې او وحشت جنګ دی.-

ځواب