پېښور -- تحریک طالبان پاکستان (ټي تي پي) تایید کړې چې د دوی یو مهم مشر او د ډلې یو بل غړی په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی.
تحریک طالبان پاکستان د فبرورۍ په ۷ مه په یو بیان کې وویل، شیخ خالد حقاني، چې د ډلې په مشاورتي شورا کې یې دنده ترسره کړې وه او مرستيال مشر و، د جنورۍ په ۳۱ مه ووژل شو.
د پاکستان د طالبانو یو ستر مشر ای اېف پي ته وویل چې د حقاني نژدې ملګری قاري سیف الله پېښوری هم په افغانستان کې دننه د يو "مشن" په دوران کې په دې نښته کې ووژل شو.
افغان امنیتي ځواکونو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه، او دا سمدستي څرګنده نه وه چې حقاني په کوم ډول مشن کې کار کولو.
فکر نه کیده چې حقاني له حقاني شبکې، چې له افغان طالبانو سره هم تړاو لري، سره تړاو لرلو.
تحریک طالبان پاکستان د دغه مرګونو د انتقام اخيستلو ژمنه کړې ده.
په مجموعي توګه، تېرکال په پاکستان کې د افراطیت سره د تړلي تاوتریخوالي کچه په ډرامايي ډول راټیټه شوه، چې له ۲۰۰۷ کال راهيسې په ۲۰۱۹ کې ترټولو کم مرګونه شوي دي. ۲۰۰۷ هغه کال دی کله چې د پاکستاني طالبانو ډله په کې جوړه شوه.
شنونکو د دې کمي کريډيټ د شمالي وزیرستان او خېبر په قبایلي سیمو کې، چيرته چې طالبانو خپل مرکز لرلو، د طالبانو پروړاندې پوځي عملیاتو او د هیواد ترټولو لوی ښار کراچۍ کې هم عملیاتو ته ورکړی دی.
په ۲۰۱۸ کال کې، تحريک طالبان پاکستان نور هم کمزوری شو کله چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو برید د دوی مشر ملا فضل الله ووژلو.
په پېښور کې میشت د امنیتي چارو کارپوه بریګيډير ریټایرډ محمود شاه وويل، د حقاني وژل د وسله والو لپاره يو سخت ګوزار دی ځکه چې هغه یو مهم مشر و او جنګیالیانو ته به یې درسونه ورکول.
د یاغیانو ډله ملاتړ له لاسه ورکوي
شاه وویل، حقاني په ټي ټي پي کې درناوی لرلو "ځکه چې هغه یو نظرياتي مشر و او د هغه پلويانو به د هغه خبرې جدي ګڼلې."
هغه وویل، "د هغه وژل به يقيناََ د تحریک طالبان پاکستان وسله وال کمزوري کړي، چې د افغان ځواکونو لخوا ډير زیانونه ترلاسه کوي."
هغه وویل، د تحریک طالبان پاکستان لپاره دا ډيره ستونزمنه ده چې د نړیوال او افغان ځواکونو نه تیښته وکړي ځکه چې هغوی په کلکه د هغوی تعقيب کوي. يو څو کاله مخکې، ملکي وګړو به تحريک طالبان پاکستان ته پناه ورکوله، خو اوس وسله والو زياتره خپل ملاتړ له لاسه ورکړی دی.
هغه وویل، تحريک طالبان پاکستان "به په نږدې راتلونکي کې ډیر تلفات ترلاسه کړي ځکه چې افغان ځواکونه له دوی سره په زړورتيا جنګ کوي."
عبدالرحمان، چې په عبدالولي خان يونيورسټۍ مردان کې د سیاسي چارو کارپوه دی، وویل چې د حقاني په څير د مشر وژلو د تحریک طالبان پاکستان وسله والو ته سخت ګوزار ورکړی دی.
هغه وويل، تحريک طالبان پاکستان په دې وروستیو کې ډیر مشران له لاسه ورکړي، خو د افغان ځواکونو لخوا د حقاني وژل د تحریک طالبان پاکستان د غورځنګ لپاره يوه لویه صدمه ده.
رحمان وویل، "د هغه مرګ به د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو حوصله شکني وکړي، او دوی به توان ونه لري چې د دولت ځواکونو پر ضد سخت مزاحمت وکړي."
هغه زیاته کړه چې د حقاني د مرګ وروسته په افغانستان او پاکستان دواړو کې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال به "د ورته وضعيت سره مخ شي". "وسله وال به د دې توان ونلري چې په زړورتیا سره جګړه وکړي."
[د پېښور څخه اشفاق یوسفزۍ په دې راپور کې مرسته کړې ده.]
جناب محترم ستاسو ویب سایت زمږ ډیر خوش دی زکه ډیر شایته او کره معلومات خپره وی
ځوابتبصرې 1