۳ پاکستاني وسله وال ووژل شول، ۵ مشکوک وسله وال ونیول شول

د سټاف راپور

پېښور- چارواکي وايي، چې درې پاکستاني وسله وال په دې وروستيو کې ووژل شول، په داسې حال کې چې ځواکونو په کراچۍ کې درې مشکوک وسله وال ونيول.

د ايکسپريس ټريبيون له مخې، فرنټير کور (ايف سي) په یوه خبرپاڼه کې وويل، امنیتي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ (د دسمبر په ۸ مه) افغانستان ته د وسله والو د اوړيدلو کوشش ناکامه کړو او د هغوی یو کس يې په کوز کورم ايجنسۍ کې ووژلو.

ډان خبري اژانس د سرچينو له خولې راپور ورکړی چې يو ساتونکي د پنجشنبې په ورځ (د دسمبر په ۸ مه) په کوز کرم ايجنسۍ کې د طالبانو یو پخوانی مشر فضل سعید حقاني او د حقاني يو بل ساتونکی په ډزو ووژلو. د دغه وژنې د مقصد په باره کې څه راپور نه دی ورکړی شوی.

سرچینو ډان ته وويل، حقاني مخکې په کرم ايجنسۍ کې د تحریک طالبان پاکستان مشري کوله، خو هغه د خپلې ډلې نه جدا شوی وو.

جيو نيوز خبر ورکړ، له بلې خوا، پوليسو د جمعې په ورځ (د دسمبر په ۹مه) په کراچۍ کې د تحريک طالبان پاکستان پنځه مشکوک غړي ونيول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500