تروريزم

په پاکستان کې د ترهګرۍ پیښې په ۲۰۱۹ کال کې۱۳٪ راټیټې شوې، په داسې حال کې چې امنیتي عملیات دوام لري

د ضياء الرحمان لخوا

نیم پوځي رینجرز د تيرې می په مياشت کې په کراچۍ کې خپلې دندې ترسره کوي. د کلني امنیت راپور له مخې، په ټول پاکستان کې په ۲۰۱۹ کال کې تر ۲۲۹ پورې تروریستي بریدونه وشول -- چې په کې څلورو ځانمرګي بریدونه شامل ول -- چې د ۲۰۱۸ کال په پرتله نږدې ۱۳٪ کموالی دی. [ضیاء الرحمان]

نیم پوځي رینجرز د تيرې می په مياشت کې په کراچۍ کې خپلې دندې ترسره کوي. د کلني امنیت راپور له مخې، په ټول پاکستان کې په ۲۰۱۹ کال کې تر ۲۲۹ پورې تروریستي بریدونه وشول -- چې په کې څلورو ځانمرګي بریدونه شامل ول -- چې د ۲۰۱۸ کال په پرتله نږدې ۱۳٪ کموالی دی. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- په پاکستان کې په ۲۰۱۹ کال کې د تروریستي حملو او تلفاتو په شمیر کې کموالی راغلی ځکه چې امنیتي ځواکونو د داعش د خراسان څانګې او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په شمول د وسله والو ډلو له منځه وړلو ته دوام ورکړو.

په اسلام آباد کې د يوې څيړنيزې موسسې، د سولې د مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټيټيوټ، لخوا د خپور شوي کلني امنیتي راپور له مخې، تير کال په ټول پاکستان کې د څلورو ځانمرګي بریدونو په ګډون تر ۲۲۹ پورې تروریستي بریدونه وشول.

په راپور کې راغلي، د ۲۰۱۹ کال بریدونو، چې د مختلفو وسله والو، یاغیانو او فرقه ییزو ډلو لخوا پیل شوي ول، تیرکال د ۳۵۷ کسانو ژوند اخیستی و، چې دا د تیر کال په پرتله ۴۰٪ کموالی دی. نور ۷۲۹ کسان ژوبل شوي ول.

په دغه راپور کې وویل شو، په داسې حال کې چې د داعش خراسان څانګې او تحريک طالبان پاکستان -- د هغوی سره د وابسته او جدا شويو ډلو پشمول -- په ټول هیواد کې د تاوتریخوالي خپل فعالیتونه ترسره کړل، چې زياتره تمرکز يې په ۲۰۱۹ کال کې په خېبر پښتونخواه او بلوچستان کې و.

نیم پوځي رینجرز د تيرې می په مياشت کې په کراچۍ کې خپلې امنيتي دندې ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

نیم پوځي رینجرز د تيرې می په مياشت کې په کراچۍ کې خپلې امنيتي دندې ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

وسله وال وژل شوي، نیول شوي

د پيپس راپور وويل، تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان د آزادۍ پوځ (بی ایل ای)، چې د بلوچيانو منع شوي او بېلتون غوښتونکې ډله ده، په ۲۰۱۹ کال کې په پاکستان کې د بې ثباتۍ د لویو فعالانو په توګه راڅرګند شول. البته، د داعش د خراسان څانګې فعالیتونه د پام وړ کم شول.

د پيپس ډايريکټر محمد عامر رانا وویل، "په ۲۰۱۸ کال کې، د داعش خراسان څانګې په بلوچستان کې قوي حضور ښودلی و او دا وموندل شوه چې په دغه صوبه کې په څلورو لویو تروریستي حملو کې لاس لري. خو، په ۲۰۱۹ کال کې دا په خپل قوت ساتلو کې پاتې راغله."

په دغه راپور کې راغلي، د قانون پلي کونکو ادارو تير کال په پوځي او امنیتي عملیاتو کې او همدارنګه د ياغيانو سره د جنګونو او نورو نښتو له لارې ۱۱۳ وسله وال ووژل. د دې ارقامو موازنه کولو سره، ۱۰۵ وسله وال په داسې اقداماتو کې په ۲۰۱۸ کال کې وژل شوي ول.

دوی په ټول هیواد کې په ترسره شويو ۹۹ عملیاتو کې ۲۳۱ مشکوک ترهګر او د منع شويو وسله والو ډلو غړي ونیول.

پيپس وويل، د ۲۰۰۹ کال راهیسې په پاکستان کې د تروریستي حملو او په پایله کې په تلفاتو کې په تدریجي ډول کمی راغلی، ماسوا په ۲۰۱۳ کال کې، چې په فرقه یي تاوتریخوالي کې پکې زیاتوالی راغلی و.

له ۲۰۱۴ کال راهیسې، پاکستان په هیواد کې د سولې د بيابحالولو لپاره ګڼ شمير عمليات په هيواد کې پيل کړي چې د وسله والو ډلو -- سیمه ییز او نړیوال دواړو -- شبکې ماتې کړي.

رانا وويل، "د امنیتي ځواکونو او د تروریزم پروړاندې د مبارزی ادارو (سي ټي ډيز) لخوا د وسله والو پر ضد عملیات او د نظارت دوامداره کمپاینونو او همدارنګه د افراطیت پروړاندې ځینې اقداماتو چې د ملي عمل پلان (نيپ) لاندې ترسره شوي، په ښکاره ډول د ۲۰۱۳ کال راهیسې د دغه کمیدونکي رجحان په ساتلو کې مرسته کړې ده، کوم چې په ۲۰۱۹ کال کې هم دوام لري."

د عمل ملي پلان د تروریزم پروړاندې د مبارزې يوه ستراتیژي ده چې حکومت د ۲۰۱۵ کال په پیل کې پلي کړې وه.

د يوې بلې سرچينې، د ۲۰۱۹ نړیوالې ترهګرۍ فهرست، چې په سیډني کې د اقتصاد او سولې انسټیټوټ لخوا خپور شوی دی، له مخې، په پاکستان کې په تير کال کې په تروريستي پیښو او اړوندو وژنو کې کمی راغلی دی.

په پاکستان کې د ترهګرۍ د مرګ ژوبلې کموالی د منع شويو وسله والو ډلو، لکه د داعش خراسان څانګه او ټي ټي پي، د کمزورۍ سره تړاو لري، چې په تیرو څو کلونو کې د سلګونو ملکي وګړو په وژلو کې ښکیل ول.

د داعش خراسان څانګه -- یو سیمه ایز فصل چې د داعش لخوا په جنوري ۲۰۱۵ کال کې د پاکستان او افغانستان لپاره جوړ شوی و -- په دې دواړو هیوادونو کې، په ځانګړي توګه په جوماتونو او عامه ځایونو کې، ځینې خورا ویجاړونکي بریدونه ترسره کړل.

د جي ټي آی ۲۰۱۸ کال د راپور له مخې، په ۲۰۱۸ کال کې، د داعش خراسان څانګې خپل درې ترټولو خونړي تروریستي بریدونه ترسره کړل، چې ۲۵۱ کسان پکې ووژل شول -- یا په دغه کال کې په پاکستان کې د ترهګرۍ د ټولو مرګونو ۳۶٪ برخه -- په دغه بريدونو کې زياتره په بلوچستان کې ترسره شوي ول.

ترټولو خونړی تروریستي عمل په ورته کال کې په جولای ۲۰۱۸ کال کې د بلوچستان په مستونګ ضلعه کې د بلوچستان عوامي پارټۍ د يو کاندید لپاره د انتخاباتي غونډې په دوران کې ترسره شو، چې لږ تر لږه ۱۵۰ کسان پکې وژل شوي ول، چې دا په دغه کال کې په نړۍ کې ترټولو وژونکی دريم ترورستي برید و.

اوس هم، د دې ډلې پروړاندې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پراخه عملیاتو، د دې د مهمو مشرانو وژلو او نیولو په شمول، د داعش د خراسان څانګې شبکه دړې وړې کړې ده.

د البغدادي د وژلو اغیزه

بې شکه، ډیر شنونکي او امنیتي چارواکي د داعش د خراسان څانګې کمزوري د دې د فراري مشر ابوبکر البغدادي د وژلو او په منځني ختيځ کې د ماتې سره تړي.

داعش د تیر مارچ په میاشت کې په سوریه کې د خپل کنټرول لاندې وروستۍ سيمه له لاسه ورکړه او البغدادي د نورو ګڼ شمير وسله والو سره د تير اکتوبر په میاشت کې د شپې په عملیاتو کې د سوریې په شمال لویدیز کې د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو لخوا ووژل شو.

په کراچۍ کې د سیند د ترهګرۍ ضد ادارې یو چارواکي، چې د نوم نه ښودلو غوښتنه یې وکړه ځکه چې هغه له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه نه لرله، وويل، "د داعش پروړاندې بریا او د بغدادي وژنې د موجوده پاکستاني اورپکو د ګمارنې مخه نیولې، چې معمولََا د نړيوالو تروريستي ډلو لکه داعش او القاعدې نه جذبه ترلاسه کوي."

هغه وویل، په افغانستان کې د داعش وسله والو د محاصره کولو لپاره د امنیتي ځواکونو هڅې د دې تروریستي ډلې کمزوري په ګوته کوي.

په پاکستان کې د داعش خراسان څانګه، چې هڅه کوي چې د شیعه او صوفیانو په څیر د مسلمان اقليتونو په نښه کولو سره فرقه یي شخړې رامنځته کړي، د يوې منع شوي او فرقه بيزې ډلې لشکر جنګوي (ایل ای جی) سره يو ځای شوې ده.

البته، ایل ای جی پخپله د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا د مبارزې له امله ځپل شوې ده. د دې ډیر مشران وژل شوي یا نیول شوي دي.

د ټي ټي پي، چې ۱۲ کاله مخکې جوړه شوې وه، فعاليتونه هم په هیواد کې کم شوي دي. امنیتي ځواکونو د دې لوړ پوړي مشران وژلي یا یې نیولي دي، او داخلي شخړو د دې د غړو پاتې انرژي ختمه کړې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

انشاء الله پاکستان به په څو کلونو کې د نړۍ ترټولو بشپړ سوله ايز هیواد وي. د پاکستان وسله وال ځواکونه د دې لپاره په دوامداره توګه هڅې کوي. پاکستان پوځ زنده باد.

ځواب