تروريزم

پاکستان د القاعدې ډلې آقس د بيرته منظم کيدو هڅې دړې وړې کړې

د ضياء الرحمان لخوا

نيم پوځي رينجرو د جون په ۲۲ مه په کراچۍ کې خپلې دندې ترسره کوي. په ټول هيواد کې د برصغیر هند القاعدې (آقس) په وړاندې سخته مبارزه پیل شوې ده. [ضیاء الرحمان]

نيم پوځي رينجرو د جون په ۲۲ مه په کراچۍ کې خپلې دندې ترسره کوي. په ټول هيواد کې د برصغیر هند القاعدې (آقس) په وړاندې سخته مبارزه پیل شوې ده. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ - امنيتي چارواکي وايي چې په سویلي آسیا کې د القاعدې شبکې د لوړ پوړي کمانډر وژل د پاکستاني چارواکو هڅې په ګوته کوي چې په هیواد کې د بيرته منظم کيدو لپاره د بهرنیو جنګیالیو مخه ونیسي.

د کراچۍ پوليسو د دوشنبې په ورځ (د جون په ۲۴ مه) په يوې نښته کې په سيند کې د برصغیر هند د القاعدې (آقس) د مشر په شمول درې ترهګر ووژل.

عرفان بهادر، چې د ملير ضلعې د پوليسو مشر دی، وويل، پوليسو په خدا بخش ګوټ کې په يو کور باندې چهاپه ووهله چې هغه درې وسله وال ونيسي کوم چې د القاعدې د يوې ډلې سره تړاو لرلو.

بهادر په يوې مرکه کې وويل، "ټول درې کسان -- د طلعت محمود عرف يوسف، چې د سيند صوبې مشر وو، په شمول، په دغه نښته کې ووژل شول."

د سيند صوبې د ترهګرۍ ضد ادارې سور کتاب (له څنګه چې ښودل شوی دی) د آقس د مشر طلعت محمود -- عرف يوسف -- چې د سيند صوبې مشر دی، نومونه، انځورونه او تفصيلات لري. هغه د جون په ۲۴ مه د پولیسو سره په يوې نښته کې ووژل شو. [ضیاء الرحمان]

د سيند صوبې د ترهګرۍ ضد ادارې سور کتاب (له څنګه چې ښودل شوی دی) د آقس د مشر طلعت محمود -- عرف يوسف -- چې د سيند صوبې مشر دی، نومونه، انځورونه او تفصيلات لري. هغه د جون په ۲۴ مه د پولیسو سره په يوې نښته کې ووژل شو. [ضیاء الرحمان]

د محمود نوم د سيند صوبې د ترهګرۍ پر ضد ادارې په "سور کتاب" کې شامل وو. سور کتاب د زيات مطلوب ترهګرو يو ليسټ دی. هغه د لږې مودې لپاره د داعش سره هم کار کړی وو.

بهادر وويل، محمود په سيند او بلوچستان صوبو کې په ډيرو ترهګریزو فعالیتونو کې ښکیل وو او په حیدرآباد کې يې د څو پولیسو افسرانو د وژلو پلان جوړ کړی وو.

د داعش سيال

د القاعدې مشر، ايمن الظواهري، په ۲۰۱۴ کال کې آقس د يو ترهګريزې ډلې د سويلي آسيا څانګې په توګه پيل کړی وو -- چې د شنونکو په وینا دا په جولای ۲۰۱۴ کال کې د داعش لخوا د خراسان څانګې د پيلولو په وړاندې يو اقدام وو. د داعش د خراسان څانګه (داعش- کی) د پاکستان او افغانستان لپاره د داعش يوه څانګه ده.

فرهان زاهد، چې په اسلام آباد کې يو امنيتي شنونکی دی، وويل، "د القاعدې ستر مشر، الظواهري پخپله، په یو ویډیو کې راښکاره شو چې عاصم عمر، د آقس لپاره د الظواهري لخوا نومول شوی امیر، معرفي کوي. داوړو ژمنه وکړه چې په برصغیر هند کې ترهګري خپره کړي."

زاهد په يوې مرکه کې وويل، "دا منطق ډیر ساده وو: القاعده نه شوه کولی چې د پاکستان په جهادي چاپيريال کې داعش ته د پښو کلکولو اجازه ورکړي، چې القاعده پرې له اوږدې مودې راهيسې تسلط لري."

له هغه وخت راهيسې، دا ډله په پاکستان کې فعاله ده، او ډیرو محلي وسله والو ډلو چې د القاعدې سره یې په نظرياتي توګه تړاو لرلو هم د آقس سره د وفادارۍ ژمنه کړې وه.

د دې ډلې د جوړېدو فوري وروسته، اقس په کراچۍ کې د پاکستان د بحري ځواک د جنګي بيړۍ د برمته کولو هڅه وکړه. لس نيم پوځي سرتيري په کې ووژل شول او ۱۵ نور ټپيان شول. په دې جګړه کې دوه برید کوونکي ووژل شول، او دريو ځان ته چاودنه ورکړه.

د برید څخه وروسته، د اقس په وړاندې مبارزه په ټول پاکستان کې په ځانګړې توګه په کراچۍ کې پيل شوه. شنونکي او د قانون پلي کونکي چارواکي وايي چې دې هڅو د ډلې شبکه دړې وړې کړه او د نور تاوتریخوالي د رامنځته کولو لپاره يې د دې توان کم کړو.

زاهد وويل، ترهګريز فعاليتونه په پام کې نيولو سره، تير کال آقس توان نه لرلو چې د داعش په پرتله ښه کار ترسره کړي.

هغه وويل، د دې نه علاوه، دې ډلې څه زيات زیان ترلاسه کړو، ځکه چې د کراچۍ د تروریزم ضد ادارې د آقس ډير ترهګر ونیول او دغه سازمان توان نه لرلو چې په انتقام کې تروریستي بریدونو پیل کړي.

د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټیټیوټ، چې په اسلام آباد کې يوه څيړنيزه اداره ده، په خپل کلنيز راپور کې وويل، آقس په ۲۰۱۸ کال کې په هیڅ يو ترهګريز برید کې ښکیل نه وو.

شبير رضوي، چې په کراچۍ کې يو فعال دی او د وسله والو ډلو په وړاندې کمپاين ترسره کوي، وویل، "دغه راپور ښودلې چې اقس ډیر کمزوری شوی او د ترهګريزو بریدونو د ترسره کولو توان نه لري."

څارنه دوام لري

بیا هم، د پاکستان امنیتي ادارې اوس هم د دې ډلې په کلکه څارنه کوي.

په کراچۍ کې د قانون پلي کولو ادارې يو سينير چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط، ځکه چې هغه اجازه نه لرله چې د ميډيا سره خبرې وکړي، وويل، "ځکه چې آقس په ډېرو منع شویو وسله والو ډلو -- لکه تحريک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] او لشکر جهنګوي [ايل اي جی] -- کې ډیر متحدین لري، موږ اوس هم دا یو پیاوړی ګواښ ګڼو."

په کراچۍ کې د قانون پلي کونکي ادارې تیر کال د آقس د غړو په وړاندې یو شمیر بریالي عملیات ترسره کړل، چې په دې کې په تير نومبر کې په ګلشن اقبال کې د عمر جلال چانډیو، عرف کهاټيو، نيول شامل دي. هغه په ښکاره توګه الظواهري ته خورا نږدې وو.

د کراچۍ يو امنیتي چارواکي وویل، د چانډیو نیول "په سیمه کې د آقس لپاره یو لوی ګوزار" وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 11

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا یوازې جعلي کيسې راپور کوي چې خلک دوکه کړي او ډالرې وګټي

ځواب

زه هم غواړم چې له رينجرو سره يو ځای شم

ځواب

هو دا مقاله زما خوښه شوه

ځواب

زه د پاکستان پولیس او   د پاکستان پوځ سره مينه لرم

ځواب

دا زموږ لپاره خورا ګټور دی

ځواب

زه له پولیسو سره مینه لرم

ځواب

دا ښه کار دی

ځواب

هو

ځواب

ډير ښه

ځواب

هو

ځواب

معلوماتي ټوټه

ځواب