امنیت

پاکستان د افغانستان څخه غوښتنه کوي چې د پولې هاخوا د تحريک طالبان پاکستان په وړاندې اقدامات وکړي

د ضياء الرحمان لخوا

د ټي ټي پي د يوې ویډیو سکرین شاټ ښیي چې د دې ډلې غړي د افغانستان پولې ته نږدې په خپلو وسلو ډزې کوي. [فايل]

د ټي ټي پي د يوې ویډیو سکرین شاټ ښیي چې د دې ډلې غړي د افغانستان پولې ته نږدې په خپلو وسلو ډزې کوي. [فايل]

اسلام آباد -- د پولې دواړو غاړو ته د بریدونو نه وروسته، پاکستان له افغانستان څخه غوښتنه کوي چې د ګډې پولې په اوږدو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پټنځایونو پرضد اقدامات وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اګست په ۲۷ مه په یو بیان کې وویل چې دوی د پولې په اوږدو کې د تروریستي کيمپونو ځای په رسمي ډول له افغانستان سره شریک کړل او غوښتنه یې وکړه چې افغان حکومت دې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي.

دغه دفتر هیله څرګنده کړه چې "افغانستان به د دې مسلو په اړه د دوه اړخيزه تفاهم سره سم ضروري اقدامات وکړي."

دغه بیان په دې وروستیو میاشتو کې د پولې هاخوا څخهد پاکستان په امنیتي ځواکونو باندې د حملو نه وروسته راپورته شو.

د قانون پلي کونکي پرسونل د سپتمبر په ۱۰مه په کراچۍ کې خپلې دندې ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

د قانون پلي کونکي پرسونل د سپتمبر په ۱۰مه په کراچۍ کې خپلې دندې ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

د مدني ټولنې فعالان په تیر دسمبر کې په کراچۍ کې د بې ګناه خلکو د وژلو له کبله د ټي ټي پي په وړاندې احتجاج کوي. [ضیا الرحمان]

د مدني ټولنې فعالان په تیر دسمبر کې په کراچۍ کې د بې ګناه خلکو د وژلو له کبله د ټي ټي پي په وړاندې احتجاج کوي. [ضیا الرحمان]

پوځ د سپتمبر په ۹ مه په یو بیان کې وویل، په وروستي برید کې، درې هغه پاکستاني سرتیري ووژل شول کومو چې د افغانستان سره د پولې ساتنه کوله. دوی هغه وخت ووژل شول "کله چې وسله والو د پولې پورې غاړې نه په دیر ښار کې پر دوی باندې ډزې وکړې."

په یوې بله مخکينۍ پیښه کې، د جولای په ۲۷ مه په شمالي وزیرستان کېد ګربز سیمې ته نږدې نور شپږ سرتیري هغه وخت ووژل شول کله چې وسله والو د پولې هاخوا نه په دوی باندې ډزې وکړې.

د پولې هاخوا ترهګري

په ټول هیواد کې د تحریک طالبان پاکستان د مختلفو ډلو په وړاندې د مبارزې وروسته، وسله والو خپل پټنځایونه په ګاونډي افغانستان کې صوبو ته منتقل کړي دي.

عزیز بونيري، چې په پېښور کې يو ژورنالیسټ دی او په سیمه کې د امنیتي مسلو په اړه راپور ورکوي، وویل، "له هغه ځایه، تحریک طالبان پاکستان او د طالبانو نورې ډلې د پاکستان په امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو باندې د بریدونو پلانونه جوړوي او ترسره يې کوي."

بونيري وويل، "په تېر کال کې د پولې هاخوا نه د ترهګرۍ دا ډول کړنې په پوله باندې د لارو د بنديدو سبب ګرځيدلي دي، چې د توکو او خلکو تګ راتګ يې محدود کړی دی." "داسې ښکاري چې وسله وال غواړي چې د ګاونډي هیوادونو تر منځ سوداګري او د خلکو ترمنځ تعلقات ګډوډ کړي."

په افغانستان کې د ټي ټي پي مشرانو په وړاندې وروستي احتجاجونو د افغانستان، پاکستان او متحده ایالاتو تر منځ همغږي څرګنده کړې ده.

په جون ۲۰۱۸ کال کې، د ټي ټي پي مشر ملا فضل الله د افغانستان په کنړ صوبه کې د افغانستان او متحده ایالاتو په ګډ برید کې ووژل شو.

په کابل کې میشت ژورنالیسټ بصیر احمد هوتک وویل، افغان حکومت د پاکستاني وسله والو ډلو، د ټي ټي پي په ګډون، پرضد عملیات کوي.

هوتک د افغان امنیتی چارواکو سره د خپلو وروستیو خبرو په حواله وویل، "دواړه هیوادونه د طالب ډلو لخوا د ترهګرۍ قرباني دي، او همدا وجه ده چې دوی د ترهګريزو ډلو په ضد د یو بل سره په عملیاتو کې همکاري کوي."

په ۲۰۱۴ کال کې دواړو هیوادونو وروسته له هغې په ګډه کار پیل کړ کله چې افغان حکومت لطیف محسود، چې د ټي ټي پي د مشر حکیم الله دوهم کمانډر دی، پاکستاني چارواکو ته وسپارلو. افغان چارواکو په ۲۰۱۳ کال کې د افغانستان په لوګر کې محسود نیولی وو.

هوتک وویل، پاکستاني وسله وال، ځيني د خپلو کورنيو سره، په ۲۰۱۰ کال کې په پاکستان کې له پوځي عملیاتو څخه د تښتیدلو لپاره افغانستان ته تللې ول او افغان طالبان هغوی ته پټنځايونه ورکوي.

بریدونه د دواړو هیوادونو تر منځ د همکارۍ له امله خورا کم شوي دي.

په اسلام اباد کې يوه څيړنيزه موسسې د سولې مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټیټیوټ لخوا د خپاره شوي کلني راپور له مخې، په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان نه په پوله باندې ۱۶ بریدونه پيل شوي وو، چې په دې کې د ۲۰۱۷ کال په پرتله ٪۴۳ کمی راغلی دی.

په دې بریدونو کې ۲۱ امنیتي پرسونل او ۲۲ وسله وال وژل شوي وو. په دغه ټولو کسانو کې، ۱۳ امنيتي ځواکونه او درې ملکي وګړي په نښه شوي وو.

په ۲۰۱۸ کال کې، د افغانستان له پولې څخه په راپور شويو ۱۶ بریدونو کې ۱۵ بریدونه د خېبر پښتونخواه صوبې په مختلفو سیمو کې رامنځته شوي ول. ۱۶م بريد د بلوچستان په چمن کې شوی وو.

د دغه راپور له مخې، ټي ټي پي په دغه بريدونو کې ۱۴ بريدونه ترسره کړي ول، په داسې حال کې چې جماعت الاحرار، چې د ټي ټي پي نه جدا شوي ډله ده، د یو بريد ادعا کړې وه.

پولې ته باړ لګول

په عین حال کې، د پاکستان پوځ په دوامداره توګه د افغانستان سره د ۲،۶۱۱ کلو ميټره اوږدې پولې ته باړ لګوي.

د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه په می ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان او افغانستان په پوله باندې د بلوچستان برخې ته د باړ لګولو په افتتاحي مراسمو کې ګډون وکړ.

په تير دسمبر کې د پوځ وياند ميجر جنرل اصف غفور له مخې، د دسمبر په میاشت کې په ۸۴۳ قلعګانو کې په ۲۳۳ باندې کار پای ته رسیدلی دی.

هغه په دغه وخت وويل، د پاکستان پوځ په مهمو سيمو کې ۸۰۲ کلوميټره اوږدې پولې ته باړ لګولی دی. هغه زیاته کړه چې دوی تمه لري چې د ۲۰۱۹ کال تر پایه پورې په مهمو سيمو کې ۱۲۰۰ کلوميټره اوږدې پولې ته باړ ولګوي.

مجاهد شينواري، چې په تورخم کې يو سوداګر دی، وویل، پولې ته باړ لګول "به د پولې دواړو غاړو ته د وسله والو د عملیاتو په کنټرولولو کې مرسته وکړي او د ترهګرۍ پرضد د جنګ ګټلو لپاره يو لوی نوښت وي."

هغه وویل، د پولې دواړو خواو ته سیمه ییز پښتانه قومونه هم د دې باړ لګولو پروژې ملاتړ کوي او دې ته د سولې او یووالي د نوښت په توګه ګوري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500