دین

د پاکستاني هندوانو لخوا د دیوالي خلاص جشن مخ په زیاتیدونکی زغم څرګندوي

د محمد شکيل لخوا

د پاکستان هندو ټولنې غړي د اکتوبر په ۲۷ مه په پېښور کې د دیوالي جشن لمانځي. [محمد شکیل]

د پاکستان هندو ټولنې غړي د اکتوبر په ۲۷ مه په پېښور کې د دیوالي جشن لمانځي. [محمد شکیل]

پېښور -- د هندو ټولنې لخوا په ټول پاکستان کې د ديوالي، چې د "رڼاګانو جشن" په نوم هم پیژندل کيږي، په خوشحالۍ سره لمانځل لا نور هم ثابتوي چې د سولې بيرته بحالي په دوامداره توګه اقليتي مذهبي ډلې هڅوي چې دوی په ښکاره ډول د خپلې عقيدې پيروي وکړي.

د هندو مذهب پیروکارو خپلې غوره جامې واغوستلې، مذهبي مراسم یې ترسره کړل، په کورونو او کليساګانو کې ديې یا ډيوې بلې کړې چې د څو ورځو جشن ولمانځي چې د اکتوبر په ۲۷ مه نیټه پیل شوی وو.

په ټول پاکستان کې د هندوانو د حقونو غورځنګ چيرمين هارون سرب ديال د نومبر په ۵ مه وویل، "د سولې له رامنځته کیدو وروسته د دې پیښو بیا راژوندي کیدل او ترسره کيدل په نړۍ کې د هیواد ښه انځور ته وده ورکړې ده او دا پیغام یې خپور کړو چې اقلیتونه ازاد دي چې په خپل مذهب عمل وکړي او د مساوي حقونو نه خوند واخلي - لکه څنګه چې د هیواد په اساسي قانون کې راغلي دي."

هغه زیاته کړه، "موږ د امنیت په بيابحالولو کې د خپلو امنیتي ځواکونو قربانیو ته سلامي وړاندې کوو او موږ د خپل حکومت د هڅو ستاينه کوو چې مونږ ته يې یو سوله ايز چاپیریال برابر کړو چې دیوالي د دود او رسمونو مطابق ولمانځو."

د هندو ټولنې غړي د اکتوبر په ۲۷ مه په پېښور کې دیوالي لمانځي. [محمد شکیل]

د هندو ټولنې غړي د اکتوبر په ۲۷ مه په پېښور کې دیوالي لمانځي. [محمد شکیل]

د پاکستان هندو ټولنې غړي په پېښور کې د اکتوبر په ۲۷ مه دیوالي لمانځي. [محمد شکیل]

د پاکستان هندو ټولنې غړي په پېښور کې د اکتوبر په ۲۷ مه دیوالي لمانځي. [محمد شکیل]

سرب ديال وویل، په جشنونو کې د اقليتونو ګډون یوه ښه نښه ده او په حکومت باندې د دوی باور څرګندوي.

هغه زياته کړه، "د داسې پیښو لمانځل به دا بیانیه هم رامنځته کړي چې اقلیتونه او هغه چې په اکثریت کې دي په هیواد کې د اورپکۍ پروړاندې متحد دي او تل به هڅه کوي چې په هر ډول حالاتو کې خپل هيواد د افراطیت او ظلم نه پاک کړي."

هم آهنګي او دوه اړخیزه باور

سرب ديال وویل، "د هندوانو د ټولنې د استازي په توګه، زه ډاډه یم چې د هرې ورځې په تیریدو سره د هم آهنګۍ او دوه اړخيزه باور چاپيريال به نور هم قوي کړي او موږ ته به فرصت راکړي چې په راتلونکي کې هم په سوله کې خپل جشنونه ولمانځو."

رميش ګلو، چې د پېښور په ګورګټرۍ سیمه کې د هندو ګورک ناتھ مندر یو ساتونکی دی، وویل، د اقليتي ټولنې غړو پدې وروستیو کې د خپلو کورنیو سره په داسې جشنونو کې برخه اخیستل پیل کړي دي، چې په تیرو وختونو کې د تصور کولو وړ نه وه ځکه چې دا به د افراطيانو لخوا په نښه کيدل.

هغه زیاته کړه، "کله چې وضعیت د اقليتونو لپاره ښه نه وو، د ښځو او ماشومانو تناسب خورا لږ وو، خو اوس په داسې پیښو کې د دوی زیات شتون د امنیتي وضعیت ښه والی په ګوته کوي."

ګلو وویل، "حکومت د اقليتونو هم ملاتړ کوي چې دوی د خپل کلتور او دودونو سره سم مذهبي مراسم او جشنونه ترسره کړي."

هغه زیاته کړه چې د نوي کال په پیل کې په نشتر هال کې، چې په پېښور کې يو کلتوري مرکز او د موسيقۍ ځای دی، هم یوه غونډه جوړه شوه چې د اکثریتي او اقلیتي دواړو ټولنې غړو په کې ګډون وکړو.

ګلو وویل، "د دې ډول پیښو ترسره کول زموږ د متنوع ټولنو ترمنځ اړیکې زياتې قوي کوي او دوه اړخيزه ګډ ژوند ته وده ورکوي، په داسې حال کې چې د بې باورۍ خطرونه له منځه وړي."

نذیر بهټي، يو عيسايي چې د بريد په وخت د عيسايانو په يو ځايي سکول کې د انتظاميې په څانګه کې يې دنده ترسره کوله، وويل، د ټولو مذهبونو پاکستانیان په سپتمبر ۲۰۱۳ کال کې په آل سینټ کلیسا کې د وژونکې بمي چاودنې له کبله ټکان وخوړو، چې د عیسايانو د چرچ د ۸۷ غړو په ګډون ۱۰۴ کسان پکې وژل شوي وو.

هغه وويل، په داسې حال کې چې برید په هیواد کې د اقليتونو تر منځ ویره رامنځته کړه، ښه امنیتي وضعیت د دغه ټولنو غړي هڅوي چې یو ځل بیا له ازادۍ سره خپل مذهب ولمانځي.

بهټي وویل، "د حکومت او امنیتي ځواکونو دوامداره هڅې د اطمينان وړ امنیتي وضعیت رامنځته کړی دی، او اوس اقلیتونه خوندي دي چې په آزاد چاپیریال کې خپل جشنونه ولمانځي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هم آهنګي او زغم د سکهانو، هندوانو او قادیانیانو په شمول د ټولو لپاره دي. یوازینۍ استثنا مسلمانان دي، دوی څومره معصوم دي!

ځواب

ستاسو مقاله زما ډیره خوښه شوه. موږ اقلیتونه خپل مذهبي جشنونه په ګران هیواد پاکستان کې له ټولې آزادۍ سره لمانځو. او زموږ مسلمانه ټولنه چې زموږ په سيمه کې اوسیږي هم زموږ سره خوشحالۍ لمانځي. داسې ښکاري چې هر جشن زموږ ټولو لپاره دی، لکه څنګه چې موږ د یو کور (کورنۍ) غړي یو.

ځواب