دین

پاکستاني هندوان هولي لمانځي او د بين المذاهب هم آهنګۍ پیغام خپروي

د ضياء الرحمان لخوا

ماشومان لوبتکي او مختلف رنګونه اخلي چې د مارچ په ۲۰ مه په کراچۍ کې هولي ولمانځي. [ضیاء الرحمان]

ماشومان لوبتکي او مختلف رنګونه اخلي چې د مارچ په ۲۰ مه په کراچۍ کې هولي ولمانځي. [ضیاء الرحمان]

يو پوليس افسر د مارچ په ۲۰ مه په کراچۍ کې د هولي جشنونو په ترڅ کې چمتو ولاړ دی. [ضیاء الرحمان]

يو پوليس افسر د مارچ په ۲۰ مه په کراچۍ کې د هولي جشنونو په ترڅ کې چمتو ولاړ دی. [ضیاء الرحمان]

د هندوانو ټولنې غړي د مارچ په ۲۰ مه په کراچۍ کې د هولي په ورځ د رنګارنګ رنګونو سره د لوبو نه وروسته د تصوير لپاره پوځ جوړوي. [ضیاء الرحمان]

د هندوانو ټولنې غړي د مارچ په ۲۰ مه په کراچۍ کې د هولي په ورځ د رنګارنګ رنګونو سره د لوبو نه وروسته د تصوير لپاره پوځ جوړوي. [ضیاء الرحمان]

د هندوانو ټولنې مشران د مارچ په ۲۰ مه په کراچۍ کې د مذهبې زغم لپاره دعا کوي. [ضیاء الرحمان]

د هندوانو ټولنې مشران د مارچ په ۲۰ مه په کراچۍ کې د مذهبې زغم لپاره دعا کوي. [ضیاء الرحمان]

د هندوانو ټولنې غړي د مارچ په ۲۰ مه په کراچۍ کې د هولي لپاره راټوليږي. [ضیاء الرحمان]

د هندوانو ټولنې غړي د مارچ په ۲۰ مه په کراچۍ کې د هولي لپاره راټوليږي. [ضیاء الرحمان]

په پاکستان کې د هندوانو ټولنې غړي د مارچ په ۲۰ مه په کراچۍ کې هولي لمانځي. [ضیاء الرحمان]

په پاکستان کې د هندوانو ټولنې غړي د مارچ په ۲۰ مه په کراچۍ کې هولي لمانځي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- د هندوانو ټولنې د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۰ مه) هولي، د رنګونو جشن، د دعاګانو، بجنونو (مذهبي سندرې)، رقص او په یو بل باندې د رنګارنګ پاوډر اچولو سره ولمانځله.

هولي په هندومت کې ترټولو غوره او د مشهور جشن په توګه ګڼل کيږي. دا د برايۍ په وړاندې بریا لمانځي او د ډیرو دیني کيسو سره تعلق لري.

په کراچۍ کې، مندرونه د رنګ، موسیقۍ، خوشحالۍ او خواړو نه ډک وو. مذهبي مشرانو ځانګړي دعاګانې وکړې، په خپلو ويناګانو کې يې د هولي اهمیت په ډاګه کړو او د خپلو پیروانو څخه يې وغوښتل چې د نيکۍ او زغم لاره غوره کړي.

د نورو عقیدو، په ځانګړي توګه مسلمانانو، ډیر شمیر خلکو د مندرونو څخه ليدنه وکړه چې بين المذاهب هم آهنګۍ ته وده ورکړي. پوليسو بهر د امنيت ساتنه کوله.

پاکستانيان د مارچ په ۲۰ مه په کراچۍ کې هولي لمانځي. [ضیاء الرحمان]

پاکستانيان د مارچ په ۲۰ مه په کراچۍ کې هولي لمانځي. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ په سولجر بازار کې د شري پنچوموخي هنومان مندر کې، ګڼ شمیر ګډون کونکي -- په ځانګړې توګه ماشومان -- په داسې حال کې ليدل کيږي چې په یو بل باندې رنګا رنګ پوډر اچوي.

سږ کال، د هندوانو د ټولنې مشرانو اعلان وکړو چې د هولي جشن به د مارچ په ۱۵ مه په نيوزي لينډ کې په دوو جوماتونو کې د ترهګريزو بریدونو ورځ ولمانځي، چې ۵۰ کسان په کې وژل شوي ول.

د پاکستان د هندوانو شورا، يوه غير دولتي موسسه چې په پاکستان کې د هندوانو استازيتوب کوي، چيرمين، ډاکتر رمیش کمار وانکواني، وويل، هر کال د هولي جشن د برايۍ په وړاندې د بریالیتوب د یادونې په توګه کار کوي.

وانکواني پاکستان فارورډ ته وويل، "زه له هر کس څخه غوښتنه کوم چې په هولي جشن کې په فعاله توګه برخه واخلي. هغه ټینګار وکړ چې د دوی ګډون به د غیر مسلمانانو اقليتي ټولنو سره د یووالي مثبت پیغام وړاندې کړي، بين المذاهب هم آهنګۍ او زغم ته به وده ورکړي، د وطن پالنې جذبه به پیاوړي کړي."

وزير اعظم عمران خان په ټویټر باندې د هندوانو ټولنې ته "د ډير خوشحاله او سوله ايزې هولي، چې د رنګونو جشن دی، هيلې وړاندې کړې."

هغه دا بيان په هغه وخت کې ورکړو چې په پاکستان کې د غیر مسلمانانو د حقوقو د ساتلو لپاره هڅې روانې دي، چې په دې کې د پنجاب د اطلاعاتو وزیر فیاض چوهان د هندوانو په وړاندې د نفرت د وينا له کبله د دندې نه لري کول شامل دي.

په عین وخت کې، د مارچ په ۱۱ مه، د سيند رینجرو د هولي نه مخکې په کالي مټه مندر، چې په نوي کراچۍ سیمه کې د هندو مندر دی، مرمت وکړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500