تروريزم

د پېښور چرچ د وژونکي تروريستي برید ۶مه کلیزه لمانځي

د غلام دستګير لخوا

د عیسايانو د ټولنې غړي د سپتمبر په ۱۵مه په آل سينټس چرچ کې په عبادت کې برخه اخلي. [غلام دستګیر]

د عیسايانو د ټولنې غړي د سپتمبر په ۱۵مه په آل سينټس چرچ کې په عبادت کې برخه اخلي. [غلام دستګیر]

پېښور -- په پیښور کې د عیسایانو ټولنې د سپتمبر په ۲۲مه په آل سینټس چرچ کې د غبرګ ځانمرګي چاودونو شپږمه کلیزه ولمانځله چې ۱۰۴ کسان په کې مړه شوي ول او ۱۴۲ نور په کې ټپیان شوي ول.

د پولیسو یو ټیم، چې په يو درجن پرسونلو مشتمل دی او د برید په ټوپکونو سمبال دی، د کلیزې نه یوازې یوه هفته مخکې د یکشنبې په ورځ د عبادت په دوران کې په وروستۍ دروازه کې ولاړ لیدل کیږي.

په سړک کې خنډونو د ګاډو ټريفيک بند کړی وو.

په چرچ کې دننه، پادري شهزاد مراد د یکشنبې په ورځ د معمول عبادت مشري وکړله.

په پېښور کې د سپتمبر په ۱۵مه د آل سینټس چرچ نه بهر زيات امنيت لیدل کیږي. [غلام دستګیر]

په پېښور کې د سپتمبر په ۱۵مه د آل سینټس چرچ نه بهر زيات امنيت لیدل کیږي. [غلام دستګیر]

یو پولیس د سپتمبر په ۱۵مه په پیښور کې د آل سینټس چرچ په چت باندې چمتو ولاړ دی. [غلام دستګیر]

یو پولیس د سپتمبر په ۱۵مه په پیښور کې د آل سینټس چرچ په چت باندې چمتو ولاړ دی. [غلام دستګیر]

د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر په ۲۲ مه چاودنه اوس هم په دغه خلکو کې د ګڼ شمير کسانو په ذهن کې موجود ده. آيزک جان، چې د عبادت کونکو څخه وو، پنځه خپل نږدې خپلوان يې له لاسه ورکړې ول، چې په دوی کې د هغه لور، خينه، دوه وریرونه او يوه وريره شامل وه.

هغه وویل چې هغه د هغه اقداماتو نه مطمئن نه وو کوم چې حکومت د مذهبي اقلیتونو په عبادت ځایونو کې د ورته ترهګریزو پیښو د بیا رامنځته کيدو د مخنیوي لپاره پورته کړې ول.

هغه وويل، "موږ په خپل عبادت ځایونو کې هغه شان امنیت غواړو لکه څنګه چې د محرم په میاشت کې شیعه ګانو ته ورکړل کيږي." هغه زیاته کړه چې د محرم په جلوسونو کې ټول سړکونه د غیر میشتو خلکو لپاره بند شوي وي.

له بلې خوا، داسې ښکاري چې مراد د امنیتي اقداماتو نه مطمئن دی.

د تحريک طالبان پاکستان جدا شوې ډلې جندالله د دې قتل عام مسوليت په غاړه اخيستې وو.

قربانيانو ته تاوان ورکول

مراد وویل، په ۲۰۱۳ کال کې د بمي چاودنې وروسته، د عیسايانو ټولنې د ایسټر په ورځ د معمول جلوس ايستل بند کړل.

"خو د روان کال په اپریل کې، موږ د ال سېنټس چرچ نه جلوس وويستو. دا د کوهاټي، یکاتوټ، ګنج، لاهوري او هشتنګرۍ نه د تېريدو نه وروسته په ورته ځای کې پای ته ورسيدو."

پاکستاني چارواکي اوس هم کار کوي چې د ۲۰۱۳ کال د برید قربانیانو ته معاوضه ورکړي.

د خېبر پښتونخواه حکومت د چاودنې په یوه میاشت کې دننه د هر وژل شوي په سر د هغه خپلوانو ته ۵۰۰،۰۰۰ روپۍ (۶،۴۰۰ امريکايي ډالره) او هر يو ژوبل شوي کس ته يې ۲۰۰،۰۰۰ روپۍ (۲،۵۵۰ امريکايي ډالره) ورکړې.

خرم يعقوب سهوترا، چې د متحده عیسایي د قربانیانو د غورځنګ مشر دی، په وینا، د سیند حکومت د هغوی سره د پیوستون څرګندولو لپاره ورته عمل وکړو. دې د ۷۳ مړه شوي کسانو خپلوانو او په ۱۴۲ ژوبل شويو کسانو کې ۶۲ کسانو ته معاوضه ورکړله.

د هغه وخت وزیر اعظم مياں محمد نواز شریف هم په اکتوبر ۲۰۱۳ کال کې د قربانيانو لپاره د ۲۰۰ ميليونو روپو (۲.۶ ميليونه امريکايي ډالره) د تمويل فنډ اعلان وکړو، چې د وفاقي حکومت لخوا به چمتو کیږي. تمه کيږي چې صوبايي حکومت به هم ورته عمل وکړي.

د خېبر پښتونخواه د اوقاف ادارې په دې ورستيو کې د صوبايي قانون ادارې ته يوه مسوده د تمويل فنډ لپاره ليږلې ده.

کله چې د دې بيا کتنه وشي، نو دا مسوده به د تصویب لپاره د وزیراعلی دفتر ته ځي مخکې له دې چې د خېبرپښتونخوا اسمبلي په دې غور وکړي چې دې ته قانوني شکل ورکړي.

د دې مسودې په اساس، میاشتنۍ وظیفه به یتیم هلکانو ته تر هغه وخته پورې ورکړل شي کله چې دوی د ۱۸ کالو عمر ته ورسيږي، او یتیمو جينکو ته به د ۱۸ کالو نه وروسته هم ورکړل شي، که چيرې دوی واده نه وي کړې. کونډې به د تل لپاره وظیفې تر لاسه کړي تر څو چې دوی واده نه وي کړې.

د خېبرپښتونخواه حکومت ویاند شوکت یوسفزۍ وویل، د مذهبي اقليتونو فلاح او بهبود زمونږ لومړیتوب دی.

هغه وویل چې د تمویل فنډ به د آل سینټس چرچ د چاودنې قربانیانو ته د مالي مرستې په برابرولو کې مرسته وکړي. هغه ډاډ ورکړ چې حکومت هڅه کوي چې ژر تر ژره د تمویل فنډ لپاره قانوني پروسه سر ته ورسوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500