ديپلوماسي

پاکستان به د هند نیول شوی پیلوټ د جذبه خيرسګالۍ لاندې خوشی کړي

ای ايف پي

راګير شوي پاکستاني مسافر د فبرورۍ په ۲۸ مه د هند په اتاري کې وروسته له هغې د اور ګاډي انتظار کوي کله چې پاکستاني چارواکو د سمجهوتا ايکسپريس اورګاډی خدمت په عارضي توګه معطل کړو. دغه اورګاډی، چې د ملګرتیا ایکسپریس په نوم هم یادیږی، د اتاري اورګاډي سټيشن نه بهر په هند کې د ډيلي او اتاري او په پاکستان کې د لاهور ترمنځ فعاليت کوي. [ناریندر نانو/ای ايف پي]

راګير شوي پاکستاني مسافر د فبرورۍ په ۲۸ مه د هند په اتاري کې وروسته له هغې د اور ګاډي انتظار کوي کله چې پاکستاني چارواکو د سمجهوتا ايکسپريس اورګاډی خدمت په عارضي توګه معطل کړو. دغه اورګاډی، چې د ملګرتیا ایکسپریس په نوم هم یادیږی، د اتاري اورګاډي سټيشن نه بهر په هند کې د ډيلي او اتاري او په پاکستان کې د لاهور ترمنځ فعاليت کوي. [ناریندر نانو/ای ايف پي]

اسلام آباد -- پاکستان د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۸ مه) وویل چې دا به د "سولې نښې" څرګندولو په توګه د هند یو نیول شوی پیلوټ خوشی کړي، چې د هغې جګړې د مخنيوي په لور يو ګام دی چې د دې مياشتې په لومړيو کې د وسله والو لخوا د بريد له کبله رامنځته شوي وه.

دغه پيلوټ، وينګ کمانډر آبي نندان ورتهامان، هغه وخت د دې شخړې مرکزي برخه جوړ شو کله چې د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۷ مه) د متناضعه سيمې کشمیر په سر د سویل آسیا ګاونډیانو ترمنځ په هوایي برید کې د هغه الوتکه وويشتل شوه.

په هند کې د هغه د نیولو په اړه غصې سره، شنونکو هغه د اسلام آباد لپاره يوه ګټونكې پاڼه بللي ده.

وزیر اعظم عمران خان د پارلمان ګډې غونډې ته وویل،د سولې د نیت څرګندولو لپاره، به موږ سبا د هند پیلوټ خوشې کړو."

د پاکستاني پوځي چارواکو په وینا، د هند هوايي ځواک ونګ قوماندان آبي نندان ورتهامان (ښودل شوی) په توقیف کې دی. [آی ايس پي آر]

د پاکستاني پوځي چارواکو په وینا، د هند هوايي ځواک ونګ قوماندان آبي نندان ورتهامان (ښودل شوی) په توقیف کې دی. [آی ايس پي آر]

د تاوتريخوالي کمولو نښه

پارلماني غړو د هغه د بیان سره موافقه وکړه، چې دا د اړيکو د ښه کيدو نښه ده، وروسته له هغې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیښو خطرناکه لړۍ زيات تاوتریخوالی رامنځته کړو.

دا هوايي نښته د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۶ مه) وروسته له هغې رامنځته شوه کله چې جنګي الوتکو د پاکستان په بالاکوټ کې د جیش محمد (جی اي ایم) په کيمپ برید وکړو. دا برید د فبرورۍ په ۱۴ مه د ځان وژونکي بمبارۍ په ځواب کې وشو چې د هند ۴۰ سرتیري يې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې وژلي ول.

د پاکستان او هند په پوله انتقامي او خطرناکو بريدونو د چین او متحده ایالاتو په شمول نړیوال طاقتونه انديښمن کړي دي، چې د صبر نه د کار اخيستلو غوښتنه يې کړې ده.

پاکستان ویلي چې دې دوه هندي جنګي الوتکې ويشتلې دي، په داسې حال کې چې هند تصدیق کړی چې يوه الوتکه يې له لاسه ورکړې ده او ادعا یې کړې چې د پاکستان يو جټ الوتکه یې ويشتلې ده.

د غلط اټکل نه ډډه کول

خان وويل، "زه له غلط اټکل نه وېريږم." موږ باید د جګړې په اړه فکر ونه کړو، په ځانګړي توګه د هغه وسلو په رڼا کې چې مونږ يې لرو."

ډان ورځپاڼې د پاکستان فضايي ادارې ته په اشارې کولو سره په يو ټويټ کې وويل، پاکستان خپل فضايي حدود بند کړي دي، خو دا تمه ده چې د جمعې په ورځ ماښام په شپږ بجې (د مارچ په لومړۍ نيټه) پرانېستل شي.

د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دوی پوځیان د لاين آف کنټرول، چې رسمي پوله ده او کشمير جدا کوي، په اوږدو کې چمتو دي.

چارواکو په ټول هیواد کې امنیت ټینګ کړی دی، هسپتالونه چمتو دي او په ځيني ښارونو کې د پولیسو او نورو امنیتي کارکوونکو چهټۍ منسوخ شوي دي.

په هند کې د پاکستان لخوا د پیلوټ نیولو په اړه د غصې سره، مودي د پنجشنبې په ورځ خپلو وګړو ته وويل چې د دیوال په څير ودريږئ."

شنونکو ويلي چې کيدی شي د پیلوټ برخلیک، او په خوندي توګه د هغه خوشې کول ګاونډي هیوادونه د جنګ د غاړې نه راکښ کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

کله به د کرنل حبيب خوشي کيدل ممکن شي؟

ځواب