ديپلوماسي

خان د هوايي برید له کبله د تاوتريخوالي د زياتيدو وروسته د هند سره د خبرو اترو غوښتنه کوي

پاکستان فارورډ او ای ايف پي

پاکستاني پوځیان هغه ځای ته نژدې ولاړ دي چې اسلام آباد وايي د هند د جنګي الوتکې ملبه ده، چې فبرورۍ په ۲۷ مه د پاکستان تر کنترول لاندې کشمير کې ويشتل شوي وه. [ای ايف پي]

پاکستاني پوځیان هغه ځای ته نژدې ولاړ دي چې اسلام آباد وايي د هند د جنګي الوتکې ملبه ده، چې فبرورۍ په ۲۷ مه د پاکستان تر کنترول لاندې کشمير کې ويشتل شوي وه. [ای ايف پي]

اسلام آباد -- د پاکستان وزير اعظم عمران خان د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۷ مه) له هند سره د خبرو اترو غوښتنه وکړه، وروسته له هغې چې دواړو لوریو ویلي چې دوی د یو بل جنګي الوتکې راغورځولي دي.

خان، چې پخوا يې د نوي ډيلي سره د خبرو اترو غوښتنه کړې وه، په ټیلی ويژن باندې په يو بیان کې وویل، "زه یو ځل بیا هند ته بلنه ورکوم چې د خبرو اترو ميز ته راشي."

هغه زياته کړه،ښه احساس باید غالب شي. "که چیرې جارحيت له دې ځای څخه پیل شي، نو دا به چیرته لاړ شي؟

هغه دواړو خواوو ته د نيوکلير وسلو لرلو په اشاره وويل، "آیا موږ او تاسو چې کومې وسلې لرو، د هغې سره مونږ څه غلطي برداشت کولی شو؟"

د پاکستان پوځي چارواکي وايي، د هند یو پیلوټ، ونګ کمانډر آبي نندان (ښودل شوی) په توقیف کې دی. [آی ايس پي آر]

د پاکستان پوځي چارواکي وايي، د هند یو پیلوټ، ونګ کمانډر آبي نندان (ښودل شوی) په توقیف کې دی. [آی ايس پي آر]

پاکستان ټینګار وکړ چې نه غواړي چې "د جګړې په لور" د ګاونډي سره لاړ شي.

د پوځ وياند، ميجر جنرل آصف غفور په يو پريس کانفرنس کې وويل، "موږ جارحيت نه غواړو، موږ نه غواړو چې د جګړې په لور روان شو." هغه د نوي ډيلي سره د خبرو اترو غوښتنه وکړه.

فضايي نښته

غفور وويل، پاکستاني الوتکې د ورځې په لومړيو کې د لاين آف کنټرول (ايل او سي)، چې په کشمير کې رسمي پوله ده، د هند لوري ته لاړل چې د خپل قوت څرګندونه وکړي او د سپلايۍ د ډيپو په شمول يې غير پوځي اهداف په نښه کړل.

وروسته، هغه وویل، د هند دوه الوتکي د ايل او سي نه راتيرې شوې او د پاکستان فضايي حدودو ته داخل شوې.

هغه وويل، "د پاکستان هوایي ځواک چمتو وو، د دوی یې تعقيب وکړو، دوی له یو بل سره ونښتل. په نتیجه کې د هند دواړه الوتکې وویشتل شوې او د یوې ملبه زموږ په لور راوغورځیدله، په داسې حال کې چې د بلې الوتکې ملبه بل لورې ته وغورځيدله."

وروسته غفور په ټویټر باندې تایید وکړو چې یوازې د هند یو پیلوټ، چې ونګ کمانډر آبي ناند پېژندل شوی دی، د پاکستاني پوځ لخوا نیول شوی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، راجيش کمار، د غفور د لومړي نيوز کانفرنس نه وروسته اعلان وکړو چې د پاکستان يوه جټ الوتکه هغه وخت وويشتل شوه کله چې دې په عملیاتو کې برخه اخيستله چې د هند لوري ته پوځي تاسیسات په نښه کړي."

هند ویلي دي چې د دې یوازې یوه الوتکه راغورځول شوي خو په هوایي جګړه کې يې د پاکستان جنګي الوتکه هم ویشتلې ده.

هغه بريفنګ ته وویل، "چې ځمکني ځواکونو د پاکستان يوه الوتکه هغه وخت وليدله کله چې دا د پاکستان لوري ته د فضا نه راغورځيدله."

"په دې نښته کې، موږ له بده مرغه یو ميګ-۲۱ له لاسه ورکړو. پیلوټ په دغه عملياتو کې ورک دی. پاکستان ادعا کړې چې هغه د هغوی په توقیف کې دی."

د پاکستان پوځ دا خبره رد کړه چې د دوی الوتکه راغورځول شوي ده.

د جارحيت په وړاندې غوښتنې

دا نښته د سه شنبې په ورځ وروسته له هغې رامنځته شوه کله چې هند وويل چې د دې الوتکو د پاکستان په بالاکوټ کې د جیش محمد (جی اي ايم) په وسله وال کيمپ برید کړی دی. دا برید د فبرورۍ په ۱۴ مه د هغه ځان وژونکي بريد په ځواب کې ترسره شو چې جي اي ايم یې ادعا کړې وه او د هند ۴۰ سرتیري په کې وژل شوي ول.

د چهارشنبی په ورځ په لومړيو کې، د هند د خارجه چارو وزیر د وضعیت د ښه کولو لپاره د سه شنبې د ورځې بريد ته اهميت ور نه کړو او بار بار يې وويل چې دا په جيش محمد باندې يو محافظتي بريد و ځکه چې دغه ډلې د نورو بریدونو پلان لرلو.

سشما سوراج په چین کې د بيجنګ او ماسکو له خپلو سیالانو سره د خبرو اترو په ترڅ کې وویل، "هند نه غواړي چې دا وضعیت نور هم خراب کړي. هند به له ذمه وارۍ او صبر څخه کار واخلي."

متحده ایالاتو، چین او اروپایي اتحادیې ويلي دي چې دوی دې د سړې سينې نه کار واخلي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وزير مایک پومپيو د سه شنبې په ورځ د هند او پاکستان څخه وغوښتل چې "د صبر نه کار واخلي"، په داسې حال کې چې د اسلام آباد څخه يې غوښتنه وکړه چې د وسله والو په وړاندې ګامونه پورته کړي.

پومپیو د دواړو هېوادونو له خپلو سیالانو سره د خبرو اترو وروسته په یو بیان کې وویل، "موږ هند او پاکستان هڅوو چې د صبر نه کار واخلي او په هر صورت کې د جارحيت نه ډډه وکړي."

پومپپو وویل چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي سره په خبرو کې هغه په دې ټينګار وکړو چې پاکستان دې د پوځي عمل څخه د ډډې کولو له لارې اوسنی تاو تریخوالی کم کړي او په خپله خاوره کې د دې د تروريستي ډلو په وړاندې په چټکۍ سره معني خيز اقدامات وکړي."

پروازونه معطل شول

د چهارشنبې په ورځ ډیر پروازونه منقعطع شول او یا واړول شول، وروسته له هغې چې پاکستان خپل فضايي حدود بند کړل او هند هوایي ډګرونه وتړل.

د هوايي ټريفک ګډوډۍ هغه لارې متاثره کړې چې د دغه سیمو نه تيريږي کومې چې د لویدیځ د هغه کسانو لپاره مشهوري دي چې په چهټۍ دي. د دغه صنعت يوه اداره وایي چې کيدی شې جنوب ختیځ آسیا ته ډیر پروازونه واړول شي.

د پاکستان د ملکي هوايي چلند (سي ای ای) او پوځ وویل چې د هیواد ټول فضايي حدود بند شوي دي او د سي ای ای يوې سرچینې ای ايف پي ته ویلي چې ټولو هوایي شرکتونو ته ویل شوي چې د بل نوټس پورې په پاکستان کې خپل عملیات معطل کړي."

د پاکستان نړیوال هوایي شرکت، چې د هیواد د الوتکو ستر شرکت دی، خبرداری ورکړو چې "د پاکستان د تجارتي فضايي حدود له تړلو له امله پروازونه اغیزمن کيدی شي."

په هند کې، لږترلږه شپږ هوایي اډې -- په کشمير کې سرینګر، جمو او ليح او امرتسر، چنديګړ او دهرادون -- او د نوي ډیلي په شمال کې پراخه فضايي برخه د ملکي پروازونو لپاره بنده شوې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ښه خبره ده چې د هند سره ملګرتيا وکړو.

ځواب

هو

ځواب