پاکستان او هند د سکهانو حاجیانو لپاره د وړيا ویزې په اړه خبرې کوي

ای ايف پي

لاهور -- پاکستان او هند د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۴ مه) ډيرې مثبت خبرې اترې وکړې، په داسې حال کې چې دواړه هیوادونه د زيات تاوتريخوالي نه يو څو هفتې وروسته يو ځای کيناستل چې د سیکهانو حاجیانو لپاره د وړيا ویزو په اړه خبرې وکړي.

د دواړو هیوادونو چارواکي په اتار، هندوستان کې له يوبل سره وليدل چې د یوې معاهدې په اړه بحث وکړي چې دا به د هند سيکهانو ته اجازه ورکړي چې په ختیځ پاکستان کې د خپل مذهب د باني مزار څخه ليدنه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي ګډ بیان کې راغلي، دواړو لوریو د وړاندیز شوې معاهدې د مختلفو برخو او مقرراتو په اړه تفصيلي او ښه بحثونه وکړل او موافقه يې وکړه چې د کارتار پور صاحب دهلیز په چټکۍ سره د عملي کولو لپاره کار وکړي."

په دغه بيان کې راغلي، چې دواړه خواوې چمتو دي چې په راتلونکو هفتو کې بيا يوه غونډه وکړي چې دې معاهدې ته حتمي شکل ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، محمد فیصل، زياته کړه، "دوی ډیر دوستانه وو، ټوله غونډه په یو مثبت چاپیریال کې ترسره شوه."

د دې معاهدې د بشپړېدو سره به، د پاکستان د ويزې لپاره مخکې د درخواست ورکولو پرته، د هند سکهان توان ولري چې دغه ځای ته لاړ شي.

دا مذاکرات په داسې حال کې ترسره شول چې نيوکلير وسله وال ګاونډیان د تاوتریخوالي کمولو هڅه کوي. د فبرورۍ په ۱۴ مه يو تروريستي برید د هند تر کنټرول سيمه کې د هند ۴۰ سرتیري ووژل، چې د ۱۹۷۱ کال نه وروسته د پاکستان په خاوره باندې د هند هوايي ځواک لومړۍ بمبارۍ سبب وګرځيدو او پاکستان د هند يو پیلوټ ونیولو، چې وروسته یې خوشی کړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500