امنیت

جاپان په پاکستان کې د سیمه ایز امنیت د ټینګښت لپاره پروژې تمویلوي

د جاويد محمود لخوا

په پاکستان کې د جاپان سفیر تاکاشي کوري (ګس اړخ ته) او په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د ادارې استازي (ښي اړخ ته) سيزار ګيډاز په اسلام آباد کې د می په ۱۰ مه وروسته له هغې ستړي مه شي کوي کله چې جاپان د څلورو پروژو لپاره د تمویل اعلان وکړو چې موخه یې د سيمه ايزو جرمونو مخه نيول دي، چې په دې کې د مخدره موادو قاچاق او ترهګري شامله ده. [په پاکستان کې د جاپان سفارت خانه]

په پاکستان کې د جاپان سفیر تاکاشي کوري (ګس اړخ ته) او په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د ادارې استازي (ښي اړخ ته) سيزار ګيډاز په اسلام آباد کې د می په ۱۰ مه وروسته له هغې ستړي مه شي کوي کله چې جاپان د څلورو پروژو لپاره د تمویل اعلان وکړو چې موخه یې د سيمه ايزو جرمونو مخه نيول دي، چې په دې کې د مخدره موادو قاچاق او ترهګري شامله ده. [په پاکستان کې د جاپان سفارت خانه]

اسلام آباد -- په اسلام آباد کې د ستراتیژیکي مطالعاتو د انسټیټوټ لخوا خپور شوي راپور سره سم، جاپان د پاکستان سره کار کوي چې سیمه ایزو امنیتي اقداماتو ته وده ورکړي او د ترهګرۍ پر وړاندې هڅې پیاوړي کړي.

د جون د پنځمې نېټې راپور، "پاکستان او د تروریزم سره د مبارزې لپاره نړیواله مرسته"، د جاپان لخوا د څلورو پروژو، چې يو کال وخت لري، لپاره مرسته په ګوته کوي. دا پروژې به د اپريل ۲۰۱۸ کال نه تر مارچ ۲۰۱۹ پورې جاری وي.

په پاکستان کې د جاپان سفارت خانې د می په ۱۰ مه اعلان وکړو، جاپان د نشه يي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر (يو اين او ډي سي) له لارې ۳.۷ ميليونه ډالره (۴۲۷.۷ ميليونه پاکستانۍ روپۍ) چمتو کوي.

په دې کې به نږدې ۲.۵ ميليونه امريکايي ډالره (۲۸۹ ميلیونه پاکستانۍ روپۍ) د سيمه ايزو جرمونو په وړاندې په مبارزه او د سرحدي امنیت په ښه کولو باندې خرچ شي، ۵۰۰،۰۰۰ امريکايي ډالره (۵۷.۸ ميليونه پاکستانۍ روپۍ) به د تروریزم سره د مبارزې لپاره خرچ شي، ۳۰۰،۰۰۰ امريکايي ډالره ( ۳۴.۶ ميليونه پاکستانۍ روپۍ) به په خیبر پښتونخواه کې د فورنسک تحقیقاتو په ښه کولو باندې خرچ شي او ۳۸۵،۶۰۰ امريکايي ډالره (۴۴.۶ ميليونه پاکستانۍ روپۍ) په لاهور کې په علامه اقبال نړيوال هوايي ايرپورټ کې د اير کارګو کنټرول يونټ په جوړولو سره د اير کارګو امنیت په ښه کولو باندې خرچ شي.

یو پاکستانی عسکر د تير اکتوبر په ۱۸ مه په انګور اډا، جنوبي وزيريستان کې د پکتیکا صوبې، افغانستان سره په پوله باندې چمتو ولاړ دی. [عامر قریشی/ای ايف پي]

یو پاکستانی عسکر د تير اکتوبر په ۱۸ مه په انګور اډا، جنوبي وزيريستان کې د پکتیکا صوبې، افغانستان سره په پوله باندې چمتو ولاړ دی. [عامر قریشی/ای ايف پي]

اسد الله خان، چې په اسلام آباد کې د ستراتيژيکي مطالعاتو په انسټيټوټ کې څیړونکی او د راپور لیکوال دی، له مخې، د پاکستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ همکاري ښیي چې ملت د سيمه ايزو جرمونو سره په مبارزه کې ژمن دی، چې د دوی د غیر قانوني فعالیتونو له کبله د اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ مخه نیسي.

دغه راپور وايي چې په اسلام اباد کې د يو اين او ډي سي دفتر، د اروپایي اتحاديې په همکارۍ، د تروریزم پروړاندې د مبارزې پروګرام له لارې د پاکستان د اقداماتو هم ملاتړ کوي.

د دې درې کلن تخنیکي مرستې پروژې، چې په اپريل ۲۰۱۷ کال کې پیل شوې وه، موخه په خیبرپښتونخواه کې د فورنسک د کارولو له لارې تحقیقات ښه کول او د څارنوالانو او عدليې وړتیا لوړول دي چې د تروریزم قضیې په مناسبه توګه حل کړي.

سيمه ايز امنيت ښه کول

بريګيډير محمود شاه، چې په پیښور کې د امنيت شنونکی او د فاټا د امنيت پخوانی سيکريټری دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د جاپان مرستې به په پاکستان کې د امنیتي میکانیزمونو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي، چې په نتيجه کې به نړۍ د کمې اورپکۍ او ترهګرۍ په شکل کې ګټه پورته کړي."

شاه د پاکستان لپاره د جاپان د مالي مرستې ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې دا د پاکستاني پوځ لپاره ستونزمنه ده چې د افغانستان سره پولې ته باړ ولګوي، په داسې حال کې چې دا نور امنیتي اقدامات ترسره کوي.

هغه وويل، هغه ترهګر، چې په افغانستان کې شتون لري، کله نا کله پاکستان ته ننوځي او نورو هيوادونو ته ننوتې شي که چيرې دوی د پاکستان په امنيت کې کمزوري ومومي.

هغه وويل، چارواکو له پکار ده چې د کراچۍ، اسلام آباد او پيښور هوايي ډګرونه ښه کړي چې د نشه يي توکو د قاچاق، نورو منظم جرمونو او اورپکۍ مخه ونيسي.

شاه وويل، په عین حال کې، نور لوی هیوادونه باید د پاکستان سره مالي مرسته وکړي چې په هیواد او سیمه کې د اورپکۍ او ترهګرۍ خطر کم کړي.

مرسته کوونکي هیوادونه باید خپلې پیسې هغه ځای خرچ کړي چيرې چې دا خورا اغیزمنه وي او "د تروریزم د ماتولو او امنیت د ټینګښت لپاره د پاکستان سره ډیره مالي مرسته وکړي."

د سرحد امنیت لوړول

کرنل (ريټايرډ) مختار احمد بټ، چې د امنيت شنونکی او په کراچۍ کې د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د فیډریشن ډايريکټر جنرل دی، وویل، "زموږ سره چې څوک اقتصادي او عسکري مرستې کوي، د هغوی سره زموږ تعلقات کله ښه او کله خراب وي نو په داسې حالت کې د جاپان مرستې خورا ضروری دي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د دې مرستې تر ټولو مهمه برخه د سرحدي امنیتي تاسیساتو ښه والی او پیاوړتیا ده." هغه زیاته کړه، پاکستان له مخکې نه کار کوي چې په لویدیځه پوله باندې باړ ولګوي او په دې سیمه کې هر ډول مرستې به له مخکې نه بشپړ شوي کار ته وده ورکړي.

کرنل (ريټايرډ) محمود صباالدين چوهدري، چې د امنيت شنونکی او په کراچۍ کې د ملټي نيشنل بينک د امنيت ډايريکټر دی، پاکستان فارورډ ته وويل،پاکستان د افغانستان سره نږدې نيمې پولې ته په باړ لګولو باندې کار بشپړ کړې دی.

هغه وويل، "زموږ پوځ ته د مالي سرچينو ضرورت دی چې د ۱،۲۰۰ کيلومټره اوږد پولې ته د باړ لګولو کار بشپړ کړي... چې دا به د اورپکۍ په مخ يو تل او لوی ګوزار وي."

هغه وويل، "د افغانستان سره نيمې پولې ته باړ لګول او نورو امنيتي تدابيرو له مخکې نه په پاکستان کې امنيت ښه کړی دی او سوله يې بيا بحال کړې ده." هغه زياته کړه چې د باړ بشپړول به په پاکستان، افغانستان او سيمه کې سوله يقيني کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500