اقتصاد

په پاکستان کې د ترهګرۍ سره مبارزه لوړ اقتصادي لګښت لري

د عديل سعيد لخوا

د پولیسو افسران د فبرورۍ په میاشت کې په پېښور کې د يوې مورچې ساتنه کوي. [عديل سعید]

د پولیسو افسران د فبرورۍ په میاشت کې په پېښور کې د يوې مورچې ساتنه کوي. [عديل سعید]

پیښور -- چارواکي وايي، د غم او مصیبتونو د زيات زيان سربیره، د ترهګرۍ سره مبارزې د پاکستان اقتصاد ته ستر زيان رسولی دی.

د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف د اګست په ۲۴ مه سینټ ته وويل، چې هیواد په تیرو ۱۶ کلونو کې د ترهګرۍ له کبله "د ۱۲۰ ملیارده روپو ( ۱۲.۶ ټريليونه امريکايي ډالره) نه زيات اقتصادي تاوان" تر لاسه کړی دی.

آصف د وزير اعظم شاهد خاقان عباسي، د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال، د پوځ ستر مشر قمر جاوید باجوه او د نورو لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره د کانفرنس نه وروسته سینټ ته خطاب وکړو.

په دې کانفرنس کې په مختلفو موضوعاتو، لکه په افغانستان کې د تروریزم خوندي پټنځايونه له منځه وړل، د پولې ښه مدیریت، د افغان مهاجرینو راستنیدل او د افغانستان د سولې پروسې ته وده ورکول، باندې بحث وشو.

د پوليسو يو افسر د فبرورۍ په میاشت کې په پېښور کې د موټر سايکل چلونکي سندونه ګوري. [عديل سعيد]

د پوليسو يو افسر د فبرورۍ په میاشت کې په پېښور کې د موټر سايکل چلونکي سندونه ګوري. [عديل سعيد]

ضیاء الحق سرحدي، چې په پیښور کې سوداګر دی او د سرحد د سوداګرۍ او صنایعو د خونې يو پخوانې غړی دی، وويل، د هیواد د سرچینو لویه برخه ... د تروریزم سره په مبارزه او قربانیانو ته په معاوضه ورکولو باندې خرچ کيږي. دا "لوړ لګښت خلک د ټولنیز- اقتصادي پراختیا او فلاحي سکيمونو نه محروم ساتي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، پاکستانيانو د تروریزم سره په مبارزه کې لوی مقاومت ښودلی او مونږ امید لرو چې پوځي عمليات لکه ضرب عضب او رد الفساد عمليات به ډیر ژر کاميبابۍ رامنځته کړي.

د ترهګرۍ بار

د تروریزم مالي بار په اقتصادي بحران کې لکه په خیبر پښتونخواه صوبه کې سخت زيان رامنځته کوي.

د دې د خپلو ارقامو مطابق، د ۲۰۰۹ کال نه تر ۲۰۱۶ کال پورې په اتو کلونو کې، د خیبرپښتونخوا حکومت په امنيتي تدابيرو باندې ۱۹۰.۹ ملیارده ( ۱.۹ ميليارده امريکايي ډالره) خرچ کړي دي.

د خیبرپښتونخوا د مالیې وزیر مظفر سید وویل، چې دا صوبه د تروریزم سره د مبارزې لپاره نورې مرستې ته هم اړتیا لري.

سيد پاکستان فارورډ ته وویل، "که چیرې [په خیبرپښتونخوا کې] وضعیت سوله ایز وی ... نو په امنیت باندې د خرچ شوي پيسو د نيمې نه زياته برخه به په پرمختیا او سوکالۍ باندې خرچ شوي وی."

هغه زياته کړه: "د امنيت لوړ لګښت د خيبرپښتونخوا په نازکه اقتصاد باندې بوج دی."

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شاه فرمان د ژوند او ملکيت زيان ته په اشاره سره پاکستان فارورډ ته وویل، چې پکار ده د حکومت فنډونو خلکو ته ګټې رسولی وای، خو ولې د ګټو پرځای ترهګرۍ د دې سیمې ټولنیز- اقتصادي جوړښت ته زيات زیان رسولی دی."

اقتصادي او شخصي زیانونه

اهتشام حليم، چې په پيښور کې د سوداګرۍ او کوچنيو صنايعو پخوانې مشر دی، د ترهګرۍ له کبله د اقتصادي او شخصي زيان دواړو تائید کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل چې تشدد او تاوتریخوالی ... په سیمه کې د سوداګرۍ او سوداګریز فعالیت باندې په اغيزمنه توګه اثر کړی دی. هغه یو شمیر سوداګریز مالکانو ته اشاره وکړه کوم چې د پاکستان نورو برخو يا بهر ته تلي دي. د هغوی د تلو مطلب د زياتو پيسو انتقال هم دی.

اهتشام د زيات شخصي زیانونو سره مخ شو، کله چې د هغه پلار، حاجي حلیم جان په ۲۰۱۶ کال کې د فبرورۍ په مياشت کې په پیښور کې په قصه خوانۍ بازار کې په ډزو ووژل شو. حلیم جان د شوکې ورکولو څخه انکار کړی وو.

اهتشام وویل، چې د هغه وخت راهیسې، هغه او د هغه کورنۍ د شوکې د پیسو اخيستونکو لخوا د ډیر بریدونو له کبله د ویرې سره ژوند کوي.

اهتشام وويل: "د تېر يو نيم کال راهيسې، موږ توان نه لرو چې د امنيتي اندېښنو له امله خپل کاروبار ته پوره وخت ورکړو." "نو موږ پيسې له لاسه ورکړې دي."

هغه وويل: "دلته يو شمېر نور کسان هم شته چې ورته ستونزې لري ځکه چې شوکه کوونکي د پیسو غوښتنه کوي او په هغوی او د هغوی په کورنیو برید کوي."

هغه په پای کې وویل: "د دې خطر سره جګړه زموږ سرچینې ختموي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500