جرم او انصاف

د فورنسیک ټسټونو ښه کول به په خیبرپښتونخواه کې تروریستي او جنایي تحقیقات ګړندي کړي

د جاويد خان لخوا

يو فورنسيک ساينسدان د فبرورۍ په میاشت کې په جنایي قضیې کې د نمونو معاینه کوي چې دا به د پولیسو سره په تحقيقاتو کې مرسته وکړي. خیبرپښتونخواه په دې وروستیو کې د ډي اين ای لیبارټري آنلاین کړې ده چې د پوليسو سره د تروریزم او جنایی قضیو په اړه په تحقیقاتو کې مرسته وکړي. [جاوید خان]

يو فورنسيک ساينسدان د فبرورۍ په میاشت کې په جنایي قضیې کې د نمونو معاینه کوي چې دا به د پولیسو سره په تحقيقاتو کې مرسته وکړي. خیبرپښتونخواه په دې وروستیو کې د ډي اين ای لیبارټري آنلاین کړې ده چې د پوليسو سره د تروریزم او جنایی قضیو په اړه په تحقیقاتو کې مرسته وکړي. [جاوید خان]

پیښور -- په پېښور کې د ډي اين ای د ټسټونو نوي ليبارټرۍ د ضروري کيټونو ترلاسه کول پيل کړي دي چې په خیبر پښتونخواه کې د لوړې کچې د جرمونو او ترهګريزو پیښو لپاره د ډي اين ای ټسټونه ترسره کړي.

په خیبرپښتونخواه کې د ډي اين ای ليبارټرۍ لپاره پلانونه په ۲۰۱۳ کال کې پیل شول. د فبرورۍ په ۶ مه، د خیبرپښتونخواه د روغتیایي چارو وزیر عابد مجید د ډیرو ځنډونو وروسته، چې په دې کې د ډي اين د کيټونو نشتوالی هم شامل دی، په خيبر ميډيکل کالج کې د دغه مرکز پرانيسته وکړه.

د خیبرپښتونخواه پولیسو به مخکې د ډي اين ای نمونې او شواهد په لاهور کې د پنجاب فورنسیک ساینس ایجنسۍ ته د ټسټونو لپاره استولې.

مجيد پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د ډي اين ای ليبارټرۍ لپاره جديد مشينونه اخيستي دي چې په دې کې د ډي اين ای او نورو کيسونو ټسټونه ترسره کیدی شي."

هغه زياته کړه، ټول آلات له مخکې نه په ليبارټرۍ کې نصب شوي ول، خو د پروفايلنګ کیټونه موجود نه ول. دغه کيټونه د افتتاح نه يو څو روځې مخکې راورسيدل.

مجيد وويل، "موږ د نورو کیټونو لپاره آرډر ورکړی دی." هغه زياته کړه، چې هر يو کيټ د ۲۰۰ ټسټونو لپاره کارول کيدې شي."

هغه د لیبارټرۍ د پرانستلو په وخت وویل، حکومت به کارکونکو ته د جرمونو د ځايونو لیدلو لپاره ګاډي ورکړي.

تحقیقات ښه کول

پروفيسر نورلامين، چې د خيبر ميډيکل کالج مشر دی، په دغه تقريب کې وويل، د ډی این ای د ليبارټرۍ د جوړولو نه علاوه، د خیبرپښتونخواه حکومت تير کال د خيبر پښتونخواه د پوليسو فورنسيک ساينس ليبارټري هم ښه کړې وه.

قيصر خان، چې په پيښور کې يو ژورناليست دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "البته، د ډي اين ای ليبارټري به په خيبر پښتونخواه کې په جلا توګه کار کوي او د خیبرپښتونخواه د پولیسو د فورنسيک ساينس ليبارټرۍ لاندې به کار نه کوي."

هغه وويل، صوبايي حکومت او پولیس له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي، ځکه چې د جنورۍ په مياشت کې د څلورو کالو جينۍ عاصمه د وژلو د کيس په تحقیق کې دغه ليبارټري فعال نه وه.

خان وویل، "د خیبرپښتونخواه پولیسو به مخکې نمونې په لاهور کې د پنجاب فورنسیک ساینس ایجنسۍ ته استولې او دغه ليبارټري په یوه ودانۍ کې دننه ټول ټیسټونه ترسره کولی شي."

ربنواز خان، چې د پوليسو سينير سپرنټنډنټ او د خيبر پښتونخواه د فورنسيک ساينس ليبارټرۍ ډايريکټر دی، پاکستان فاررورډ ته وویل، اوس چې د خیبرپښتونخواه پولیس ضرورت نه لري چې پنجاب صوبې ته د ډي اين ای نمونې واستوي، دوی به توان ولري چې په خيبر ميډيکل کالج کې ليبارټرۍ ته نمونې واستوي او په چټکۍ سره کيسونه حل کړي.

خان وويل، "دا به د تحقیق کیفیت ښه کړي ځکه چې د ډي اين ای د ټسټونو په وخت کې به ځايي تحقیق کونکي موجود وي."

په کيسونو باندې کار روان دی

خان زياته کړه، په ۲۰۱۷ کال کې، د خيبر پښتونخواه فورنسيک ساينس ليبارټرۍ د مختلفو جرمونو ۵۵،۰۰۰ کيسونه حل کړل.

خان وويل، په فورنسيک ساينس ليبارټرۍ کې "[هيڅ يو پاتې کيس نشته] او کارپوهانو د ليبارټرۍ په اوو مختلفو برخو کې زاړه او تازه کيسونه حل کړي دي."

د خیبر پښتو نخواه د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان مسعود د تير سپتمبر په مياشت کې وويل، "موږ یو ویب سايټ جوړو چې ټول عدالتونو به ورته لاس رسی ولري چې د خپلو کيسونو نتيجې آنلاين وګوري."

محسود وویل، د ايف ايس ايل د ښه کولو او په ځايي توګه د ډي اين ای د ټسټونو توان ورکولو سره به پولیس د جنايي او تروريستي کيسونو تحقیقات په چټکۍ سره کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500