کويټه -- پوليسو د دوشنبې په ورځ (د می په ۱۳ مه) وويل، څلور پوليس افسران هغه وخت ووژل شول او نهه کسان ژوبل شول کله چې وسله والو په کويټه کې د موټر سايکل لاندې پټ شوي بم ته چاودنه ورکړه.
پاکستاني طالبانو مسولیت په غاړه واخیستو.
موټرسايکل د جومات بهر ولاړ وو چيرته چې د پوليسو پرسونل په کويټه کې ځاى پر ځاى شوي وو.
دا حمله دوه ورځې وروسته له هغې وشوه کله چې د بلوچستان بیلتون غوښتونکو د صوبې په دويم ښار، ګوادر، کې په يو لګژري هوټل باندې برید وکړو، چیرته چې د بندرګاه پراختیا په پاکستان کې د چین د تاسيساتو د نوښت اصلي پروژه ده.