عباسي په یمن کې د پاکستاني پوځیانو د لاس لرلو په اړه افواه ګانې ردوي

پاکستان فارورډ

ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۲ مه) وويل، په سعودي عرب کې پاکستاني پوځونه يوازې د عمومي ټريننګ لپاره دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو دفتر په تیره هفته کې اعلان وکړو چې د پاکستان پوځ به د "ټريننګ او مشاورتي میشن" لپاره په سعودي عرب کې ځای پرځای شي چې دې خبرې په یمن کې په جګړه کې د پاکستان د ښکیلتیا په اړه افواه ګانې رامنځته کړې.

عباسي د پنجشنې په ورځ د ايکسپریس نیوز سره په مرکه کې دغه افواه ګانې رد کړې.

عباسي وويل، جنګي سرتېري نه بلکې "ټريننګ ورکوونکي سرتيري" سعودي عرب ته لېږل کيږي.

هغه وویل، "حقیقت د تصور نه ډیر مختلف وي." "د دې ځای نه پوځيان هلته کې نه ځای پر ځای کيږي. هیڅ يو ځواک به هلته کې په چا باندې برید ونه کړي."

هغه زياته کړه، د تېرو ۴۰ کلونو راهيسې، پاکستاني پوځونه په سعودي عرب کې د روزنيزو موخو لپاره ځاى پر ځاى شوي دي.

عباسي وویل: "ځینې پرسونل ځي او ځینې یې بیرته راځي. په ځینې وخت کې د دوی شمير زيات وي او په ځيني وخت کې کم. دا د معمول کار دی. نوې څه خبره نشته."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500