د پاکستان پوځ په انتخاباتو کې په مستقیم ډول رول ردوي

پاکستان فارورډ

راولپنډي -- ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ (د جولای په ۱۰ مه) وویل، پوځ به د جولای د ۲۵ مې په ټاکل شوي اتنخاباتو کې مستقیم رول ونه لري او یوازې د انتخاباتو په پروسه کې به مرسته وکړي.

د پوځ ویاند، میجر جنرل آصف غفور، وویل، وسله وال ځواکونه به د کميشن لخوا چمتو شوي د چال چلند د قواعدو مطابق د پاکستان د انتخاباتو د کمیشن سره مرسته وکړي.

هغه وويل، ځواکونه به د انتخاباتو په ورځ په پولنګ سټيشنونو کې دننه او بهر يوازې د امنيت لپاره ځاى پر ځاى شي. هغه زياته کړه، دا لومړى ځل نه دی چې پوځ په انتخاباتو کې ځای پر ځای شوی دی.

پوځ به د ټول هیواد او په کراچۍ، اسلام اباد او لاهور کې د بيلټ پيپرو چاپ کولو پريسونو د امنیت د ساتلو مسوليت ولري. غفور وويل، پوځ به د چاپ شوي موادو په ليږدولو کې هم مرسته وکړي.

هغه زياته کړه، "د بيلټ پيپرو شمير د اي سي پي کار دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500