پاکستان به د قبايلي سيمو د پراختيا لپاره هر کال ۱۰۰ ملیارده روپۍ خرچ کړي

پاکستان فارورډ

وانا -- ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې وزيراعظم عمران خان د چهارشنبې په ورځ (د اپریل په ۲۴ مه) د خپل پلان اعلان وکړو چې د پاکستان د قبايلي سيمو د پراختيا لپاره هر کال ۱۰۰ ميليارده روپۍ (۷۱ ميليونه آمريکايي ډالره) مختص کړي.

خان دا اعلان د جنوبي وزيرستان په سپينکۍ راغزۍ سيمه کې قومي مشرانو ته د خطاب په دوران کې وکړو.

د خان په وینا، دا د پاکستان د جوړيدو نه وروسته تر ټولو زيات رقم دی چې په دې سيمه کې -- چيرته چې د هيواد تر ټولو ناوړې اورپکۍ او ترهګرۍ مرکز لرلو -- به خرچ شي.

خان وويل، حکومت به هر هغه څه چمتو کړي چې قبيلې يې نه لري. هغه وویل چې دا سيمه په هېواد کې تر ټولو بې وزله ده او په پاکستان کې د زده کړې او د بېروزګارۍ تر ټولو ناوړه کچه لري.

خان وويل، "د قبايلي سيمو اوسيدونکو پرمختګ ونه کړو ځکه چې هيڅ يو کس هغوی ونه پيژندل او يا يې د هغوی د پيژندلو هڅه ونه کړه."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500