امنیت

د ګومل يونيورسټۍ د سفر په دوران کې په وزیرستان کې د سولې نوی دور په نظر راځي

د محمد آهل لخوا

د ګومل يونيورسټۍ طالب علمان د جون په میاشت کې په جنوبي وزيرستان کې د خپل سفر په دوران کې د امنیتي ځواکونو نه تحفې ترلاسه کوي. [محمد آهل]

د ګومل يونيورسټۍ طالب علمان د جون په میاشت کې په جنوبي وزيرستان کې د خپل سفر په دوران کې د امنیتي ځواکونو نه تحفې ترلاسه کوي. [محمد آهل]

ټانک -- طالب علمان او ښونکي، چې د نږدې ټانک ضلعې نه جنوبي وزیرستان ته يې سفر کولو، حيران شول کله چې دوی ګڼ شمير بازارونه، ښه سکولونه او کالجونه او مثالي کلي په هغه یوه سیمه کې وليدل چې یو ځل د وسله والو ستر ځای ګڼل کيدو.

د جون په مياشت کې دا سفر د ځوانانو د ګډون پروګرام، فرنټیر کور (جنوب)، برخه وه، چې موخه يې دا ښودل و چې څنګه د جنګ لخوا ځپل شوي سیمه په يوې سوله ایزه سيمه کې بدله شوې ده.

آمير نواز، چې د ګومل يونيورسټۍ په ټانک کيمپس کې اسسټنټ پروفیسر دی، په وانا کې، چې د جنوبي وزیرستان ضلعې هيډ کوارټر دی، د طالب علمانو د ډلې مشري وکړه.

هغه د اګست په میاشت کې پاکستان فارورډ ته وویل، "ډیر ځوانان د سفر نه وروسته مختلف او بدل احساسات لري." "د وسله والو دغه مشهور مرکز اوس یو سوله ایز ځای دی او د ښکلي ځايونو له کبله د لیدلو وړ دی."

د ګومل يونيورسټۍ طالب علمانو د جون په میاشت کې په جنوبي وزیرستان کې د ځايي سکولونو، هسپتال، د زراعتي پارک او د نورو مختلفو نويو جوړ شويو املاکو څخه لیدنه وکړه. [محمد آهل]

د ګومل يونيورسټۍ طالب علمانو د جون په میاشت کې په جنوبي وزیرستان کې د ځايي سکولونو، هسپتال، د زراعتي پارک او د نورو مختلفو نويو جوړ شويو املاکو څخه لیدنه وکړه. [محمد آهل]

د ګومل زام ډيم د سیلابونو په کمولو کې مرسته کوي، د اوبه خور لپاره اوبه برابروي او د سیمې لپاره بجلي پيدا کوي. [فرنټیر ورکس آرګنايزيشن]

د ګومل زام ډيم د سیلابونو په کمولو کې مرسته کوي، د اوبه خور لپاره اوبه برابروي او د سیمې لپاره بجلي پيدا کوي. [فرنټیر ورکس آرګنايزيشن]

په جنوبي وزیرستان کې د یوې طبیعي منظرې نظاره [ایکسپلور پاکستان]

په جنوبي وزیرستان کې د یوې طبیعي منظرې نظاره [ایکسپلور پاکستان]

لیدونکو د وانا زراعتي پارک، کیډټ کالج وانا، ګومل زام ډيم، شولم ماډل هسپتال او آرمي پبلک سکول چګمالۍ څخه ليدنه وکړه.

نواز وویل، "زه حیران يم -- ځکه چې ما ته ویل شوي ول چې دلته کې به هر ځای ټوپکونه او بمونه وي -- خو دا ډیر ښکلی منظر و ځکه چې ما د ځینو قبایلي زده کوونکو سره ولیدل چې د وانا په ښار کې سکولونو ته روان ول."

هغه وويل، د "[ګومل زام ډیم]، ښکلې غرونه او نظارې تر ټولو ښه دي او دا ... د سیلانيانو لپاره په سياحتي ځايونو کې بدلیدی شي، په داسې حال کې چې دلته کې سړکونه په اسلام آباد او یا لاهور کې د سړکونو نه زيات خراب نه دي."

هغه وويل، "د اورپکۍ د شکست نه وروسته، دا د وزيرستان حقيقي انځور دی. دا د ... ترهګرو ځمکه نه ده."

هغه وويل، "د پاکستان خلک بايد قبايلي سيمو ته لاړ شي؛ دا ښکلي او د ليدلو وړ دي."

د نوي دور پیل

په ټول هيواد کې پاکستانيانو په دې وروستيو ورځو کې د خیبر پښتونخواه سره د پخوانۍ فاټا انضمام ته هرکلی کړی ځکه چې دې هغه خلکو ته مساوي حقوق ورکړي دي کوم چې په قبايلي سیمو کې ژوند کوي.

د دې انضمام له کبله په ښاري سيمو کې پاکستانيان توان لري چې په قبايلي سيمو کې د خلکو سره اړیکه ونیسي.

سبحان احمد، چې د ګومل يونيورسټۍ په ټانک کیمپس کې د کمپیوټر ساینس طالب علم دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "ما په حقيقت کې بدلون محسوس کړو." "يو داسې وخت و چې مونږ به د وزیرستان نه يوازې د بمونو، ټوپکونو، چاودنو، تښتونو او وژلو کيسې اوريدلې، او نور څه نه. سوله، تعليم او پرمختګ به ژر دلته کې په نظر راشي."

هغه وويل، "ما ويره محسوس نه کړه او څه اړې ګړې مې ونه ليدلو."

احمد وويل، وزيرستان تقريباً هر هغه څه لري کوم چې د پاکستان نورې برخې لري، نو دا وخت دی چې د قبايلي سيمو ناوړه شهرت ختم کړو.

هغه وويل، په سیمه کې ټیکنالوژي او بجلي اوس هم اړتیا لري او که چيرې دا سیمه د بهرنۍ نړۍ سره منسلک کړې شي، نو هیڅ يو څيز قبايلي خلک په هر يو ميدان کې د پرمختګ نه منع کولی نه شي.

احسان الله دانش، چې د ګومل يونيورسټۍ په ټانک کيمپس کې مشر دی، وویل، "دا ډول سفرونه "د پاکستان ټولو ځوانانو ته يوه لويه موقع برابروي چې د قبايلي ځوانانو سره خبرې اترې وکړي، او دا د يو نوي دور پیل په ګوته کوي چیرې چې د مختلفو کلتورونو خلک د یو بل سره اړیکه نيسي او د يو بل په اړه معلومات ترلاسه کوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دلته کې پرمختګ هغه کوششونه په ګوته کوي چې موخه يې قبایلي سيمې د پاکستان د نورو سيمو په شان جوړول دي."

د ټوپک پر ځای قلم غوره کول

د جنوبي وزيرستان قبايلي غړو هم د دې ډول سفرونو هرکلى کوي او خوشبين دي چې د خپلو ماشومانو او د قبايلي سيمو نه بهر د ځوانانو ترمنځ اړيکې به مثبت بدلون راولي.

د وانا بازار یو هټيوال، رزاق محسود، پاکستان فارورډ ته وویل، "دا ښه خبره ده چې زده کونکي او پروفیسران زموږ د سيمې ليدنه کوي." "دا اړیکه زموږ ماشومانو ته د امید پیغام ورکوي چې تعليم هغوی زيات ذمه دار او غوره وګړي جوړولی شي."

"زه هيله لرم چې دا ډول اړيکې به هغوی د افراطي رجحاناتو او جنګ نه لرې کړي او هغوی به سوله ايز وګړي جوړ کړي."

د جنوبي وزيرستان سوداګر، رحمان محسود، وويل، د طالب علمانو دا سفر يو ښه فال دى.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا ښه ده چې د ټوپک پر ځای په لاس کې قلم ولرو، او زه به ووایم چې زموږ ماشومان به زياته زده کړه وکړي کله چې دوی په پاکستان کې د يونيورسټو د طالب علمانو سره اړيکې نيسي."

هغه وويل، قبايلي ځوانانو ته اجازه ورکول، چې په ښاري سيمه کې سکولونو او کالجونو ته لاړ شي، به په دې هکله لا نوره اغېزمنه خبره وي. هغه زياته کړه، چې د فاټا او خيبرپښتونخواه انضمام سره، د داسې سفرونو د مخنيوي لپاره قانوني خنډونه شتون نه لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500