امنیت

خیبر پښتونخوا قبايلي سيمو ته نږدې کليو کې امنيت لوړوي

جاويد خان لخوا

د پولیسو يو سينير چارواکي د نومبر په ۲۵مه په فاټا کې مهمند ايجنسۍ ته نږدې سيمو کې د امنيتي اقداماتو معاينه کوي. [جاويد خان]

د پولیسو يو سينير چارواکي د نومبر په ۲۵مه په فاټا کې مهمند ايجنسۍ ته نږدې سيمو کې د امنيتي اقداماتو معاينه کوي. [جاويد خان]

پیښور-- پوليسو وويل، د فاټا د پولې په کليو کې زيات امنيتي تدابيرو په پیښور او د خيبر پښتونخوا په ډسټرکټونو کې د نظم او قانون حالت ښه کړی دی.

په پېښور کې د مرکز ښاري پوليسو افسر محمد طاهر پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ فاټا ته نږدې په ټولو سيمو کې امنيتي اقدامات نور هم زيات کړي دي."

هغه وويل، په سربند، متنو، بډه بيره، متهره، ریګي او فاټا ته نږدې نورو سيمو کې د امنيت ښه کولو لپاره د پوليسو اضافي پرسونل او عصري وسلې استولی شوي دي.

طاهر وويل، چې هغه په مرکزي ښار کې د ټولو پوليس سټيشنو او پوسټونو، په ځانګړې توګه قبايلي سيمو ته نږدې، ليدنه کوي او دا معلوموي چې آیا په امنيت کې څه کمې خو موجود نه دی، او که وي، نو د دغه کمي ختمولو لپاره مناسب ګامونه پورته کوي.

هغه وويل: "د تازه ګواښونو له امله د پلټنې او بمبارۍ عملیاتو نه علاوه، سپرنټنډنټانو او د پوليسو ډپټي سپرنټنډنټانو ته هدايات ورکړی شوي دي چې دوی بهر ته ووځي او په خپلو سيمو کې د امنيت معاينه وکړي."

ايرپورټ ته نږدې سيمو کې امنيت زياتول

د پېښور په کلیوال ښارونو کې د امنیت لپاره نور اقدامات هم شوي دي.

د پولیسو سينير سپرنټندنټ (آپريشنز) سجاد خان پاکستان فارورډ ته وويل: "د باچا خان انټرنيشنل ايرپورټ د الوتنې په سيمه کې به د څارنې لږ تر لږه اته ټاوري جوړي کړې شي چې د ايرپورټ او د جهازونو کوزيدل خوندي کړی شي."

هغه وويل، د ايرپورټ فنل ايريا، یا د جهازونو د الوتنې لاره، خيبر ايجنسۍ ته د نږدې کليو نه شروع کيږي. "د ايرپورټ او په ټولیزه توګه د ښار د امنيت لپاره، په دغه سيمه او نږدې کليو کې یو ځانګړی ځواک هم استول شوی دی."

په جون ۲۰۱۴ کال کې، وسله والو په باچا خان انټرنيشنل ايرپورټ کې په يو کيناستونکې جهاز باندې ډزې وکړې، چې يو مسافر په کې ووژل شو او دوه تنه نور ژوبل شول. وسله والو په سپتمبر ۲۰۱۴ کال کې په دغه ايرپورټ کې يو کيناستونکې جهاز ته د اور لګولو بيا کوشش وکړو، چې د امنيت ځپلو سبب وګرځيدو.

خان وويل: "په جنوبي پیښور، په ځانګړې توګه په ماشوخيل، شيخ محمدي، بډه بيره او بازي خيل، کې د دواړو پیښو نه وروسته د ټولو اوسیدونکو د معلوماتو راټولولو لپاره د کلي ټول کورونه رجسټر کړی شول."

زياتره دغه کلي د خيبر ايجنسۍ او دره ادم خيل سره پولي لري.

انتظامي جوړښت

پولیسو هم په ځانګړې توګه په کليوالو سيمو کې چې د قبايلي سيمو سره پولي لري د نظم او قانون ښه کولو لپاره انتظامي ګامونه پورته کړي دي.

پیښور مخکې د پوليسو په درې ډويژنونو کې تقسيم کړې شوی وو -- کينټ، ښاري او کليواله سیمه. د نومبر په مياشت کې، د پوليسو چارواکو يو نوی ډويژن او سب ډويژن جوړ کړو.

د پوليسو انسپکټر جنرل ناصر خان دراني پاکستان فارورډ ته وويل، "کلیوال ډويژن په دوو برخو کې تقسيم کړی شوی دی او اوس نوی ډويژن د صدر ډويژن په نامه ياديږي او ايس پي يې مشري کوي."

یو نوی صدر سب ډويژن، چې ډي ايس پي يې مشري کوي، هم جوړ شوی دی چې په بډه بيره، متنو او د سربند په سيمو کې څارنه ښه کړي. دغه ټولي سيمې د خيبر ايجنسۍ او دره ادم خيل سره په ګډه پولي لري.

سربيره پر دې، د بډه بيري پولیس سټيشن، چې هغه سيمه کنټرول کوي په کومه کې چې په تیرو کلونو کې د ترهګرۍ زياتي پېښي ثبت شوي دي، په دوو برخو کې تقسيم کړی شوی دی.

سي سي پي او طاهر وويل: "يوې ته د بډه بيرې پولیس سټيشن ويلی کیږي او همدغه ډول نوی پوليس سټيشن به د انقلاب پولیس سټيشن په نوم ياديږي."

نورمال حالت ته بيرته راتلل

د کلي مشران وايي چې دوی د امنيتي تدبيرونو نه خوشحاله دي. دغه کلي د قبايلي سيمو سره ګډې پولې لري.

د بډه بيري مشر منیر خان وويل، "داسې يو وخت وو چې زمونږ ډیر کسان په دې مجبوره شوي وو چې د پیښور نورو برخو ته هجرت وکړي، په داسې حال کې چې پاتي نور کسان به هره ورځ د راکټي بريدونو، چاودنو او یا اغوا نه ویريدل."

هغه وويل، ښه امنيت په دې سيمو کې نورمال حالات رامنځته کړي دي او خلک اوس د امنيت سره ژوند کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "اوس، تاسو نه شئ ليدلی چې وسله والې ډلې په دغه کليو کې ګشتونه کوي او خلکو ته ګواښ کوي یا د نږدې فاټا نه راکټونه ویشتلی کیږي. دا ټول هر څه ښه امنيت څرګندوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ټول پوليس ځواک ته سلام

ځواب

زه په دې خبره فخر کوم چې زه په خپله صوبه کې د نړیوال معیار پوليس لرم او زه باور لرم چې د خیبر پښتونخوا حکومت به زيات فنډونه برابر کړي چې د خلکو ژوند او معیشت خوندي کړي.

ځواب