اسلام آباد -- د ډان ورځپاڼې له مخې، د پاکستان د انرژۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ (د اګست په ۲ مه) د سنيټ کمیټۍ ته ووويل، ایران د بجلۍ په ۱۰۰ ميګا واټو کې، چې عموماََ د پاکستان ساحلي سيمو ته يې برابروي، ۸۰ میګاواټه بجلي بنده کړې ده.
پاکستاني چارواکو وويل، په متاثره سيمو کې ګوادر، پنجګور او پسني شاملې دي.