وارسا، پولينډ -- پاکستان او پولينډ د پنجشنبې په ورځ (د اپریل په ۱۹ مه) د دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ.
د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیرخان او د هغه د پولينډ هم منصب، ماریسز بلاسززک يو تړون لاسلیک کړ، چې د دفاعي اړیکو د پیاوړتیا او ښه کولو په برخه کې يو مهم ګام ګڼل کيږي.
خان او بروسززک له يو بل سره او د وفد د ټولو غړو سره خبرې اترې وکړې. دوی د خپلو هیوادونو د موجوده دفاعي همکارۍ بیاکتنه وکړه او د اړیکو د پراختیا لپاره یې په لارو چارو باندې غور وکړو.
خان د پولينډ وفد ته په پاکستان کې د پرمختګ، د جمهوري اقدارو د پياوټيا، اقتصادي ودې او د تروریزم پر وړاندې د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.