کراچۍ -- جيو نيوز راپور ورکړو چې صدر عارف علوي د سه شنبې په ورځ ( د نومبر په ۲۷ مه) په کراچۍ کې د لسم نړيوال دفاعي نمايش او سیمینار (آيډياز ۲۰۱۸) پرانيسته وکړه.
د څلورو ورځو په دې نمايش کې د نړۍ د بیلابیلو ملکونو څخه استازي ګډون کوي.
د پاکستان ترڅنګ، د چین، چک جمهوریت، فرانس، جرمني، ايټلي، اردن، پولينډ، روس، جنوبي کوریا، ترکي، متحده عرب امارات، يوکرین او متحده ایالاتو په شمول د دفاعي ټکنالوجۍ نور لوی صادرونکي به خپل سټالونه ولري.