واشنګټن -- ډان خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ ( د اپريل په ۴ مه) راپور ورکړو چې د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا د تروريستي اشخاصو او ادارو په لیسټ کې هغه ۱۳۹ کسان او سازمانونه شامل دي کوم چې د پاکستان سره تعلق لري.
په دې ليسټ کې، چې د سه شنبې په ورځ (د اپریل په ۳ مه) په دې کې ترميم وکړی شو، ټول هغه کسان شامل دي کوم چې په پاکستان کې اوسیدل او يا یې له پاکستان څخه عملیات ترسره کړې دي او یا د هغو ډلو سره تړاو لري کومو چې له پاکستان څخه عملیات ترسره کړې دي.
په دغه ۱۳۹ کسانو او ډلو کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري او د منع شوي وسله والې ډلې لشکر طیبه غړي شامل دي.
په دغه ليسټ کې الظواهري تر ټولو په سر کې دی. د ملګرو ملتونو له مخې، هغه اوس هم د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې له خپلو يو شمير قوماندانانو سره پټ دی.