امنیتي ځواکونو د ټي ټي پي هغه نيټ ورک مات کړو کوم چې پاکستان سپر لیګ په نښه کوو

پاکستان فارورډ

لاهور-- ډان ورځپاڼې د جمعې په ورځ (د مارچ په ۳۰ مه) راپور ورکړو چې پاکستاني چارواکو هغه نيټ ورک تباه کړی دی کوم چې په پنجاب صوبه کې د تحريک طالبان پاکستان ترټولو لوی نيټ ورک ګڼل کیږي.

يو چارواکي وويل، ګډ ټیمونو د پنجاب پولیسو د تروریزم ضد څانګې او د استخباراتو ادارې په ګډون، د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۹ مه) په ټوله صوبه کې، زياتره په لاهور او ګوجرانواله کې، شپږ شکمن وسله وال ونيول.

دغه چارواکي وويل، نيول شوي کسان د هغه نيټ ورک برخه وه کوم چې په لاهور کې د دوو ځانمرګي بریدونو مسؤلیت په غاړه لري. په دغه بريدونو کې يو بريد په تیر اپریل کې په بدين سړک باندې پوځيان په نښه کړل او بل بريد په تيره جولای کې په فيروزپور سړک باندې پولیس په نښه کړل.

نیول شوي وسله والو د تحقیق په ترڅ کې ادعا وکړه چې دوی په ۲۰۱۴ کال کې په سرګودها کې د پوځ د استخباراتو ادارې د يو چارواکي بريګيډير ظهور فضل قادري او د هغه د ورور په وژولو کې لاس لري.

د دغه چارواکي په وینا، دا نیونې د لوی امنیتي عملیاتو یوه برخه وه چې موخه یې په لاهور کې په ۲۰-۲۱ مه د پاکستان سپر ليګ ميچونو باندې د بريد کولو لپاره د تحريک طالبان پاکستان د پلان مخه نيول و.

چارواکي د دې نيټ ورک د پاتې شکمنو غړو د نیولو لپاره چاپو وهلو ته دوام ورکوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500