ټاکني

په پيښور کې د ټي ټي پي بريد په جمهوري بهير کې د پاکستانيانو ژمنه قوي کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

جنازې د جولای په ۱۱ مه وروسته له هغې ترسره شوې کله چې لږ تر لږه ۲۰ کسان، د عوامي نيشنل پارټۍ د مشر هارون بلور په ګډون، په پيښور کې يوه ورځ مخکې د راتلونکي انتخاباتو په يوې جلسه کې په یو ځانمرګي برید کې ووژل شول. د دغه بريد مسوليت تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر غاړه اخيستی دی. [احمد اعوان/ای ايف پي ټي وي/ ای ايف پي]

پيښور -- تقريباََ ۳۰،۰۰۰ ماتم کوونکو په پیښور کې د چهارشنې په ورځ (د جولای په ۱۱ مه) د ای اين پي د مشر هارون بشیر بلور د جنازې په مراسمو کې يوه ورځ وروسته له هغې ګډون وکړو کله چې په يو ځانمرګي بريد کې، چې تحريک طالبان پاکستان يې مسوليت پر غاړه اخيستې دی، لږ تر لږه ۲۱ کسان ووژل شول.

په پیښور کې د مرکزي ښار د پولیسو افسر، قاضي جمیل الرحمان، په يو نيوز کانفرنس کې وويل، چې يو ماشوم ځانمرګي بريد کوونکي په يکه توت کلي کې د انتخاباتو په هغه جلسه کې ځان ته چاودنه ورکړه په کومه کې چې بلور ګډون کولو. هغه زياته کړه چې په دغه چاودنه کې ۶۳ کسان ژوبل شول.

هغه وويل، د خیبر پښتونخواه (کی پي) د تروريزم پر وړاندې د مبارزې ادارې د پوليسو ډپټي انسپکټر جنرل محمد طاهر په مشرۍ کې د اووو کسيزو غړو مشترکه تحقیقاتي ټیم جوړ شوی چې په یوه هفته کې دننه یو راپور وړاندې کړي.

بلور د ای اين پي، چې د اوږدې مودې راهيسې يې د ټي ټي پي مخالفت کړی دی، صوبايي وياند و. هغه د وسله والو سخت مخالف و، او اکثر به يې په ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو باندې د بریدونو غندنه کوله.

پاکستانيان په پيښور کې د جولاى په ۱۱ مه د هغه قربانيانو لاشونه وړي کوم چې يوه ورځ مخکې په دغه ښار کې په يو ځانمرګي بريد کې ووژل شول. [عبدل مجید/ای ايف پي]

پاکستانيان په پيښور کې د جولاى په ۱۱ مه د هغه قربانيانو لاشونه وړي کوم چې يوه ورځ مخکې په دغه ښار کې په يو ځانمرګي بريد کې ووژل شول. [عبدل مجید/ای ايف پي]

هارون بشیر بلور په پیښور کې د ۲۰۱۳ کال د اپريل په ۲۵ مه خپل کور ته راځي. بلور په دغه ښار کې د جولای په ۱۰ مه په يو ځانمرګي برید کې، چې تحريک طالبان پاکستان يې مسوليت پر غاړه اخيستې دی، ووژل شو. [عبدل مجید/ای ايف پي]

هارون بشیر بلور په پیښور کې د ۲۰۱۳ کال د اپريل په ۲۵ مه خپل کور ته راځي. بلور په دغه ښار کې د جولای په ۱۰ مه په يو ځانمرګي برید کې، چې تحريک طالبان پاکستان يې مسوليت پر غاړه اخيستې دی، ووژل شو. [عبدل مجید/ای ايف پي]

د ای اين پي صدر اسفندیار ولي خان ( چې په منځ کې ناست دی) او د پارټۍ نور چارواکي او د کورنۍ غړي په پيښور کې د جولای په ۱۱ مه د بلور په کور کې فاتحه کوي. هارون بشیر بلور د جولای په ۱۰ مه په دغه ښار کې د ټي ټي پي په ځانمرګي برید کې ووژل شو. [ای اين پي]

د ای اين پي صدر اسفندیار ولي خان ( چې په منځ کې ناست دی) او د پارټۍ نور چارواکي او د کورنۍ غړي په پيښور کې د جولای په ۱۱ مه د بلور په کور کې فاتحه کوي. هارون بشیر بلور د جولای په ۱۰ مه په دغه ښار کې د ټي ټي پي په ځانمرګي برید کې ووژل شو. [ای اين پي]

تقريباََ ۳۰،۰۰۰ ماتم کوونکو په پیښور کې د جولای په ۱۱ مه د ای اين پي مشر هارون بشیر بلور د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړو. [شهباز بټ]

تقريباََ ۳۰،۰۰۰ ماتم کوونکو په پیښور کې د جولای په ۱۱ مه د ای اين پي مشر هارون بشیر بلور د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړو. [شهباز بټ]

طالبانو په تېرو څو کلونو کې د ای اين پي په سلګونو مشران او ملاتړي وژلي دي. د بلور پلار، بشير احمد بلور، چې د خیبر پښتونخواه پخوانی وزیر او د ای اين پي سیاستدان و، پخپله په دسمبر ۲۰۱۲ کال کې په يو ځان وژونکي بريد کې وژل شوی و. د هغه تره، غلام احمد بلور، چې د ای اين پي سينير مشر و، په دوو ځانمرګي بریدونو کې ژوندی پاتې شوی دی.

د پاکستان د انتخاباتو کميشن د چهارشنې په ورځ پریکړه وکړه چې په پېښور کې په حلقه پي کې - ۷۸ کې انتخابات معطل کړي، چېرې چې بلور د جولای په ۲۵ مه د صوبايي اسمبلې د سيټ لپاره انتخاباتو ته ولاړ و. په دغه حلقه کې د انتخاباتو لپاره د نوي نیټې لا تراوسه اعلان نه دی شوی.

وسله وال د جمهوريت نه يريږي

تحریک طالبان پاکستان د چهار شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې د دغه بريد د مسؤلیت ادعا وکړه.

بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې په پيښور کې د امنيت شنونکی او د فاټا د امنيت پخوانی سيکريټری پاتې شوی دی، وویل، د دې چاودنې مطلب دا و چې خلک ويروي او هغوی په انتخاباتو کې د ګډون کولو نه منع کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "تحریک طالبان پاکستان او نور بنياد پرست وسله والې ډلې غواړي چې د ویرې او تاوتریخوالي خپله اجنډا وړاندې کړي او انتخابات ونه مني ... حکومت باید د تاوتریخوالي ګواښ کمزوری ونه ګڼي."

شاه وويل، "جمهوريت د تروریزم لپاره ترټولو غوره حل دی."

د ترهګرۍ ضد ملي ادارې (نيکټا) د جولای په ۹ مه خبرداری ورکړو چې د انتخاباتو په روان کمپاين کې شپږ سیاستدانان د ترهګرو لخوا په نښه کيدی شي.

د نيکټا ډايريکټر عبيد فاروق د کورنیو چارو په اړه د سنيټ کميټۍ ته وویل، په دغه کسانو کې د پاکستان تحریک انصاف چيرمين عمران خان، د ای اين پي مشران اسفندیار ولي خان او آمیر حيدر هوتي، د قومي وطن پارټۍ مشر آفتاب شیرپاؤ، د جمعیت علماء اسلام (فضل) مشر اکرم خان دراني او طلحه سعید،د حافظ سعید زوی -- د جماعت الدعوا وسله والې ډلې مشر، شامل دي.

هغه زياته کړه، د پاکستان پيپلز پارټۍ او پاکستان مسلم لیګ سينير مشرانو ګواښونه ترلاسه کړي دي.

ترهګرۍ ته ماتې ورکول

د ای اين پي صدر اسفندیار ولي خان د بلور لپاره د دريو ورځو ماتم اعلان وکړو. هغه بدګومانه نه شو او ویې وويل چې د هغه پارټي به د تروریزم د فشار لاندې را نه شي او د انتخاباتو نه به انکار ونه کړي.

هغه د بلور په کور کې د چهارشنبې په ورځ خبريالانو ته وویل، "د انتخاباتو کمپاين به درې ورځې وروسته پیل شي. موږ به په انتخاباتو کې برخه واخلو او په هیواد کې د سولې د ټینګښت لپاره به بریالي شو."

هغه وويل، "موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې آزاد، عادلانه او شفاف انتخابات يقيني کړي او هغه کسانو ته سزا ورکړي کوم چې د انتخاباتو مخه نيسي."

هغه وويل، "زه د پارټۍ کارکوونکو ته درخواست کوم چې د صبر نه کار واخلي او د سولې لپاره کار وکړي." زموږ پارټي د عدم تشدد له کبله مشهوره ده، او موږ به د ووټ له لارې ترهګرو ته ماتې ورکړو."

خان وويل، "موږ د ترهګرۍ د وېرې له کبله ميدان شر پسندو ته نه شو پريښودلی او په هر حال کې به په انتخاباتو کې مقابله وکړو."

د ای اين پي جنرل سيکريټری میاں افتخار حسين وویل، دا پارټي ترهګرو ته سر نه ټیټوي او د سولې لپاره به هڅه کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ د تروریزم په وړاندې په مبارزه کې له ۱،۰۰۰ څخه زیات کارکونکي او مشران قرباني کړې دي او د خپلو خلکو لپاره به ورته قربانو ته دوام ورکړو." "تحریک طالبان پاکستان د جمهوريت مخالفت کوي او غواړي چې د زور له لارې خپله غير قانوني واکمني جوړه کړي."

د حسین یوازینی زوی، میاں رشید حسین، په ۲۰۱۰ کال کې د تحریک طالبان پاکستان لخوا وژل شوی و.

پراخه غندنه

دا برید په پاکستان او بهر کې په پراخه ډول وغندل شو.

د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه د پاکستان د پوځ د وياند لخوا په خپور شوي ټويټ کې د خپلې خواخوږۍ څرګندونه وکړه او د دغه وژلو غندنه يې وکړه.

هغه وویل، "موږ د دښمانانو د هغه نيټ ورک په وړاندې جګړه کوو کوم چې سوله ایز او باثباته پاکستان ليدل نه غواړي. موږ ژمن یو او دوی ته به ماتې ورکړو."

د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ اعلان وکړو چې دا به د ۳۷۱،۰۰۰ نه زيات سرتير ځای پر ځای کړي چې د جولای په ۲۵ مه سوله ایز، منصفانه او عادلانه انتخابات يقيني کړي.

نورو پاکستاني چارواکو، د وزير اعظم ناصر الملک په ګډون، او د نورو سیاسي پارټو مشرانو د دغه بريد غندنه وکړه.

د پي ټي آی چيرمين عمران خان په يو ټويټ کې وويل، "زه خفه شوم کله چې ما د هارون بلور او د ای اين پي د کارمندانو د مرګ خبر واوريدو او په پېښور کې د ای اين پي په غونډه باندې د بريد په کلکه غندنه کوم."

په اسلام اباد کې دامریکې سفارت خانې "په پیښور کې د ملکي وګړو، چې په دې مياشت کې يې د انتخاباتو لپاره کمپاين ترسره کولو، په وړاندې د برید غندنه وکړه."

په دغه بيان کې راغلي دي: "موږ د هغو کورنیو او د هغه کسانو د ملګرو سره د خواخوږۍ څرګندونه کوو کوم چې ووژل شول او هيله لرو چې هغه کسان به ژر ښه شي کوم چې ژوبل شوي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500