کويټه -- د ډان خبري اژانس له مخې، امنیتي ځواکونو د سه شنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۹ مه) په بلوچستان کې په عملیاتو کې دوه وسله وال ووژل.
سرچینو وویل چې پوځیانو د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو دوه پټڼځايونه تباه کړل.
د ايجنسۍ پوليټيکل انتظاميې وويل، په همدغه ورځ، د امنیتي ځواک يو ګاډی په کرم ایجنسۍ کې د يو ځمکني ماین ښکار شو، چې درې پوځیان يې ټپیان کړل.