امنیت

د رد الفساد عملیاتو لاسته راوړنې د پام وړ دي

د جاويد محمود لخوا

د رد الفساد عملیاتو د برخې په توګه، فرنټير کور په بلوچستان کې د ۲۰۱۷ کال د اګست په ۲۶ او ۲۷ مه د افراطیانو پر ضد ځانګړي استخباراتي عملیات ترسره کړل، چې دوه وسله وال سهولت کاران يې ونيول او د وسلو لویه زیرمه يې ترلاسه کړه. [د پوځ د عامه اړیکو دفتر لخوا]

د رد الفساد عملیاتو د برخې په توګه، فرنټير کور په بلوچستان کې د ۲۰۱۷ کال د اګست په ۲۶ او ۲۷ مه د افراطیانو پر ضد ځانګړي استخباراتي عملیات ترسره کړل، چې دوه وسله وال سهولت کاران يې ونيول او د وسلو لویه زیرمه يې ترلاسه کړه. [د پوځ د عامه اړیکو دفتر لخوا]

اسلام اباد -- په اسلام آباد کې د ستراتیژیکي مطالعاتو انسټیټوټ راپور ورکړو چې د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په مياشت کې د پوځي رد الفساد عملياتو د پيلولو راهيسې، د پاکستان پوځ په ټول هيواد کې ۹،۰۰۰ استخباراتي عملیات ترسره کړي دي.

په اسلام آباد کې د ستراتیژیکي مطالعاتو انسټیټوټ د اګست په ۱۸ مه په خپل راپور، "د رد الفساد عملياتو لاسته راوړنې"، کې وويل، د استخباراتو پر بنسټ عملياتو د پوځ لپاره لاره هواره کړه چې دوی د پولیسو او نورو امنیتي سازمانونو په مرسته په ټول هیواد کې د ترهګرو په وړاندې ۴۶ لوی عملیات ترسره کړي.

د پاکستان پوځ په ټول هيواد کې د کال په پيل کې د يو لړ تروريستي بريدونو په ځواب کې رد الفساد عمليات پيل کړل.

په اسلام آباد کې د ستراتیژیکي مطالعاتو انسټیټوټ په راپور کې راغلي چې د عملیاتو موخه د تروریزم پاتې ګواښ له منځه وړل، د پخواني ضرب عضب عملیاتو کاميابو ته استحکام ورکول او ټولنه د وسلو نه پاکول دي.

دا عملیات ځکه منفرد دي چې په لومړي ځل حکومت پوځ ته اجازه ورکړې ده چې د پنجاب په صوبه کې د وسله والو او پټنځايونو پر ضد ګامونه پورته کړي.

پراخه لاسته راوړنې

د راپور له مخې، "د فبرورۍ له میاشتې راهیسې د رد الفساد عملیاتو لاسته راوړنې د پام وړ دي."

په بلوچستان کې فرنټير کور د قلعه عبدالله په سپين تيزها کې په ځانګړي استخباراتي عملياتو کې د ترهګریزو فعالیتونو مخه ونیوله او د يو ګاډی نه يې ۲،۰۰۰ کلوګرامه چاوديدونکی توکې ترلاسه کړې.

په پنجاب کې د پاکستان رینجرو، د صوبايي ترهګرۍ پر ضد ادارې، پولیسو او استخباراتي ادارو په منډي بهاودین او نیلور سیمو کې د لټون عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې یې اوه شکمن ترهګر ونيول او وسلې، چاوديدونکې توکي او مهمات يې ترلاسه کړل.

په راپور کې راغلي چې "د دې عملیاتو یوه لویه برخه دا ده چې د پوځ سربیره، د قانون ځايي پلي کونکي ادارې اوس په مساوي توګه د تروریستانو سره د مبارزې په پروسه کې برخه اخلي."

د راپور له مخې، د نوي پوځي عملياتو د پيل نه وروسته، په ترهګريز بریدونو کې د ملکي تلفاتو کمی د هیواد په ټولو برخو کې د عملیاتو بریالیتوب په ګوته کوي.

دا عمليات په پاکستان کې 'سوله راژوندۍ کوي'

په پېښور کې يو امنيتي شنوکي بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه پاکستان فارورډ ته وویل، د نوي عملیاتو د پیل وروسته، د پاکستان پوځ او فرنټير کور په پوله باندې امنیت ټینګ کړو او په ټول هیواد کې يې د وسله والو د پټنځايونو پرضد ګامونه پیل کړل."

پوځ او نور امنیتي سازمانونه د استخباراتو پر بنسټ په زرګونو عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې يې په سلګونو وسله وال ونیول او د منع شوي وسله والو ډلو د غړو نه يې چاوديدونکي توکي او ناقانونه وسلې ترلاسه کړې.

هغه وويل: "د پوليسو د تروريزم ضد ډپارټمنټ د ترهګرو د پټنځایونو معلومولو لپاره د عصري ټکنالوژۍ سره سمبال شوې. دې تکنالوژۍ د سي ډي ټي چارواکو ته توان ورکړو چې د استخباراتو پر بنسټ عملياتو کې وسله وال ونيسي."

شاه وويل، رد الفساد عملیاتو په هیواد کې سوله بیا بحال کړې ده او د ترهګرو قوت يې ختم کړی دی.

هغه وویل، چې په ټول هیواد کې د اګست په ۱۴ مه د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په جشن کې د ډيرو خلکو ګډون دا څرګندوي.

هغه وويل، "د تروريستي بريد د ويرې په پرتله، په ملیونونو خلک بهر ته راوتل ... چې د روايتي جوش سره د خپلواکۍ ورځ ولمانځوي." هغه زياته کړه چې پوځ په اسلام آباد کې د خپل قوت د ښودلو لپاره د یو پريډ او هوايي نمايش انتظام وکړو.

هغه وويل، د سپتمبر په ۶ مه د پاکستان د دفاع ورځ په مختلفو ښارونو کې د پوځي پريډونو سره په سوله ييز ډول ولمانځل شوه.

شاه وويل: "پاکستان د ترهګرۍ مخه نيولې ده، او هيواد د تروريزم په وړاندې په بشپړه توګه جګړې ګټلو ته نږدې دی."

"د ترهګرۍ ځینې پیښې رامنځته کيدې شي ځکه چې په افغانستان کې ميشت ترهګريزې ډلې هڅه کوي چې په پاکستان کې سوله ختم کړي او زياته وینه توی کړي، خو دوی به په خپل ناوړه موخه کې بریالي نه شي."

د استخباراتو پر بنسټ عمليات کاميابۍ رامنځته کوي

په اسلام آباد کې د امنیتي چارو شنونکي کرنل (ريټايرډ) علي رضا پاکستان فارورډ ته وویل، د پاکستان پوځ او نور امنیتي سازمانونه باید د ځانګړو آی بي اوز ترسره کولو باندې تمرکز وکړي." هغه زياته کړه چې آی بي اوز "د ټولنې نه د اورپکۍ لرې کولو لپاره یوازینۍ لار ده."

رضا، چې د خصوصي امنیتي ادارې ستر مشر دی او په نيشنل ډيفنس يونيورسټۍ کې د تروریزم پر ضد مبارزه کې د پي ايچ ډي يو کاندید دی، وويل، کومبنګ عمليات د استخباراتو پر بنسټ عملياتو په شان موثره نه دي او له هم دې امله امنیتي پرسونلو له پکار ده چې د وسله والو په وړاندې په هدفي آی بي اوز باندې تمرکز وکړي.

هغه وويل، "په رد الفساد عملیاتو کې، پوځ له پکار ده چې د هیواد په هر ځای کې د وسله والو د پټنځايونو په وړاندې خپل فعالیتونه پراخه کړي." هغه زیاته کړه، د عملیاتو پایلې د "ستاینې وړ" دي او په وروستي میاشتو کې يې "د امنیت وضعیت ښه کړی دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500