کويټه -- سما تلويزيون د جمعې په ورځ (د اګست په ۱۸ مه) راپور ورکړو چې د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې د منع شوي ډلې څلور غړي ووژل شول.
وسله والو په هغه ځواکونو باندې ډزې پيل کړې کومو چې د استخباراتو پر بنسټ عملیات ترسره کول. امنیتي سرچینو وویل چې سرتیرو واپسي ډزې وکړې او هغوی يې ووژل.