په ډيره اسماعیل خان کې ۳ وسله وال ووژل شول

پاکستان فارورډ

ډيره اسماعيل خان -- ډان خبري اژانس د یکشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۴ مه) راپور ورکړو چې امنيتي ځواکونو په ډيره اسماعیل خان کې په عملیاتو کې درې وسله وال ووژل.

چارواکو په دغه کسانو کې د يو وسله وال، چې د اقبال په نامه پيژندل شوی دی، په سر يو ميليونه روپۍ (۱۰،۰۰۰ امريکايي ډالره) کيښودې وې.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، وسله والو په امنیتي ځواکونو باندې هغه وخت ډزې وکړې کله چې هغوی د پلټنې عمليات ترسره کول. آی ايس پي آر زياته کړه چې ځواکونو بیرته ډزې وکړې او هغوی یې ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500