لاهور -- جيو نيوز د چهارشنبې په ورځ ( د جولای په ۲۶ مه) راپور ورکړو چې د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، امنیتی ځواکونو په پنجاب کې د چاپو په ترڅ کې ۲۱ شکمن کسان ونیول، چې په دوی کې د تحریک طالبان پاکستان د سوات د ډلې يو شکمن تروریست شامل وو.
د پنجاب رینجرز، د پنجاب د ترهګرۍ پر ضد د ادارې پولیس او استخباراتي ادارې د صوبې په بیلابیلو برخو کې فعالیتونه پرمخ بوځي.
آی ايس پي آر زياته کړه چې په شکمنو کسانو کې د اغواکارانو يوه ډله او يو شمېر نارجسټر شوي افغانان هم شامل دي.