د چمن چاودنو مشکوک مجرم ونيول شو

د سټاف راپور

کوټه -- ډان خبري اژانس د يکشنبې په ورځ (د جون په ۱۸مه) راپور ورکړو چې پوليسو يو افغان وګړی ونيولو کوم چې په چمن کې په څو بمي چاودنو کې په لاس لرلو تورن دی.

هغوی د شنبې په ورځ ( د جون په ۱۷مه) وويل، چې پوليسو نور احمد څو ورځې وړاندې ونیولو کله چې هغه د افغانستان نه پاکستان راننوتلو.

پوليسو وويل، هغه اعتراف وکړو چې هغه يو شمير بمي چاودنې ترسره کړي وې چې په دې کې په دسمبر ۲۰۱۳ کال کې ګورنمنټ ګرلز کالج ته نژدې یوه چاودنه شامل وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500