تروريزم

خیبر پښتونخوا کې لږ تروريستي بريدونه ثبت شوې دي

جاويد خان لخوا

د خېبرپښتونخوا د پولیسو افسران د جون په ۵ مه په نوښار ولسوالۍ کې د ترهګرۍ پر ضد روزنې تر لاسه کوي. [جاويد خان]

د خېبرپښتونخوا د پولیسو افسران د جون په ۵ مه په نوښار ولسوالۍ کې د ترهګرۍ پر ضد روزنې تر لاسه کوي. [جاويد خان]

پېښور - د چارواکو په وينا، په خیبر پښتونخوا (KP) کې په ۲۰۱۶ کال کې په لومړۍ نيمايي کې تروریستي بریدونه په همدې موده کې د ډېرو تېرو کلونو په پرتله کم شوې دي.

په پېښور کې د مرکزي پولیسو دفتر لخوا راټولې شوي رسمي شمېرو له مخې، د ۲۰۱۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۹۹ تروریستي بریدونه شوې دي.

دا شمېره د همدې مودې په پرتله په ۲۰۱۵ کال کې ۱۳۴ او ۲۰۱۴ کال کې ۲۹۲ وه.

چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا چارواکو په تیرو کلونو کې په ځانګړې توګه په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کې د تروریستي بریدونو شميره نوره هم خرابه ثبت کړې ده.

د خېبرپښتونخوا د پولیسو له مخې، ځانمرګي بريدونه هم کم شوې دي.

دوی د ۲۰۱۶ کال په لومړۍ نيمايي کې درې ځانمرګي بريدونه ثبت کړل، چې هم دغه شميره يي په ۲۰۱۵ کال کې په دغه موده کې ثبت کړي وه. د دغه شمير په پرتله، دوی په ۲۰۱۳ کال کې په همدې موده کې ۱۳ ځانمرګي بريدونه ثبت کړي وو.

له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۶، په خېبرپښتونخوا کې د پرمختللو چاوديدونکو (IED) بريدونو شمېر ۸۰ ٪ کم شوی دی: چې د ۲۰۱۳ کال په نيمايي کې ۱۸۳ او ۲۰۱۶ کال په همدې موده کې ۳۶ دی.

نه په ۲۰۱۶ کې لا تر اوسه او نه د ۲۰۱۵ کال په ټوله موده کې پر موټر وړلی شوي پرمختللو چاوديدونکي بریدونه ترسره شوي دي.

په ملي او محلي کچه کريدت ورکول

د خېبرپښتونخوا پولیس د ښه والي له امله يو شمېر کريدت اخلي.

د خېبرپښتونخوا د پولیسوعمومي مفتش ناصر خان دراني پاکستان فارورډ ته وويل: " د پوليسو لخوا د ناقانونه وسلو نيسلو لپاره پرمختللې اقدامات، پلټل، عملیات او د قانون د پلي کولو ګډ همغږې هڅو په تېرو څو کلونو کې نظم او قانون ډیر ښه کړی دی."

هغه د پوليسو د هڅو، په ځانګړې توګه د خېبرپښتونخوا تروریزم سره د مبارزې ریاست (CTD)، ستاينه وکړه چې دوی د ترهګرو تعقيب کوي او د دوی شبکې ماتوي.

دراني وويل: "پوليسو د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره د تېرو څو کلونو په ترڅ کې ګڼ شمېر لوړ پوړو قضيي حل کړي دي."

خو د پوځ په قبایلې سېمو کې د ترهګرۍ په وړاندې سخت زړې مبارزې له خېبرپښتونخوا سره مرسته هم کوي. پوځونو په جون ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې ضرب عضب عمليات پيل کړ او دا تر ننۍ ورځې پورې دوام لري.

د پېښور يو لوړپوړي امنيتي مشاور، ظفر الله خان پاکستان فارورډ ته وويل"پرته د پوليسو له د هڅو، [په تروريستي بريدونو کې کموالی] د ترهګرو په وړاندې د پوځ د لوی درستیز جنرال راحیل شریف سخت دريځ له امله رامنځته شوی دی، چې په خیبر پښتونخوا او په نور پاکستان کې يې د قانون او نظم حالت ښه کړی دی،".

خان، چې د ملي ترهګرۍ سره د مبارزې د ادارې مشر، د فدرالي تحقیقاتو د ادارې مشر، د پوليسو عمومي پلټونکی او د ايف سي قومندان پاتې شوی دی، وايي چې د پوځ د قانون د پلي کولو د دندو له امله خلک د څو کلونو وروسته په هوسا زړه سا اخلي.

هغه وويل: "په قبايلي سيمو کې ضرب عضب عملیاتو مهم رول لوبولی دی."

ګڼ شمېر وسلوال نیولی شوي دي

د خیبر پښتونخوا CTD مرستيال عمومي پلټونکي صلاح الدین خان دراني د جولای په ۱۳ مه په يوه غونډه کې وويل، د خیبر پښتونخوا پولیسو CTD پرسونلو د ۲۰۱۶ کال په لومړۍ نيمايي کې ۹۲۴ مشکوک وسله وال نیولې دي.

صلاح الدين خان وويل چې وروستي بندیانو کې ۹۷ مشکوک ترهګر شامل وو چې د هغوی د نيولو لپاره پيسې (اجر) وړاندې کړی شوې وې. هغه د مشکوکو قوماندانانو ګل عبدالروف او قاري رشید د نیولو ستاینه وکړه.

د هغوی د نیولو لپاره چارواکو پاکستاني ۲ میلیونونه روپۍ ( امريکا يي ۲۰،۰۰۰ ډالره) او پاکستاني يو ميليونه روپۍ ( امريکا يي ۱۰،۰۰۰ ډالره) په ترتيب سره وړاندې کړې وې.

خان وويل، په وروستيو مياشتو کې د خیبر پښتونخوا پولیسو دوه تر ټولو غوښتل فراريان عتيق الرحمن او حضرت علي، چې په پېښور کې په دې ورستيو کې پر پوليسو او ملکي وګړو په برید کې تورن دي، نيولې دي.

یوه ښه جوړيدونکي فضا

ملکي وګړي په هغه سیمه کې چې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې وه اوس خونديتوب محسوسوي.

د جرمونو او د ترهګرۍ د ژورنالیستانو د خېبرپښتونخوا فورم ولسمشر طارق وحيد پاکستان فارورډ ته وويل: " له دې امله تاسود سوداګرۍ مرکزونو، پارکونو او عامه ځايونو کې په زرګونو کسان ليدلی شۍ."

هغه وويل، په خېبرپښتونخوا کې د قانون د پلي کوونکو ادارو، د موټر بمي چاودنو او تېرو کلونو کې د ډلوژنو لاملونو سره جنګيږدو پرځای، دوی د هدفي وژنو او شوکې په غوښتنې سره مخامخ دي.

هغه وويل: " په خېبرپښتونخوا او د پاکستان په نورو سيمو کې د ۲۰۰۷ له ۲۰۱۵ پورې په پرتله حالت ښه دي." "خو بیا هم موږ باید په بشپړه توګه د قانون او د نظم راوستو لپاره هڅې وکړو."

له ښار څخه د پېښور يوه اوسېدونکي، نسيم خان، پاکستان فارورډ ته وويل: "پخوا به تاسو بازار ته او یا بل عامه ځای ته نه شوۍ تللی." "خو اوس خلک ډير کراري محسوسوي."

هغه وويل چې پوليس او امنيتي ځواکونه بايد د ټولو ډلو د ماتولو او په بشپړه توګه د سولې د بحالۍ لپاره کار وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500