امنیت

د پاکستان امنيتي تدابير اختر له سولې سره لمانځنه تامينوي

جاويد خان لخوا

پېښور کې د پولیسو د لوړ پوړو مشر عباس مجيد مروت (په سپين رنګ جامو کې، په منځ کې) د جولای په ۴ مه د وړوکي اختر له مخکې د امنيت معاينه کولو لپاره د مرکزي پېښور کتنه کوي.

پېښور کې د پولیسو د لوړ پوړو مشر عباس مجيد مروت (په سپين رنګ جامو کې، په منځ کې) د جولای په ۴ مه د وړوکي اختر له مخکې د امنيت معاينه کولو لپاره د مرکزي پېښور کتنه کوي.

پېښور-- په ټول پاکستان کې کلک امنيتي ترتيباتو له امله روژه او کوچني اختر له سولې سره تېر شو، چارواکو سنټرل اسيا آنلاين ته وويل.

رسنيو راپور ورکړ چې چارواکو مخکې له اختراخطارونه تر لاسه کړي وو چې شپږ تنه ترهګر پېښور ته ننوتلي دي چې په ښار کې بریدونه وکړي. خو د اختر په ترڅ کې هيڅ يو کس په پېښور کې تروریستي برید ونه کړ.

په پېښور کې د ښار د پولیسو افسر مبارک زيب وويل: " په ټول پيښور او د خیبر پښتونخوا په نوروسيمو کې مبارکه مياشت او اختر له سولې سره ولمانځل شو. زه ټولو پوليسو او سرتېرو ته مننه وايم چې دوی په اختر او روژه کې چمتو پاتې شول."

هغه وويل، د ولايت په ټول مرکز کې پوليس استولی شوي وو چې د سوداګرۍ مرکزونو او جوماتونو کې امنيت باندي تمرکز وکړي.

هغه سنټرل اسيا آنلاين ته وويل، "دا ښه ډله ییز كار و چې د سولې په ساتلو کې يې مرسته وکړه،" .

په سلګونو افسرانو يوازې د چټک ریسپانس فورس ۲۵ غړو په ګډون چې د پوليسو تر څنګ کې یې په منظمه توګه ګزمه کوله. پوليسو ته د خیبر پښتونخوا مرکز ته داخلیدو د نقطې ساتنې کولو لپاره كومكي ځواكونه ترلاسه کړل.

د یونیورسټي ټاون د پولیسو سټيشن کورافسر واجد شاه سنټرل اسيا آنلاين ته وويل: " داسې برېښېده لکه چې دا د پوليسو لپاره ۲۴ ساعته دنده وه ځکه چې په زرګونو خلک د روژه ماتې مخکې او وروسته هره ورځ د اخترد سودا لپاره راتلل."

د مردان د پوليسوعمومي پلټونکي مرستیال محمد طاهر خان سنټرل اسيا آنلاين ته وويل: "دا ټول د پوليسو د هڅو له امله و چې روژه او اختر په ټولو څلورو ولسواليو کې سوله وساتل شوه."

هغه وويل، پر دې سربېره، د مردان رينج پوليسو يوشمېر شکمن کسان ونيول چې دوی په بمي چاودنو او په تېرو څو مياشتو کې په نورو تروریستي بریدونو تورن وو.

د اختر په ورځ پارکونه او د سياحت ځایونه په امن وو.

د اختر په ورځ د خېبرپختونخوا په هزاره ډيويژن کې په سلګونو زره سيلانيانو په ګلګت، کاغان ، ناران اود سوبت په ځایونو کې خلکو سره ټمبه شول او د جولای په ۶-۱۱ مه یې اختر ولمانځلو.

د ایبټ آباد هارون بادشاه د پوليسو مرستيال سنټرل اسيا آنلاين ته وويل: "دا هر څه له سولې سره ترسره شو که څه هم تقريباً ۸۰،۰۰۰ د سيلانيانو موټرونه هره ورځ يوازې ايبټ اباد ولسوالۍ ته ننوتل."

د اختر په ترڅ کې د خیبرپختونخوا د پولیسوعمومي مفتش ناصر خان دراني لیرې پرتو پوستو څخه لیدنه وکړه او په هزاره کې یې د سيلانيانو لپاره د امنيت د انتظام کتنه وکړه.

هغه له امنيت په اړه خپله عمومي خوښي څرګنده کړه.

" د خېبرپښتونخوا پولیس په پاکستان کې په زړور ځواکونو کې شميرلی شي چې د هېواد د سولې لپاره يې قربانۍ وړاندې کړي دي،" دراني د تفتیش د سفر په ترڅ کې وويل.

په روژه کې د وسله والو د ګواښونو له امله اختر د پاکستان په زیاتره سيمو کې بې ښمره ثابت شوی دی.

" په خيبر پښتونخوا اود پاکستان په نورو سيمو کې د کلک امنيت له امله روژه او اختر له سولې سره ولمانځلی شو،" چارواکو سنټرل اسيا آنلاين ته وويل.

هغه وويل، په زرګونو اخيستونکي او سیلانیان د اختر په ترڅ کې او له اختر وروسته په پارکونو او د سياحت په ځايونو کې ليدلی کیږي.

بخاري سنټرل اسيا آنلاين ته وويل: " یو ناوړه پېښه په هيڅ يو ځای کې نه ده رامنځته شوې چې په لوړه کچه په ټول هېواد کې د امنيتي ادارو برياليتوب څرګندوي."

د تحریک لوړ پوړی قوماندان وژل شوي دي

په داسې حال کې روژه او اختر د وفاق د انتظام لاندې قبايلي علاقې (فاټا)، پنجاب، سیند او ګلګت بلتستان کې له سولې سره تير شو خو بلوچستان په دې اړه لږ نېکمرغه و.

څو تروريستي پېښې د روژې په مياشت کې په دغه ولايت کې رامنځته شوې چې په دغه پېښو کې د فرنټير کورپس ۴ سرتيري ، څلور د پولیسو افسران او درې کسان د جون په ۲۴ او ۳۰ مه په جلا جلا تروریستي فعالیتونو کې ووژلی شول.

امنيتي ځواکونو، که څه هم، د جګړې په ډګر کې د تحريک طالبان پاکستان لوړپوړی قوماندان ونيو او د جولای په ۱۰ مه د خيبر پختونخوا په بټګرام سيمه کې په ډزو کې ووژل شو.

د هزاره ولسوالۍ د پولیسو عمومي پلټونکي مرستیال محمد سعید وزیر سنټرل اسيا آنلاين ته وويل: "حافظ نثار د تورغر او شانګله ولسوالۍ د تحريک طالبان پاکستان مشر و."

وزير وايي چې نثار يوه ورځ وروسته له هغه چې په مانسهرې کې د پوليسو په يو پوست بريد وکړ او يو پوليس يې ووژل، پخپله ووژلی شو.

هغه زياته کړه: " د هغه ملګري په ‌بټګرام کې د جګړې وروسته ټپيان شوي او نیولی شوي دي."

د کورنیو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان په دې وروستيو کې د اختر په ترڅ کې د سولې د ټینګښت له امله د ملي اردو، پوليسو، د رينجرو او نورو امنيتي ادارو ستاینه وکړه.

هغه د جولای په ۸ مه په خبرپاڼه کې وويل: " هغه پوليس او سرتېري چې له خپلو کورونو څخه یوازې په دې موخه پاتې شول چې د اختر په ورځ د امنيت تامين ترلاسه کړي، هغوی د پام وړ دنده تر سره کړه." " پکار ده چې خلک د هغوی ټولو مننه وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500