کراچۍ -- ميديا د پنجشنبې په ورځ (د می په ۱۸مه) راپور ورکړو چې نامعلومو شرپسندو د چهارشنبې په ورځ (د مۍ په ۱۷مه) د کراچۍ په منګوپير سيمه کې د ګيس پایپ لاین په بم والوزاوو، چې د ښار ځينې سيمې يې د سپلايۍ نه منقطع کړې.
د جيو تلويزيون له مخې، د سيند د بم شنډلو سکواډ يو چارواکي وويل، چې عاملينو د يوې چاودنې له لارې ۱۶ انچه قطر پايپ لاين والوزاوو.
د مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.