څلور ځانمرګي بريد کوونکو پیښور او مهمند په نښه کړو

ای ايف پي

په پاکستان کې د چارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۵مه) په يوه ورځ کې څلور ځانمرګي بريدونه رامنځته شول، په دغه بريدونو کې شپږ کسان ووژل شول او د امنيت په باره کې د وګړو زياتيدونکې احساس د طالبانو د ګڼ شمير چاودنو له وجې کمزوری شوی دی.

پوليسو وويل چې تر ټولو وروستی برید د پېښور په شمال لویدیځ ښار کې وروسته له هغې رامنحته شو کله چې يو ځانمرګي بريد کونکی موټر سايکل د يو ګاډې چې ګڼ شمیر ججان يې وړل او د نيبر هوډ د يو مارکيټ نه تيريدو، سره وجنګوو.

د پوليسو يو سينير چارواکی سجاد خان ای ايف پي ته وويل، "دا يو ځانمرګی بريد وو."

خان وويل د ګاډي ډرايور په دغه بريد کې ووژل شو. تحریک طالبان پاکستان يا پاکستاني طالبانو د دې بريد مسوليت منلی دی.

هغه زياته کړه، چې پنځه کسان -- لږ تر لږه د څلورو ججانو په ګډون، چې درې په کې ښځي وې -- ژوبل شول.

د ورځې په لومړيو کې، دوه ځانمرګي بريد کوونکو د مهمند قبايلي سيمې په شمال لویدیځ کې په يوې حکومتي ودانۍ باندې بريد وکړو، چې پنځه تنه په کې ووژل او اووه تنه ژوبل شول.

ځايي چارواکو وويل، يو تن مخکې له هغې چې هغه يو بم وچوي په ډزو وويشتلې شو، په داسې حال کې چې يو بل کس د کمپاونډ په دروازه کې ځان والوزاوو.

وروسته، پوليسو وويل، يو بل ځانمرګي بريد کوونکی ځان هغه وخت والوزاوو، کله چې امنيتي ځواکونو په سيمه کې په لټون عملياتو کې د هغه محاصره وکړه.

د چارشنبې بريد دوه ورځې وروسته له هغې رامنځته شو کله چې یو طاقتور ځانمرګي بريد د پنجاب صوبې مرکزي ښار لاهور ولړزولو. په دغه بريد کې لږ ترلږه ۱۳ کسان ووژل او په لسګونه نور ژوبل شول.

جماعت الاحرار، د پاکستاني طالبانو یوه ډله، په لاهور او مهمند کې د بريدونو مسوليت په غاړه واخيستو. تيره هفته، دغه ډلې د حکومت په تاسيساتو باندې د بريدونو ژمنه کړې وه.

د جماعت الاحرار او د ټې ټي پي دواړو ویاند د چارشنبې په ورځ ای ايف پي ته وويل چې دغه بريدونو ته به دوام ورکړی شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500