د پنجاب د ترهګرۍ ضد افسرانو په خانيوال کې ۴ شکمن ترهګر ووژل

د سټاف راپور

خانيوال -- دنیا تلویزون د دوشنبې په ورځ (د می په ۱۵مه) راپور ورکړو چې د پنجاب د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې افسرانو د يکشنبې په ورځ (د مۍ په ۱۴مه) په خانيوال ډسټرکټ کې څلور شکمن ترهګر ووژل.

وسله والو، چې د يوې منع شوی ډلي سره تعلق لرلو، د پوليسو په چاپه وهونکې ډلې باندې بريد وکړو او هغوی هم بېرته ډزې وکړې. څلور شکمن کسان وتښتېدل.

دنیا تلویزیون خبر ورکړو چې سي ټي ډي نږدې ۱۰ کلوګرامه چاودېدونکي توکي او نورې وسلې د مړو وسله والو نه ترلاسه کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500