د پاکستان ستره محکمه د ۱۶ ترهګرو استینافونه ردوي، په لاهور کې د تاوتريخوالي له امله ۸ تنه ووژل شو

د سټاف راپور

اسلام اباد - د پاکستان سترې محکمې (SC) په دې وروستيو کې د هغه ۱۶ ترهګرو استینافونه رد کړ کومو چې د پوځي محکمې لخوا د مرګ سزا ترلاسه کړې وه، په داسې حال کې چې اته اورپکي او يا مشکوک وسله وال په لاهور کې په دې وروستي تاوتريخوالي کې ووژل شو.

ډان خبرې اژانس راپور ورکړ چې د سترې محکمې يو پنځه کسيز بينچ د قاضي القضات انور ظهير جمالي په مشرۍ کې د اګست په ۲۹مه د ۱۶ ترهګرو استینافونه رد کړ. هغوی په ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې د پوځ د عامه ښوونځی ټولوژنې او په ۲۰۱۲ کال کې د بنو زندان ماتولو په شان ناوړه جرمونو کې ښکېل وو.

د جيو خبري اژانس خبر ورکړ، په ورته وخت کې په لاهور کې د اګست په ۲۸مه پولیسو يو بريد وکړ او څلور ترهګر يې ووژل چې په ۲۰۰۹ کال کې د ښار د مون بازار په چاودنې کې ښکېل وو. په دغه بريد کې درې تنه شکمن کسان وتښتېدل.

د ۲۰۰۹ کال په چاودنه کې ۵۴ تنه وژلی شوي وو.

دنیا تلویزیون خبر ورکړ چې وسله والو په لاهور کې په يو بله پيښه کې د اګست په ۲۷مه د پولیسو په توقیف کې څلور مشکوک وسله وال ووژل.

پوليس وايي، وسله والو هغه وخت په کاروان باندې بريد وکړ کله چې پوليسو شکمن کسان انتقالول. دوی ځوابي ډزې وکړې خو بريد کونکو ټول څلور شکمن کسان ووژل او وتښتېدل.

چارواکو په دغه وژل شوي کسانو کې درې کسان په دې تورن کړي وو چې د ۲۰۰۹ کال د مارچ په مياشت کې په لاهور کې د سریلانکا کرکټ ملي لوبډله باندې په بريد کې ښکيل وو. په دغه بريد کې اته تنه پاکستانیان هم وژل شوي وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500