په سرګودها ډسټرکټ کې د يو مزار محافظ د ۲۰ کسانو په وژلو کې تورن دی

اې ايف پي لخوا

په سرګودها ډسټرکټ کې د يکشنبې په ورځ په لومړيو کې (د اپریل په ۲مه) د پاکستان د مذهبي مزار محافظ او دوه ملګري په ۲۰ عبادت کونکو باندې د تشدد کولو او هغوی په چاقو او ډنډو سره د وژلو له کبله نيول شوي دي.

د پنجاب صوبې په محمد علي صوفي زيارت کې په مړو شوي کسانو کې څلور ښځې شامل وې.

د دې پيښې مقصد معلوم نه دی، خو يو شمېر چارواکو وويل چې ستر شکمن کس په دماغي بيمارۍ کې مبتلا وو او په پیروانو يې تشدد کوو.

د سیمې د پولیسو مشر ذوالفقار حمید اې ايف پي ته وويل، "د زيارت ۵۰ کلن محافظ، عبدل وحید، اعتراف کړی دی چې هغه دغه کسان ځکه ووژل چې هغه فکر کوو چې هغوی د هغه د وژلو لپاره راغلي وو."

يو بل ځايي حکومتي چارواکي، د نوم نه ښوولو په شرط، وویل، وحید پوليسو ته ويلې وو چې په زيارت کې ښخ شوي صوفي ته زهر ورکړی شوي دي او هغه فکر کوي چې قربانيان به هغه هم ووژني.

حميد زياته کړه، "موږ شک لرو چې قربانیانو ته د هغوی د وژلو نه مخکې څه نشه يې څيز ورکړل شوی وو، خو موږ به د فورنسک رپورټ انتظار کوو چې د دې شک تایید وکړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500