تروريزم

پاکستان په بلوچستان کې د صوفي زيارت د ځانمرګي برید په کلکه غندنه کوي

عبدل غني کاکړ لخوا

د بلوچستان امنيتي پرسونل د نومبر په ۱۲مه په خضدار ولسوالۍ کې د صوفي ابدال شاه نوراني زيارت ځانمرګي چاودنې څخه د زيان معاينه کوي. داعش او لشکر جنګوي دواړو د چاودنې چې لږ تر لږه ۵۲ کسان په کې وژل شوي ول، مسؤلیت په غاړه واخيست. [عبدل غني کاکړ]

د بلوچستان امنيتي پرسونل د نومبر په ۱۲مه په خضدار ولسوالۍ کې د صوفي ابدال شاه نوراني زيارت ځانمرګي چاودنې څخه د زيان معاينه کوي. داعش او لشکر جنګوي دواړو د چاودنې چې لږ تر لږه ۵۲ کسان په کې وژل شوي ول، مسؤلیت په غاړه واخيست. [عبدل غني کاکړ]

کوټه - پاکستاني چارواکو د بلوچستان خضدار ولسوالۍ کې د نومبر په ۱۲مه پر يو نامتو صوفي زيارت د ځانمرګي بريد په کلکه غندنه کوي. دوی چټک څېړنې پيلوي او د سولې او امنيت ساتلو لپاره ژمنه کوي.

د بلوچستان د کور او قبایلي چارو وزیر مير سرفراز احمد بګټي له مخې، درګاه بلال شاه نوراني زيارت چې د مرکزي بلوچستان لیرې پرتو، غرنیو برخه کې موقعيت لري په دې کې په چاودنه کې لږ تر لږه ۵۲ تنه ووژل شول او له ۱۰۰ څخه زيات ټپيان شول.

بګټي پاکستان فارورډ ته وويل: "دا په شيعه ټولنې [چې د ځينې صوفي ځايونو ليدنه کوي] يوه پلان شوی بريد وو، او لومړنيو پلټنو دا تائید کړه چې دا بريد يو منع شوې ډلې ترسره کړ کوم چې په بلوچستان کې د فرقه يی تشدد ذمه داره وه."

داعش د خپلو اړوندو ويب پاڼې له لارې د دې بريد مسوولیت منلی دی. لشکر جنګوي العالمي چې يو منع شوي ډله ده او د القاعدې او د تحریک طالبان پاکستان سره اړيکې لري هم د دې بريد مسؤلیت په غاړه واخيست.

د حکومتی خبرونو د راپورونو له مخې، مجرم یو نوعمرہ هلک وو او د يوې ښځې په جامه کې وو. عيني شاهدانو وويل، هغه د د زيارت په منځ کې د دهمال چې يوه روحاني ګډا ده او هره ورځ تر ماښامه مخکې ترسره کيږي په ترڅ کې خپل ځانمرګي کمربند ته چاودنه ورکړه.

دا ځای د عبادت کوونکو څخه ډک وو او دوی د صوفي د ولادت ۵۰۰ مه کلیزه لمانځله.

بګټي وويل: " په ټپيان شوي کسانو کې زیارت کوونکي يو شمير ښځي او ماشومان شامل دي."

چارواکي وايي، فرقه یی تشدد به و نه زغملی شي.

بګټي په بلوچستان کې وروستيو بريدونو ته په اشاره سره وويل، "د بریدونو نوې څپه ... د دولت ضد ډلو کوم چې زمونږ په سیمه کې فرقه یی تشدد رامنځته کولو لپاره هڅه کوي، د توطئې يوه برخه ده."

هغه وويل، افراطي ډلي په بلوچستان کې د تل پاتې سولې موخه ګډوډولو او خپل مقصد ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي.

هغه وويل: "دولت د ترهګرۍ سره مقابله کولو لپاره ډېره روښانه پاليسي لري." "موږ د خپل امنيت په اړه روغه جوړه نه شو کولی."

د ولايتي استخباراتو یوه لوړ پوړي چارواکي محمد علي پاکستان فارورډ ته وويل: "په لوړه کچه څيړنې پيل کړی شوي دي چې هغه امنيتي سرغړونه په ګوته کړي کوم چې د ځانمرګي بريد سبب جوړ شو." "د پلټنې ټيم، چې د بېلابېلو استخباراتي ادارو لوړ پوړې چارواکي په کې شامل دي، هم د دې بريد ځای [د نومبر په ۱۳مه] څخه لیدنه وکړه او دوی د زيارت څخه يو شمېر شواهد ترلاسه کړل."

هغه وويل: "د شاه نوراني [زيارت] د وسله والو لپاره يو ډېر نرم هدف وو، او لومړنۍ څېړنې ښيي چې په دې بريد کې له ۱۲ کلوګرامه څخه زيات ستر چاودېدونکي توکي کارول شوي وو."

علي وويل، يو شمېر شاهدانو چارواکو ته وويل: مجرم "يو حجاب اغوستې وو." "د ځانمرګي بريد د DNA نمونې له ساحې څخه ترلاسه شوي دي. موږ شک کوو چې ښایي داعش به په بريد کولول کې مرسته کړې وي."

هغه وويل: "استخباراتي چارواکو د نومبر په ۵ مه د يو ګواښ خبرتیا ورکړه او سفارتي او ولايتي حکومت ته د حساسو حکومتي او غيرحکومتي ودانیو امنيت لپاره د تدابيرو پياوړي کولو مشوره ورکړه." "موږ راپور لرو چې وسله وال سازمانونه پر مهم هدفونو د بريدونو پلان لري."

امنیتي ځواکونه چمتو دي

د بلوچستان حکومت وياند انوارلحق کاکړ پاکستان فارورډ ته وويل، په کوټه او د دغه ولايت په نورو حساسو برخو کې امنیتي ځواکونه چمتو دي اود ولايت په مرکز کې اضافي امنیتي پرسونل ګومارل شوي دي.

هغه وويل: "موږ په زيارت کې، چې بې ګناه خلک په کې په نښه شول، د وحشي بريد په کلکه غندنه کوو." "وسله وال په فرقه يی تشدد کې لاس لري او دوی به هيڅکله هم خپل هدف ترسره نه کړي. موږ په کلکه ژمنه کړې چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه به تر هغه وخته دوام لري تر څو چې زموږ د خاورې څخه تروریزم په بشپړ توګه له منځه وړلی شوی نه وي."

هغه وويل: "غير قانوني ډلي هڅه کوي چې پر دولت فشار جوړ کړي، خو هغوی نه پوهيږي چې دولت به هیڅکله د ملي امنيت پر سر سودا ونه کړي." "موږ د جګړې په حالت کې يو، او دښمن هڅه کوي چې په سیمه کې د تل پاتي سولې هڅو ته زيان ورسوي."

هغه وويل، د بلوچستان حکومت اورپکۍ ته په سخته توګه د ماتې ورکولو لپاره ټول ممکنه ګامونو اخلي.

هغه وويل، د قانون پلي کوونکو ادارې د دښمن دسيسو شنډولو لپاره سخت محنت کوي. هغه زياته کړه، "په بلوچستان کې د سولې رامنځته کول د حکومت لومړې لومړيتوب دی."

خلق د ترهګرۍ پر ضد متحد او د سولې لپاره ژمن دي

د بلوچستان فرنټير کور انسپکټر ميجر جنرل شېر افګن د نومبر په ۱۳مه د زيارت څخه ليدنه کولو په ترڅ کې وويل: "بلوچستان د یو مهم پړاو څخه تيريږي، او روان تاوتريخوالی په دې ولايت کې د پرمختګ بهير ګډوډولو يوه هڅه ده."

هغه وويل: "ترهګريز ډلې له خپلې ترهګریز اجنډا له لارې بې ګناه ملکي وګړي په نښه کوي."

هغه وويل: "مونږ سره الفاظ نشته چې د دې ظالمانه بريدونو تشریح او غندنه وکړو. د ټولنې ټولې برخې د ترهګرۍ په وړاندې متحد دي او موږ به خامخا خپل دښمن ته ماتې ورکړو." "سوله د ټول ملت لومړنۍ غوښتنه ده، او د عامو خلکو او د قانون پلي کولو پرسونلو قربانۍ به هيڅکله ضايع نه شي."

هغه وويل: "فرنټير کور بلوچستان د سولې په بهیر کې مهم رول لوبوي، او د خلکو ژوند او مال [خوندي] کول د دولت اصلي دنده ده." "حکومت له عام خلکو په همکارۍ سره زموږ د خاورې په وړاندې د ټولو دسیسو شنډولو لپاره ډيره ښه هڅه کوي."

لومړې وزير ميا محمد نواز شريف هم په شاه نوراني زيارت کې د برید په کلکه غندنه وکړه.

نواز شریف د خپل غم او اندېښنې څرګندولو سره وویل، بلوچستان د خپل ستراتیژیکي موقعیت له امله د سولې ضد فعالیتونو یو هدف دی.

هغه د بلوچستان په ګوادر ولسوالۍ کې د نومبر په ۱۳مه په يوه غونډه کې وويل: "په بلوچستان کې د پرله پسې استخباراتي او د بغاوت پر ضد عمليات مثبت پایلې برابروي، او وسله والې ډلې ستر ګوزارونه زغملي دي." "موږ ډېر زيات ژمن يو چې يوه ورځ به موږ اورپکي له خپلې سیمې څخه له منځه ويسو."

نواز شريف د هغه کسانو د کورنیو لپاره چې په بمي چاودنه کې مړه شول د ۵۰۰،۰۰۰ لاکه (امريکايې ۴،۷۶۸ ډالره) روپو اعلان وکړ. ټپيانو کسانو ته به له لږې پیسې ورکولی شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500