تروريزم

داعش په سيند کې په صوفي زيارت باندې د وژونکي بريد دعوه کوي

ای ايف پي او سټاف لخوا

د سيند صوبې په سهوان ټاون کې د ۱۳مې صدۍ د مسلمان صوفي لال شهباز قلندر په زيارت کې د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۱۶مه د يوې چاودنې نه وروسته، يو ژوبل شوی پاکستانی په يو ځايي هسپتال کې علاج ترلاسه کوي. سهوان د صوبې د مرکز کراچۍ نه شمال ختيځ ته ۲۰۰ کلو ميټره لري دی. [ايس ټي آر/ای ايف پي]

کراچۍ -- چارواکو وويل، په يوه بمي چاودنه کې چې په پاکستان کې د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۶مه) په صوفي زيارت کې رامنځته شوه په لسګونو کسان ووژل شول او يو شمير نور ژوبل شول. دا په هيواد کې په دې هفته کې تر ټولو وژونکی بريد دی.

داعش د خپل ميديا چينل عماق له لارې د دغه برید مسوولیت منلی دی.

د سرچينو په منځ کې د مرګ ژوبلې شميرې مختلفي دي. ځينې سرچينې وايي چې د مرګ ژوبلې شميره ۳۵ ده او ځيني وايي چې ۶۰ ده.

يو سرکاري سينير چارواکی منورشاه علي محصر وويل، "موږ ویره لرو چې کیدی شي د مرګ ژوبلې شميره لوړه شي." هغه زياته کړه چې ايمرجنسي خدمتونه کوشش کوي چې ژوبل شوي کسان بچ کړي.

په دې تصوير کې چې د ۲۰۱۴ کال د جون په ۱۸مه اخيستلې شوی دی، پاکستاني پيروکاران د ۱۳مې صدۍ د مسلمان صوفي لال شهباز قلندر په زيارت کې په سهوان کې د صوفې د مرګ د تلين لمانځلو لپاره راټوليږي. په دغه زيارت کې د فبرورۍ په ۱۶مه د خلکو په منځ کې يوه چاودنه رامنځته شوه چې په لسګونو کسان په کې ووژل شول. [يوسف نګوري/ای ايف پي]

دغه چاودنه د سيند په سهوان ټاون کې په يو زيارت کې رامنځته شوه. دغه ښار د کراچۍ نه ۲۰۰ کیلومټره شمال ختيځ طرف ته دی.

د پوليسو يو چارواکي وويل، چې يو ځانمرګي بريد کوونکی زيارت ته داخل شو او د پيروکارانو په منځ کې یې ځان ته چاودنه ورکړه. هغه زياته کړه، چې دغه زيارت د پنجشنبې په ورځ د خلکو نه ډک وي، ځکه چې دوی دغه ورځ يوه سپیڅلې ورځ ګڼي.

ډان خبري اژانس خبر ورکړو، دا چاودنه په دهمال (صوفي موسيقي اوګډا) کې د ماښام د لمانځه نه وروسته رامنځته شوه.

جماعت الاحرار، د پاکستاني طالبانو یوه ډله، په دې هفته کې د يو شمير بريدونو مسوليت منلی دی. په دې بريدونو کې په لاهور کې د طالبانو ځانمرګي بريد چې ۱۳ تنه په کې ووژل شول او په لسګونو نور ژوبل شول شامل دي.

څلور ځانمرګي بريد کوونکو د چهارشنبې سهار په پاکستان کې د شمال لویدیځ سیمه په نښه کړه، چې شپږ تنه یې ووژل او نور ملکي کسان یې ولړزول.

په پاکستان کې تر ټولو وژونکې افراطي برید نه وروسته امنيت په ډراماتیک ډول ښه شوی دی. په دغه بريد کې پاکستاني طالبانو په ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې په يو سکول باندې حمله وکړه چې د ۱۵۰ نه زيات کسان، چې زياتره یې ماشومان وو، په کې وژل شوي وو او دغه برید حکومت او پوځ په عملياتو پيلولو باندې مجبوره کړو.

پوځ په نیمه خپلواکو قبایلي سیمو کې، چې وسله والو په کې د خطر په پرته فعاليت کولو، عملیات تيز کړل او حکومت د افراطیت په وړاندې د عمل ملي پلان یې شروع کړو.

زړور پاکستانيان يو ځل بيا په عامه غونډو کې ګډون کوي او د یوې عشرې د ترهګريز بریدونو نه وروسته د خوشبينۍ احساس څرګند دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500